Posts

Image
په اسلام کې د بندگانو حقوق: لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد اسلام انسان ته په ډير ستر عزت او اکرام قايل دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا [الإسراء : 70] ژباړه: {او یقینًا مونږ د آدم اولادې ته ډېر عزت وركړی دی او مونږ دوى (په سورلیو باندې) په وچه كې او په سمندر كې سواره كړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي. د نړۍ د هر مذهب او ملت تعلیمات د دې خبرې ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي چې د هغه پیروان په امن او سلامتي کې ژوند وکړي ترڅو د انساني پرمختګ سرچینې په سم لور رواني شي او د ټولو انسانانو هوساینه تامین شي. اسلام د ټولو انسانانو لپاره حقونه وړاندیز کړي دي چې بشپړول يې اسانه دي ، مګر قرباني ته اړتیا لري. په اسلام کې چې کوم حقوق انسان ته ورکړل شوي دي ، هغه د انسانانو او ټولو مخلوقاتو د خالق (جل جلاله ) له لورې ورکړل شوي دي چې د مخلو...

په اسلامي تمدن کی د پوهنې ارزښت او اغيزي/ لیکوال: استاد محمد یوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد

Image
  پوهني ته هڅول او د لاسته راوړلو لپاره يې د انسان روحیه او همت لوړول، هغه څه دي چي قرآن کریم په اولنیو آیتونو کي د دغي خبري اعلان وکړ او انسان ته يې داسي وفرمايل: اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ. (العلق: ۱- ۵) https://motivationaldally743.blogspot.com   ترجمه: د خپل هغه څيښتن په نامه لوستل پیل کړه چي (مخلوقات يې پیدا کړي) انسان يې د ویني له ټوټې پیدا کړی دی. لوستل کوه په داسي حال کي چي ستا څيښتن هغه سخاوت لرونکی څوک دی چي په قلم سره يې انسان ته ښوونه کړې، هغه څه   يې ور زده کړي دي چي دی نه پرې پوهېدی. د صحیح البخاري په شروع ۳ نمبر حدیث او د حدیثو په نورو کتابونو کي راغلی دي چي دغه پنځه آیتونه د قرآن کریم   تر ټولو مخکي نازل شوي آیتونه دي. په قرآني آیتونو او حدیثونو کې د علم څخه هدف پوهه او بصیرت دی . د علم کلیمې استعمال په قرآن کې مقید شوی ندی چې ګواکې هدف یې یوازې شرعي علوم دي – قرضاوي . دیني علماوو علم په دوه برخو ویشل...

د اهل بیت دیني او سیاسي مقام د اهل سنت له نظره:

Image
  د اهل بیت دیني او سیاسي مقام د اهل سنت له نظره:                       لیکوالان:استاد محسن حنیف،استاد نجیب الله عمري،مفتي محمد یوسف صدیقي . سریزه: د اهل بیت پر ارزښتونو اتفاق دی، خو په دې کي اختلاف دی چي اهل بیت څوک دي؟ نو پېژندني ته يې اړتیا لیدل کېږي. د اهل بیت یو نامتو شخصیت امام جعفر صادق (رح) دی چي په شرعي علوم کې ځانګړې تفقه موصوف د یوې ځانګړي تګلارې څښتن وګرځاوه. د وخت په تېرېدو امام جعفر صادق ته په نسبت شوې تګلاره یا مذهب کي ناسم شیان هم ګډ شوي چي دا هم ځینو ته د اندېښنې لامل دی.                   اهل سنت چې تر ډیره یې د قضایاوو په هکله قضاوتونه په سوچه شرعي نصوصو متکي دي، د دوی لخوا د امام جعفر صادق بې پرې هر اړخیزه پيژندنه به پر دغه ګل پرېوتی غبار لري کړي او په علمي لحاظ په ملي ژبه د څیړنې ځنځیر ته یوه کړۍ هم ور اضافه کړي. د پورته حقایقو په نظر کې نیولو سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لورې (امام جعفر صادق د اهل سنت له نظ...

Popular posts from this blog

په اسلام کي د سولي ارزښت/The value of peace in Islam

د روژې روحاني او ټولنیزې ګټې او فضایل