

په اسلام کي د سولي ارزښت
دې خبري ته به دومره اړتيا نه وي چي زه په خپلو الفاظو کي د سولي پر اهميت ټينګار وکړم،بلکي زموږ ټولو مسلمانانو د باور او قناعت لپاره دا خبره بس ده چي الله (جَلَّ جَلالُهُ) په خپل سپېڅلي کتاب کي په څرګنده الفاظو فرمايلي دي:
وَالصُّلْحُ خَيْرٌ. (سورة النساء: 128)
ژباړه: سوله ډېره ګټوره ده.دلته الله تعالی سولي ته د کوم قید پرته د خير توري کارولي دي. د هجري قمري شپږمي پېړۍ مشهور مفسر ابن عطیه « رحمة الله علیه » فرمایلي دي:
وقوله تعالى وَالصُّلْحُ خَيْرٌ لفظ عام مطلق یقتضى أن الصلح الحقيقي الذي تسكن إليه النفوس ويزول به الخلاف خير على الإطلاق.(تفسير ابن عطية = المحرر الوجيز في تفسير الكتاب العزيز: 2 / 120)
ژباړه: سوله ډېره ګټوره ده، دا توري د الله تعالي په وینا کي د کوم قید پرته عام بیان شوي دي. دا خبره ثابتوي چي رښتينې سوله مطلقا خیر او ګټوره ده چي زړونه ورته ډاډمن کېږي او شخړه پرې ختمېږي.
سوله قرآن کريم په ډېرو مواردو کي ياده کړې ده او په هيڅ مورد کي يې بده نه ده بللې، که هغه د وړوکي کورنۍ د غړو تر منځ وي، که د مسلمانو ډلو تر منځ وي او حتی که د مسلمان هيواد او غير مسلمانو هيوادونو تر منځ وي. په دغه ځایونو کي يې د جګړې او شخړو څخه کرکه او د سولي ښېګڼه بیان کړې او د هر مورد شرائط او د سولي د تينګښت لاري چاري يې هم یادي کړي دي چي تفصیل يې په راتلونکي ډول دی:
۱- سوله د کورنۍ د غړو(خاوند او مېرمني) تر منځ:
دا ډول سوله کورنۍ سوله هم نومېدلای شي؛ ځکه په يوه کور کي دننه ده. په دې اړه قرآن کريم فرمايلي:
وَاِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَیۡنِہِمَا فَابْعَثُوۡا حَکَمًا مِّنْ اَہۡلِہٖ وَحَکَمًا مِّنْ اَہۡلِہَا ۚ اِنۡ یُّرِیۡدَاۤ اِصْلَاحًا یُّوَفِّقِ اللہُ بَیۡنَہُمَا ؕ اِنَّ اللہَ کَانَ عَلِیۡمًا خَبِیۡرًا .(سورة النساء: ۳۵)
ترجمه: که د خاوند او مېرمني تر منځ د مخالفت څخه وېرېدلاست نو يو فيصله کوونکی د سړي د کورنۍ څخه مقرر کړئ او بل فيصله کوونکی د ښځي د کورنۍ څخه مقررکړئ، که دوی اصلاح وغواړي الله به د دوی تر منځ د جوړي توفيق راولي، بېشکه الله پوره پوه خبردار دی.
دغه آیت شریف هم د کورنۍ تر منځ سولییز ژوند ته اړتیا او ډېر اهمیت ښيي او هم د سولي د رامنځ ته کولو او ساتلو لاري چاري په ګوته کوي. د يوې وړوکي انساني کورنۍ لپاره يې هم د سولي خلاف ژوند کول شِقاق یعني د انساني ودانۍ ترمنځ ورانوونکی درځ بللی چي که يې ترمیم اواصلاح ونه شي ودانۍ ورانوي. د ترمیم او روغي جوړي لاره يې هم ورته ښوولې ده، هغه دا چي د سيمي او کلي مشران، مخور او واکمن خلک يې په دې امر کړي او مکلفیت يې ورباندي ایښي دی چي د سولي، روغي جوړي درا منځ ته کولو لپاره په ګډه لاس په کار شي، د نارینه او ښځينه دواړو کورنیو څخه د روغي جوړي او سولييز ژوند جوړولو په چارو پوه کسان وټاکي؛ تر څو هغوی ته د سولییز ژوند لاري چاري وښيي.
۲- سوله د مسلمانو ډلو تر منځ:
په دې اړه قرآن کریم فرمايلي:
وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ.(سوة الحجرات:9 - 10)
ترجمه: که د مؤمنانو دوې ډلي سره وجنګېږي، نو په منځ کي يې سوله وکړئ. که د دوی یوه ډله پر بلي تېری کوي، نو د هغي ډلي پر ضد چي تېری کوي، تاسوجګړه وکړئ تر هغه وخته چي د الله حکم ته غاړه کيږدي.که يې د الله حکم ته رجوع وکړه، نو ترمنځ یې په عدالت سوله وکړئ او انصاف کوئ؛ الله یقینا انصاف کونکي خلک خوښوي. مؤمنان سره وروڼه دي، نو تاسو د خپلو وروڼو تر منځ سوله راولئ او د الله څخه ووېرېږئ ، د دې لپاره چي رحم درباندي وشي.
په دغو دوو آیتونو کي دا خبري راغلي دي:
- د مسلمانانو تر منځ هم جګړه را منځ ته کېدای شي او د جګړې په وجه یو پر بل د د کفر حکم لګولو حق نه لري تر څو يې د کوم دلیل پرته د مسلمان وژل ځان ته حلال نه وي ګڼلي؛ ځکه په دې آیت کي خدای پاک په جګړه کي واقع شوي دواړه لوري مؤمنان بللي دي؛ لکه څرنګه چي امام بخاري (رحمة الله علیه) هم د خپل کتاب (صحیح البخاري ) په کتاب الایمان کي دا خبره یاده کړې ده.
- جګړې ته دوام ورکول نه دي روا ؛ ځکه الله تعالی امر کړی چي د داسي ډلو ترمنځ سوله وکړئ. (فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا).
- که کومه ډله سولي ته غاړه نه ایږدي، مسلمان ولس مکلف دی چي هغوی سولي ته مجبوره کړي آن تر دې چي که بله لاره نه وي، نو ټول ولس دي د هغوی پر ضد پاڅون وکړي، تر هغه وخته چي دوی سوله ومني.
- که يې هر وخت سولي ته غاړه کښېښووله، بیا هم مسلمان ولس مکلف دي چي د دوي تر منځ سوله په عدل او انصاف وکړي، د تېري شوي جګړې په وجه ظلم یا بې انصافي ورسره ونکړي.
- په پای کي يې ویلي دي چي مؤمنان سره وروڼه دي، نو عام ولس دي خپل وروڼه د جګړې دوام ته نه پرېږدي. بلکي تر منځ دې سوله وکړي.
- په سوله کي د الله رحمت دی چي د الهي تقوا او پرهېزګارۍ پر بنسټ رامنځ ته شي. (فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَلَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) .
ژباړه: د خپلو وروڼو تر منځ سوله وکړئ، ګوندي رحم درباندي وشي.
دا آیت ښيي چي په سوله کي د خدای رحمت دی. نو سوله ردول د رحمته ځان لري کول او د الهي بخښني څخه بې برخي کېدل دي؛ پېغمبر علیه الصلاة والسلام فرمایلي:
تُفْتَحُ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ يَوْمَ الْإِثْنَيْنِ، وَيَوْمَ الْخَمِيسِ، فَيُغْفَرُ لِكُلِّ عَبْدٍ لَا يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا، إِلَّا رَجُلًا كَانَتْ بَيْنَهُ وَبَيْنَ أَخِيهِ شَحْنَاءُ، فَيُقَالُ: أَنْظِرُوا هَذَيْنِ حَتَّى يَصْطَلِحَا، أَنْظِرُوا هَذَيْنِ حَتَّى يَصْطَلِحَا، أَنْظِرُوا هَذَيْنِ حَتَّى يَصْطَلِحَا. (صحیح مسلم حدیث نمبر: 2565)
ژباړه: د دوشنبې او پنجشبنې په وورځ د جنت دروازې پرانیستل کېږي، نو هر بنده ته بخښنه کېږي چي د الله سره يې شریک نه وي منلی پرته د هغه چا چي د ده او ورور ترمنځ يې بغض او دښمني وي، « د دوی په هکله » ویل کېږي: دا دوه وځنډوئ ترڅو سوله سره وکړي، دا دوه وځنډوئ تر څو سوله سره وکړي، دا دوه وځنډوئ ترڅو سوله سره وکړي.
هو په سوله کي هغه څه ترسره کېدای شي چي په جګړه کي نه شي ترسره کېدلای. په دې اړه به وروسته په حُدَیبِیه کي د سولې د ګټو بېلګي راشي. دغه پورته خبري ښيي چي د مسلمانانو تر منځ جګړې ته دوام ورکول په اسلام کي ځای نه لري، بلکي مسلمانان مکلف دي چي خپلو هلو ځلو ته تر هغه دوام ورکړي تر څو چي د مسلمانانو تر منځ سوله راولي؛ ځکه جګړه ورور وژل دي او سوله اور وژل دي. جګړه ورانی او تباهي ده او سوله نرمي او آرامي ده؛پېغمبر (علیه الصلاةُ والسلام) فرمایلي:
إِنَّ اللهَ رَفِيقٌ يُحِبُّ الرِّفْقَ، وَيُعْطِي عَلَى الرِّفْقِ مَا لَا يُعْطِي عَلَى الْعُنْفِ، وَمَا لَا يُعْطِي عَلَى مَا سِوَاهُ.
(صحیح مسلم حدیث نمبر: 2593).
ژباړه: بې شکه الله تعالی نرمي کوونکی دی، نرمي خوښوي، پر نرمي تګلاري هغه څه «ثواب او ښېګڼي» ورکوي چي پر توند لارۍ او نورو لارو يې نه ورکوي.
د مسلمانانو تر منځ د سولي د ګټو یوه نه هېرېدونکې بېلګه د حسن بن علي او معاویه « رضي الله عنهم » تر منځ هغه تاریخي سوله ده چي څو کلنه اوږده جګړه يې ختمه کړه او مسلمانانو په آرام ژوند پیل کړ.په دې اړه امام بخاري «رحمة الله علیه» د مشهور تابعي حسن بصري څخه نقلوي، هغه وايي:
اسْتَقْبَلَ وَاللَّهِ الحَسَنُ بْنُ عَلِيٍّ مُعَاوِيَةَ بِكَتَائِبَ أَمْثَالِ الجِبَالِ، فَقَالَ عَمْرُو بْنُ العَاصِ: إِنِّي لَأَرَى كَتَائِبَ لاَ تُوَلِّي حَتَّى تَقْتُلَ أَقْرَانَهَا، فَقَالَ لَهُ مُعَاوِيَةُ وَكَانَ وَاللَّهِ خَيْرَ الرَّجُلَيْنِ:أَيْ عَمْرُو إِنْ قَتَلَ هَؤُلاَءِ هَؤُلاَءِ، وَهَؤُلاَءِ هَؤُلاَءِ مَنْ لِي بِأُمُورِ النَّاسِ مَنْ لِي بِنِسَائِهِمْ مَنْ لِي بِضَيْعَتِهِمْ، فَبَعَثَ إِلَيْهِ رَجُلَيْنِ مِنْ قُرَيْشٍ مِنْ بَنِي عَبْدِ شَمْسٍ: عَبْدَ الرَّحْمَنِ بْنَ سَمُرَةَ، وَعَبْدَ اللَّهِ بْنَ عَامِرِ بْنِ كُرَيْزٍ، فَقَالَ: اذْهَبَا إِلَى هَذَا الرَّجُلِ، فَاعْرِضَا عَلَيْهِ، وَقُولاَ لَهُ:
وَاطْلُبَا إِلَيْهِ، فَأَتَيَاهُ، فَدَخَلاَ عَلَيْهِ فَتَكَلَّمَا، وَقَالاَ لَهُ: فَطَلَبَا إِلَيْهِ، فَقَالَ لَهُمَا الحَسَنُ بْنُ عَلِيٍّ: إِنَّا بَنُو عَبْدِ المُطَّلِبِ، قَدْ أَصَبْنَا مِنْ هَذَا المَالِ، وَإِنَّ هَذِهِ الأُمَّةَ قَدْ عَاثَتْ فِي دِمَائِهَا، قَالاَ: فَإِنَّهُ يَعْرِضُ عَلَيْكَ كَذَا وَكَذَا، وَيَطْلُبُ إِلَيْكَ وَيَسْأَلُكَ قَالَ: فَمَنْ لِي بِهَذَا، قَالاَ: نَحْنُ لَكَ بِهِ، فَمَا سَأَلَهُمَا شَيْئًا إِلَّا قَالاَ: نَحْنُ لَكَ بِهِ، فَصَالَحَهُ، فَقَالَ الحَسَنُ: وَلَقَدْ سَمِعْتُ أَبَا بَكْرَةَ يَقُولُ: رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى المِنْبَرِ وَالحَسَنُ بْنُ عَلِيٍّ إِلَى جَنْبِهِ، وَهُوَ يُقْبِلُ عَلَى النَّاسِ مَرَّةً، وَعَلَيْهِ أُخْرَى وَيَقُولُ: «إِنَّ ابْنِي هَذَا سَيِّدٌ وَلَعَلَّ اللَّهَ أَنْ يُصْلِحَ بِهِ بَيْنَ فِئَتَيْنِ عَظِيمَتَيْنِ مِنَ المُسْلِمِينَ».
(صحيح البخاري حدیث نمبر: ۲۷۰۴).
ژباړه: قسم په الله چي حسن بن علي د معاویه مخ ته د غرونو په څېرلښکري را وایستلې. عَمرُو بن العاص معاویه ته وویل: زه داسي لښکري وینم چي هيڅکله نه پر شا کېږي تر څو خپل سیالان د منځه وړي. نو معاویه چي تر خپل ملګري غوره وو، ويې ویل: اې عَمره! که دغه ډله هغه ووژني او هغه ډله دغه ووژني د خلکو چاري به څوک را ته سمبالوي، د هغوي ښځي او پاته شوي یتیمان به څوک سمبالوي؟ وروسته معاویه حسن بن علي ته د قریشو بني عبد الشمس قبیلې دوه کسان: عبد الرحمن بن سَمُره او عبد الله بن عامر ولېږل. هغوی دواړه ته يې وویل: دې سړي « حسن بن علي» ته ورسئ، وړاندیز او خبره ورته وکړئ او سوله ورڅخه وغواړئ. نو هغوی دواړه حسن بن علي «رضي الله عنهما» ته ورغلل، ورسره وغږېدل او د سولې غوښتنه يې ورڅخه وکړه. حسن بن علي«رضي الله عنهما» وویل: موږ د عبد المطلب کورنۍ د دولتي شتمنیو څخه څه شی لاس ته راوړی (چي د خپل رعیت محتاجو خلکو ته مو ورکړي وی) او د بل پلوه دغه امت ( دواړو ډلو) یو د بل ویني توی کړي، یو بل يې وژلي دي ( دا یو تضمین ته اړتیا لري). هغو دواړو استازو ورته وویل: معاویه تا ته دا وړانديز کوي (چي ستاسو د ملګرو او د سيمي د اړتیا مالي مصارف به درته ټاکي) اوجګړه ختمول او سوله غواړي. حسن بن علي«رضي الله عنهما» وویل: دغه د سولي د شرائطو د عملي کولو ضمانت به څوک راته کوي؟ هغوی وویل: موږ يې ضمانت درته کوو. لنډه دا چي حسن بن علي «رضي الله عنهما» چي به کومه غوښتنه یادوله دوی به ورته ویل: موږ يې تضمین درته کوو. نو حسن بن علي « رضي الله عنهما » هم سوله ورسره وکړه. تابعي حسن بصري وايي: ما د ابوبکره صحابي څخه اورېدلي، هغه ویل: ما پېغمبر «علیه الصلاةُ والسلام» ولیدی په داسي حال کي چي حسن بن علي «رضي الله عنهما» يې پر منبر اړخ ته ناست وو او ده به یو ځل خلکو ته مخ واړوی او بل ځل به يې حسن بن علي ته وکتل او ویل يې : دا زما بچی سردار دی او هیله ده چي الله تعالی د ده پر لاس د مسلمانانو د دوو لویو ډلو ترمنځ سوله راولي. حسن بن علي « رضي الله عنهما » د خپل نیکه دغه وړاندوینه ثابته او عملي کړه.
فکر وکړئ چي دغو قدرمنو صحابه وو څه ډول اسلامي امت د جګړې څخه وساتی؟ که دوی جګړې ته دوام ورکړی وای نتیجه به يې څه شوې وای؟ د دغه حدیث په شرح کي علامه بدر الدین عیني ( رحمة الله علیه ) فرمایلي دي:
وفيه فضيلة الحسن رضي الله تعالى عنه، دعاه ورعه إلى ترك الملك والدنيا رغبة فيما عند الله تعالى، ولم يكن ذلك لعلة ولا لذلة ولا لقلة، وقد بايعه على الموت أربعون ألفا، فصالحه رعاية لمصلحة دينه ومصلحة الأمة، وكفى به شرفا وفضلا.(عمدة القاري شرح صحيح البخاري جـ 13 صـ 284)
ژباړه: په دې حدیث کي د حسن رضي الله عنه فضیلت ثابتېږي چي د ده تقوا دی د دنیا او پاچاهي پرېښوولو ته وهڅوی په دې خاطر چي هغه اجر او ثواب ته يې شوق وو چي د الله سره دی. دغه سوله يې د کوم علت « طمع »، ذلت « کمزورتیا» یا د نفرو د لږوالي په وجه ونکړه، بلکي په داسي حال کي يې دغه سوله وکړه چي څلوېښت زره کسانو داسي بیعت ورسره کړی وو چي تر مرګه به ډګر نه پرېږدي. خو ده دغه سوله د دین او امت د مصلحت په خاطر وکړه اوهمدا کار د شرف او فضیلت لپاره بس دی.
راځئ موږ او تاسو هم په صحابه کرامو پسې اقتدا وکړو او د رحمة للعالمین پېغمبر« علیه الصلاةُ والسلام» دغه حکم عملي اود سولي غوښتنه يې پوره کړو. نور بیا.........
بسیار خوب
ReplyDelete