Posts

Showing posts from May, 2021

د روژې روحاني او ټولنیزې ګټې او فضایل

Image
                                   ليکوال : محمديوسف صديقي د تدريب ائمه استاد الحمدُ لِلَّهِ وكَفَى، وصَلَوَاتُ اللهِ وسَلاَمُهُ على عَبْدِهِ المصْطَفَى، نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ وعَلَى آلِهِ وصَحْبِهِ أَهْلِ الْوَفَى، وسَلَّمَ تسليمًا كثيرًا.أمَّا بعدُ: د روژی روحانی او ټولنیزی ګټی او فضایل د عباداتو هدف چې رب تعالی يې خپلو بنده ګانو ته د ترسره کولو امر کوي ، يواز ې او يواز ې د يو څو ځانګړو حرکتونو ترسره کولو هدف او مرام نه دی بلکې په دې ټولو کې د انسان د بدن او روح د اصلاح او روزنې مفهوم پروت دی ، پدې سره د کائناتو خالق غواړي چې انسان د مراتبو په لحاظ سره په باطني او ظاهري بڼه روزلو سره لوړ مقام ته ورسوي ، همدا لامل دی چې رب لایزال د خپل تخلیقي قدرت دغه فلسفه د عبادت د نظام په بڼه يو داسي روزنیز نظام انسان ته ورکړی دی چې بل هيڅ مخلوق ته نه دی ورکړل شوی . روژه د عبادت د الهي نظام يو له مهمو عناصرو څخه دی   . د روژې ځيني معنوي او ټولنیزې اغیزې ستاسو حضور ته وړاندي کوم ، تر څو لوستونکي د روژې په مبارکه میاشت کې د فکر او عمل له لارې د روژې د ظاهري او باطني آدابو په ترسره کولو سره د ر

د ماشومانو لپاره په زړه پوری دینی رساله په پشتو ژبه/ لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد

Image
د ماشومانو لپاره په زړه پوری دینی رساله   په پشتو ژبه بسم الله الرحمن الرحیم   پوښته  :  ته څوک يې ؟ جواب : مسلمان پوښتنه : دمسلمانانو د مذهب  (دين) نوم څه دی ؟ جواب : اسلام پوښتنه : داسلام کلمه کومه ده ؟ جواب : د اسلام کلمه داده لااله الا الله محمدرسول الله ژبا‌ړه :له خدای تعالی پرته بل دعبادت وړ(معبود)نشته محمد صلی الله علیه وسلم دالله رسول دی ، دې کلمې ته کلمه طيبه اوکلمه توحيد وايي . پوښتنه : دشهادت کلمه کومه ده ؟ ج جواب : دشهادت کلمه داده   اشهدُانّ لا اله الا اللهُ وحْده لا شريک له واشهدان محمدًا عبدُه ورسوله ژباړه : زه شاهدي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل خدای دعبادت وړنشته هغه يودی سيال نه لری اودا شاهدی ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم يي بنده اورسول دی .     Dal ly Motivational ورځنی تحرک  پوښتنه : ايمان مجمل کوم دی ؟   جواب : ايمان مجمل داده آمنتُ بااللهِ کماهُوباسمائه وصفاته وقبلتُ جميع احکامه اقرارٌبِاللّسَانِ وتَصْدِيْق ٌ بِالْقَلْبِ ژباړه : ايمان مې راوړی (باور اويقين مې کړی ) پرالله باندې لکه څرنګه چې دی اود هغه په نومونواوصفتونوباندې مې ايمان راوړی اوټول حک

Popular posts from this blog

د ماشومانو لپاره په زړه پوری دینی رساله په پشتو ژبه/ لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد

د اهل بیت دیني او سیاسي مقام د اهل سنت له نظره:

د اسلام له نظره د ماشومانو حقونه/Children's rights from an Islamic perspective