په اسلام کې د بندگانو حقوق:
لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد
اسلام انسان ته په ډير ستر عزت او اکرام قايل دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا [الإسراء : 70]
ژباړه: {او یقینًا مونږ د آدم اولادې ته ډېر عزت وركړی دی او مونږ دوى (په سورلیو باندې) په وچه كې او په سمندر كې سواره كړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي.
د نړۍ د هر مذهب او ملت تعلیمات د دې خبرې ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي چې د هغه پیروان په امن او سلامتي کې ژوند وکړي ترڅو د انساني پرمختګ سرچینې په سم لور رواني شي او د ټولو انسانانو هوساینه تامین شي. اسلام د ټولو انسانانو لپاره حقونه وړاندیز کړي دي چې بشپړول يې اسانه دي ، مګر قرباني ته اړتیا لري.
په اسلام کې چې کوم حقوق انسان ته ورکړل شوي دي ، هغه د انسانانو او ټولو مخلوقاتو د خالق (جل جلاله ) له لورې ورکړل شوي دي چې د مخلوق د دنيا او آخرت مصلحت پکې نغښتل شوي دي.
اسلام یو ډول روزنیز سیستم دی چې نه یوازې یو شخص په خپله خوشحاله کولی شي بلکې د نورو لپاره هم د آرامۍ سبب او سرچينه ګرځيدلی شي . حقوق په دوه ډوله دي. حقوق الله او حقوق العباد . د اسلام له خوا د بندګانو د حقوقو په اړه ټینګار دا روښانه کوي چې دا حقوق څومره لوړ مقام لري او د هغوی نه ادا کول او يا ورڅخه سرغړونه کول د رب العزت د ناخوښۍ سبب ګرځیدلی شي.
د اسلامي لارښوونو سره سم ، د بندګانو د حقونو لاسته راوړل د اسلامي نظام یوه مهمه برخه ده او له دې حقونو څخه انحراف يا سرغړونه کول له یوې خوا د ټولنې د ګډوډیدو لامل او له بلې خوا د خدای جل جلاله د غضب سبب ګرځي ؛ نو د يو سالم مسلمان په توګه موږ باید د بندګانو حقونو ته ډیره پاملرنه وکړو.
په اسلام کې د عامو انسانانو ځینې حقونه دا دي :
۱– د ژوند حق :
انسان د ژوند حق لري هيڅ څوک حق نه لري چې ناحقه د چا ژوند له منځه يوسي ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا. [المائدة : 32]
ژباړه: چا چې یو نفس پرته له بدلې یا په ځمكه كې له ورانكارۍ پرته په (ناحقه) وواژه ؛ نو ګویا كې هغه ټول خلق ووژل او چا چې د دغه نفس ژوند بچ كړ؛ نو ګویا هغه د ټولو خلقو ژوند بچ كړ.
لکه څنګه چې اسلامي شريعت په ژوند کې د انسان ظاهري او معنوي اکرام او عزت کړی دی همداسې د مرګ څخه وروسته يې هم د هغه د اکرام او عزت حکم کړی دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : إِذَا كَفَّنَ أَحَدُكُمْ أَخَاهُ، فَلْيُحَسِّنْ كَفَنَهُ .(صحيح مسلم حدیث:651)
ژباړه : کله چې يو له تاسې څخه خپل ورور ته کفن ورکوئ نو هغه ته غوره کفن ورکړئ.
او همدارنګه د هغه ستر او پرده کول او د عيبونو پټول واجب دي ، په حديث شريف کې راغلي: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لاَ تَسُبُّوا الأَمْوَاتَ، فَإِنَّهُمْ قَدْ أَفْضَوْا إِلَى مَا قَدَّمُوا. (صحيح البخاري حدیث: 104)
ژباړه : رسول الله مبارک فرمایلي چې په مړو پسې بد مه وايئ ځکه چې هغوی د خپلو اعمالو نتيجې ته رسيدلي.
۲– د آزادۍ حق :
الله تعالی انسان آزاد پيدا کړی دی ، اسلام د بنده ګانو له بندګي څخه انسانان د خپل خالق د بندګي لوري ته بولي ؛ قرآن کریم وايي : اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ هَلْ مِنْ شُرَكَائِكُمْ مَنْ يَفْعَلُ مِنْ ذَلِكُمْ مِنْ شَيْءٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ. [الروم : 40]
ژباړه: {الله هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړئ، بیا هغه تاسو ته روزي دركړه، بیا به هغه تاسو مړه كوي، بیا به تاسو ژوندي كوي، آیا ستاسو په شریكانو كې كوم یو شته چې په دغو (كارونو) كې څه شى كولى شي؟ هغه (الله) ته پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له دې نه چې دوى ورسره شریك نیسي.
انسان یې پخپل طبيعي فطرت سره پيدا کړی دی چې فطرتاً د خپل خالق (جل جلاله ) بندګۍ ته تسليم وي اسلام دغه د ازادۍ حق نر او ښځې دواړو ته ورکړی دی هيڅ کوم دين ښځې ته دومره حقوق نه دی ورکړی لکه په کومه انداﺯه چې اسلام يې حقوقو ته پاملرنه کړې. هو اسلام هغه دين دى چې په ظهور سره يې ښځه له تورو تيارو څخه را وويستل شوه او د حياء په لوپټه محجوبه کړل شوه د اسلامي دين په راتلو سره په مشرکينو کې هغه ناوړه دود چې د لور خور خښول وه ختم کړل شو قرانکريم د مشرکينو همدغه ظلم په دې ډول بيانوي: وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالْأُنْثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ. [النحل : 58]
او په بل ځای کی فرمايي: يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ. [النحل : 59].
ژباړه : او كله چې په دوى كې یو ته د لور زېرى وركړل شي نو د هغه مخ تك تور شي، په داسې حال كې چې له قهره ډك وي له خلقو څخه پټ ګرزي د هغه څه د بدۍ په وجه چې ده ته يې زېرى وركړل شوى دى او سوچ كوي چې آیا دغه (لور) سره له ذلته وساتي، او که په خاورو كې یې خښه کړي، خبر شئ ! ډیره بده ده هغه فیصله چي دوی یې کوي.
همدارنګه اسلام ښځې ته نه وایي چې ته د ځان یا بچو لپاره حلال رزق مه پیداکوه، کار او تجارت مه کوه او د بل لاس ته کېنه؛ بلکې ورته وایي چې همت وکړه، کسب او کمال زده کړه، عزتمن ژوند ځان ته برابر کړه، له خپل خاوند او اولاد سره مرسته وکړه او داسې نور ځکه حضرت خدیجه (رضی الله عنها )د خپل وخت ډیره لویه سرمایه داره وه؛ مګر اسلام دا ورته وایي چې ته مسلمانه یې ته دا هر څه باید په هغه چوکاټ کې دننه وکړې چې الله (جل جلاله) درته ټاکلی دی؛ که نه کېده بیا دالله (جل جلاله) دا احسان یولوی غنیمت وګڼه چي ستا نفقه یې په خاوند او بیاپه اولادونو او نورو باندي فرض ګرځولې، ده ته تر څو ته لکه ملغلره غوندې په عزت کې پاتې شې. او نارینه مکلف دی چې د کور دننه کارونه تاته پرېږدي او د بهر ټولو لویو او وړو کارو ته پخپله اوږه ورکړي.
په اسلام کې د غوره والي معیار تقوی ده :
په اسلام کې د غوروالي معيار تقوی ده ، قوميت ، نسب ،نرتوب يا ښځینه توب او رنګ لره اعتبار نشته ، عربي په عجمي باندې او سپين په تور باندې غوروالی نه لري بلکي ټول سره برابر دي ځکه چې اصل او بنسټ يې یو دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ . [الحجرات : 13]
ژباړه : اى خلقو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګاران دي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د حجة الوداع په ورځ آخري وصيت دا وو چې : يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ , وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ , أَلَا لَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى أَعْجَمِيٍّ وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ , وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ , وَلَا أَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ إِلَّا بِتَقْوَى اللَّهِ . (مسند عبد الله بن المبارك حدیث: 147)
ژباړه :ای خلکو ستاسو رب يو دی او ستا پلار هم يو دی خبر سئ عربي پر عجمي باندې هيڅ غوره والی نلري او نه هم عجمي پر عربي باندې غوره والی لري نه سپين په تور باندې او نه هم تور پر سپين باندې مګر غوره والی په تقوی سره دی.
3– د ملکيت حق :
اسلام انسان ته د ملکيت حق ورکړی دی ځکه چې دا د انسان فطري غوښتنه ده مګر د دغه حق څخه د استفادې کولو لپاره يې څه قيدونه ټاکلي دي ددې لپاره څو نورو ته ضرر ونه رسوي.
کمونستي نظام له شخصی ملکيت څخه انکار وکړ نو همدا وجه وه چې تر نن پورې يې خپله دغه باطله نظريه عملي نه کړله ،او د کمپيټلزم طاغوتي نظام خطر دا وو چې يوازې پر فردي مذهب ولاړ وو او ملکيت ته يې مطلقه آزادي ورکړې وه تر دې پورې چې د غلا او شکونې بڼه يې غوره کړې وه چې خلک يې لوټل او له هر څه څخه يې بې برخې کول او د هغوی خوارۍ او د تندي خولې يې خوړلې او حتی د هغوی وينې يې خوړلې .
او د دغو طاغوتي نظامونو په پرتله د اسلام اقتصادي نظام پر ملکيت باندې اعتراف کړی مګر د دغه حق لپاره يې قيدونه لګولي دي څو نورو ته ضرر و نه رسيږي د اسلام په اقتصادي نظام کې سود ، احتکار ، غرر او نور حرام دي ځکه چې ددې په وجه تولنې ته ضرر رسیږي اسلام د ملکيت داسې آزادي ورکړې ده چې د فرد او ټولنې دواړو مصلحتونه پکې خوندې دي .
4– د عدالت حق :
د حق خاوند ته د حق ورکول عدل بلل کیږي . په اسلام کې د شتمن او مسکین ،د نژدې او لیري هيڅ توپير نشته حق ، حق دی او هر څوک باید د خپل حق څښتن شي او دا د عدل جوهر او اصلي معنا ده .
د شريعت تطبيق پر ټولو يو شان دی پر قوي ، ضعيف ، فقیر او بی چاره ، حکمران او رعيت باندې يو شان د تطبيق وړ دي .
ځکه چې مصدر يې تر ټولو لوړ دی د چا خواهشات ، غوښتنې ، نظريات او ساختګې جوړ جاړی پکې ځای نه لري : {فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ} [المائدة : 48]
ژباړه: ته د دوى په منځ كې فیصله وكړه په هغه څه سره چې الله نازل كړي دي او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه، چې هغه حق پرېږدې چې تا ته راغلى دى.
رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوه خطبه کې وفرمايل : «لَوْ أَنَّ فَاطِمَةَ بِنْتَ مُحَمَّدٍ سَرَقَتْ لَقَطَعْتُ يَدَهَا .( صحيح البخاري حدیث: 175)
ژباړه : که چيري فاطمه د محمد (صلی الله عليه وسلم ) لور غلا وکړي نو زه به يې لاس پرې کړم (حد به ورباندې جاري کړم ).
اسلام د نړۍ پر مخ د وحشت د لمنځه وړلو ُ د عدل او عدالت د دنګو ماڼيو او هسکو دیوالونو دین دی . هر څوک د خپل عمل سزا ويني الله جل جلا له پر ځينو ګناهونو سزا مرتبه کړي ده او ځيني يې بیا بندګانو ته ورپریښي چې هغوی پخپله ورته سزا وټاکي . سزا ددې لپاره چې د نړۍ له مخه د ظلم ، تيري او وحشت کډه وکړي الله تعالی فرمايي: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ. [البقرة : 179]
ژپاړه : او تاسو لره په قصاص کې ژوند دی ای د عقل خاوندانو .
قصاص ددې لپاره روا کړل شوی دی چې ویني تویول ، ظلم او زياتي له منځه ولاړشي په مقابل کې يې امن ، استقرار او د ویني د ساتلو حق خوندي شي که څه هم د قاتل وژنه داسي یو فساد دی چې نفس له منځه ځي ، خو ځکه روا شوی چې د خلکو لپاره د ژوند او ویني ساتلو ګټه اومصلحت پکي نغښتی دی ، پدې سره عدالت قایمیږي او خلک په داسې ټولنه کي ژوند کوي چې د انصاف لویه بيلګه وي .
5– د کامل درناوي او احترام حق :
اسلام د انسان د ظاهري او معنوي احترام ساتلو حکم کړی او د هغه د هر ډول اهانت او سپکاوي څخه يې منع کړې ده :
د انسان د عزت او آبرو ساتلو په خاطر يې جاسوسي او غيبت حرام کړي دي : .وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا. [الحجرات : 12].
ژباړه : یو د بل عیبونه لټون ( جاسوسي ) مه کوئ.
او يو د بل سپکاوی او اهانت حرام دی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ. [الحجرات : 11]
ژباړه: ای مومنان ! یو قوم دې په بل قوم پسې مسخرې نه کوي .
او يو پر بل باندې ناوړه لقبونه ايښودل حرام دي: وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ . [الحجرات : 11]
ژباړه: او یو بل په بدو نومونو مه یادوئ .
او همدارنګه په اسلام کې له اجازې پرته د بل چا کور ته ننوتل حرام دي دا ددې لپاره چې له اجازې پرته د چا کور ته ننوتل د هغه بې احترامي ده .
او همدارنګه د انسان مال محترم دی په هغه باندې هيڅ ډول تيری جواز نلري: وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ . [البقرة : 188]
ژباړه : په خپل منځ کې د يو بل مالونه په ناروا مه خورئ.
اسلام یو داسې دین دی چې د خیر ، برکت او امن څخه عبارت دی . دا نه یوازې د خپل او پردي ، واقف او ناواقف ، لویو او کوچنیو ، حاکم او محکوم ، ښځو او سړو د هر چا حقوق تنظیموی بلکې د هغوی ادا کولو ته د عبادت په سترګه ګوري .
اسلام له همدې امله د انسانیت د نړۍ لپاره د پنځو شیانو ساتنه تضمینوی. د ځان ساتنه، د مال ساتنه ، د عزت ساتنه ، د دین ساتنه او د نسب ساتنه.
اسلام د انسان د ژوند او د هغه د شتمنیو ، د هغه د عزت ، د هغه د دین او د هغه د نسب ساتنې ته ډير پام کوي .
نو د الله د حقونو څخه وروسته ، کله چې موږ د بندګانو د حقونو په اړه غږیږو ، نو د یو انسان لپاره مهمه ده چې د بل انسان دغه پنځه شیانو ساتنه وکړي
د انساني ټولنې تر ټولو مهم غړي کورنۍ ده او د کورنۍ ترټولو مهم غړی والدین دي. وروسته لدې چې والدین د دوی پورې اړوند د معززو خپلوانو حقونه راځي. بیا لکه څنګه چې د انساني ټولنې اړیکې پراخېږي ، انسان نړیوال کیږي او په کائناتو کې د ټولو مخلوقاتو سره د هغه په زړه پورې اړیکې پیل کیږي. د هرچا لپاره لږ تر لږه حق خوږې خبرې دي.
ممکن د ژوند ټولو برخو څخه د هرچا لپاره د حقونو یو اوږد لیست شتون ولري ، مګر هغه څه چې خورا ډیر ټینګار یې کیږي ښه خبره او ښه وینا ده:
قَوْلٌ مَعْرُوفٌ وَمَغْفِرَةٌ خَيْرٌ مِنْ صَدَقَةٍ يَتْبَعُهَا أَذًى وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَلِيمٌ . [البقرة : 263]
خدای تعالی په قرآن مجید کی د مور او پلار سره د مهربانۍ او بخشش تذکره کړې ده ،په دې کی ژبې ته اساسي او مهم حیثیت حاصل شوی دی ، نو ځکه یې ویلي دي: وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا .[الإسراء : 23]
ژباړه : ستا رب دا پریکړه کړې ده له ده پرته د بل هیچا او هیڅ شي بندګي مه کوئ او له مور او پلار سره ښه چلند کوئ که ستا د شتون په وخت کې ددوی يو يا دواړه بوډاتوب ته ورسیدل ، نو اف کلمه مه ورته وایه او مه يې رټه ( په زوره ږغ مه پرې کوه ) بلکې عزتمندانه وینا ورته کوه .
هغه دوه شیان چې مخکې منع شوي دي د ژبې سره تړاو لري. د ژبې نه مور او پلار ته د اف کلمه هم مه کاروئ ، حتی په سختو الفاظو یې مه رټئ. د دې برعکس حکم دا دی چې له دوی سره په نرمۍ خبرې وکړئ. نرمي هم هغه ده چې رحم او مینه ورسره مل وي . دا ځکه فرمایل شوي چې زاړه مور او پلار په دې زوړ عمر کې تر ټولو زیات خوږې وینا ته اړتیا لری. تر هغه ځایه چې د دوی مادي اړتیاوې دي، که هغه ددوی بچیان هم پوره نه کړی ، نو د کایناتو څښتن به د دوی ملاتړ ته دوام ورکړي تر هغه چې دوی په دې نړۍ کې پاتي وي .
د اولاد لپاره تر ټولو مهم دادی چې د خپل مور او پلار پر وړاندې له زغم څخه کار واخلي ، لدوي څخه تنګ نشي او ددوي له بوډاوالی څخه باید ستړي نشي بلکې ددوي زړونه دخوږو او نرمو خبرو له لارې ترلاسه کړي .
دوی ته باور او امید ورکړئ او خوشحاله یې وساتئ رب العالمین خپلو بندګانو ته دا عمومي درس ورکړی رب العلمین فرمایي: وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا. [البقرة : 83]
ژباړه : او خلکو ته ښه وينا کوئ.
پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم د انساني ژوند هیڅ اړخ بي ارزښته نده ګڼلی په حدیث شریف کي راغلي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَنْ أَحَقُّ النَّاسِ بِحُسْنِ صَحَابَتِي؟ قَالَ: «أُمُّكَ» قَالَ: ثُمَّ مَنْ؟ قَالَ: «ثُمَّ أُمُّكَ» قَالَ: ثُمَّ مَنْ؟ قَالَ: «ثُمَّ أُمُّكَ» قَالَ: ثُمَّ مَنْ؟ قَالَ: «ثُمَّ أَبُوكَ». (صحيح البخاري حدیث: 2 )
ژباړه : له ابي هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې : يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل چې څوک پر ما باندې ډیر حقدار دی په ښه ملگرتيا کې ؟ نو رسول الله صلی عليه وسلم ورته وويل ستا مور (ډيره حقداره ده) هغه سړی وويل بیا څوک ؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل ستا مور.... هغه سړی وويل بيا څوک ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل چې ستا مور هغه سړی وويل بيا څوک ؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم څلورم ځل ورته وويل ستا پلار سبحان الله .
دا يو لوې شرف عزت او افتخار دی د ټولو ښځو لپاره چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغوی درې ځلې مکرر زيات حقدار د ښه ملگرتيا او ښې معاملې بولي او نارينه يې په څلورمه درجه کې حقدار گڼلی دی .
امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله دابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي :
وَاسْتَوْصُوا بِالنِّسَاءِ خَيْرًا. (صحيح البخاري حدیث : 26 و مسلم حدیث: 1091 )
ژباړه : يو بل ته دښځو په هکله ښه وصيت او سپارښتنه وکړئ .
وګورئ! د اسلام د مقدس دين کمال ته چې دښځو په خير او ښيګڼې باندې څومره زيات اهتمام کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل ټول امت ته امر کوي چې يو بل ته دښځو په باره کې ښه وصيت وکړئ ( يو بل ته پرښځو باندې د رحم او د هغوې سره دنيکي رويې په اړه وصيت وکړئ) .
د بندګانو د حقوقو په ادا کولو سره د انسانانو په خپل منځ کې ليري والی هم له منځه ځي او ددوی په منځ کې د محبت او یووالي فضا هم جوړيږي او بغض و عداوت هم له منځه ځي ؛ نو دا خبره مو له ياده ونه وځي چي هر انسان باید یوازي د خپل ځان په اړه د حقوقو څخه خبري ونکړي بلکې فرایض وپيژني او د حقوقو او فرایضو په منځ کي یو مناسب برابروالی وساتي ددې لپاره چې د چا حق ضایع نشي او د نړۍ ټول انسانان له عامه حقوقو څخه برخمن شي .
د الله تعالی څخه سوال کوم چې په خپلو منځو کي یو بل ته د احترام ، عزت او عامه انسانو حقونه کما حقه وسپارو او یو سمسور افغانستان ولرو.
د اهل بیت دیني او سیاسي مقام د اهل سنت له نظره:
د اهل بیت دیني او سیاسي مقام د اهل سنت له نظره: لیکوالان:استاد محسن حنیف،استاد نجیب الله عمري،مفتي محمد یوسف صدیقي . سریزه: د اهل بیت پر ارزښتونو اتفاق دی، خو په دې کي اختلاف دی چي اهل بیت څوک دي؟ نو پېژندني ته يې اړتیا لیدل کېږي. د اهل بیت یو نامتو شخصیت امام جعفر صادق (رح) دی چي په شرعي علوم کې ځانګړې تفقه موصوف د یوې ځانګړي تګلارې څښتن وګرځاوه. د وخت په تېرېدو امام جعفر صادق ته په نسبت شوې تګلاره یا مذهب کي ناسم شیان هم ګډ شوي چي دا هم ځینو ته د اندېښنې لامل دی. اهل سنت چې تر ډیره یې د قضایاوو په هکله قضاوتونه په سوچه شرعي نصوصو متکي دي، د دوی لخوا د امام جعفر صادق بې پرې هر اړخیزه پيژندنه به پر دغه ګل پرېوتی غبار لري کړي او په علمي لحاظ په ملي ژبه د څیړنې ځنځیر ته یوه کړۍ هم ور اضافه کړي. د پورته حقایقو په نظر کې نیولو سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لورې (امام جعفر صادق د اهل سنت له نظره) تر سرلیک لاندې یو ملي سمپوزیم په لاره اچول شوی او د مقالې لیکلو غږ یې هم کړی. دا مقاله د ټولو څیړنیزو معیارونو په نظر کې نیولو سره او د
Comments
Post a Comment