Image
په اسلام کې د بندگانو حقوق: لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد اسلام انسان ته په ډير ستر عزت او اکرام قايل دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا [الإسراء : 70] ژباړه: {او یقینًا مونږ د آدم اولادې ته ډېر عزت وركړی دی او مونږ دوى (په سورلیو باندې) په وچه كې او په سمندر كې سواره كړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي. د نړۍ د هر مذهب او ملت تعلیمات د دې خبرې ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي چې د هغه پیروان په امن او سلامتي کې ژوند وکړي ترڅو د انساني پرمختګ سرچینې په سم لور رواني شي او د ټولو انسانانو هوساینه تامین شي. اسلام د ټولو انسانانو لپاره حقونه وړاندیز کړي دي چې بشپړول يې اسانه دي ، مګر قرباني ته اړتیا لري. په اسلام کې چې کوم حقوق انسان ته ورکړل شوي دي ، هغه د انسانانو او ټولو مخلوقاتو د خالق (جل جلاله ) له لورې ورکړل شوي دي چې د مخلو...

د ماشومانو لپاره په زړه پوری دینی رساله په پشتو ژبه/ لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد

د ماشومانو لپاره په زړه پوری دینی رساله

 

په پشتو ژبه

بسم الله الرحمن الرحیم 

پوښته  :  ته څوک يې ؟

جواب : مسلمان

پوښتنه : دمسلمانانو د مذهب  (دين) نوم څه دی ؟

جواب : اسلام

پوښتنه : داسلام کلمه کومه ده ؟

جواب : د اسلام کلمه داده

لااله الا الله محمدرسول الله

ژبا‌ړه :له خدای تعالی پرته بل دعبادت وړ(معبود)نشته محمد صلی الله علیه وسلم دالله رسول دی ،

دې کلمې ته کلمه طيبه اوکلمه توحيد وايي .

پوښتنه : دشهادت کلمه کومه ده ؟

ج

جواب : دشهادت کلمه داده

 

اشهدُانّ لا اله الا اللهُ وحْده لا شريک له واشهدان محمدًا عبدُه ورسوله

ژباړه : زه شاهدي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل خدای دعبادت وړنشته هغه يودی سيال نه لری

اودا شاهدی ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم يي بنده اورسول دی .

 

 Dally Motivational ورځنی تحرک 

پوښتنه : ايمان مجمل کوم دی ؟ 

جواب : ايمان مجمل داده

آمنتُ بااللهِ کماهُوباسمائه وصفاته وقبلتُ جميع احکامه اقرارٌبِاللّسَانِ وتَصْدِيْق ٌ بِالْقَلْبِ

ژباړه : ايمان مې راوړی (باور اويقين مې کړی ) پرالله باندې لکه څرنګه چې دی

اود هغه په نومونواوصفتونوباندې مې ايمان راوړی اوټول حکمونه يې مامنلي دي ژبه سره يي اقرارکوم او زړه سره يي تصديق کوم .

 

پوښتنه : ايمان مفصل کوم دی ؟

جواب : ايمان مفصل دادی :

آمنتُ باالله وملائکته وکتُبه وُرسُله واليومِ الاخِرِوالقدر خيره وشرّه منَ اللهِ تعالی والبَعْثِ بَعْدَ الموت

                            ژباړه : ايمان مې راوړی پرالله باندې پرملائکويې اودهغه کتابونواودهغه پررسولانو،دقيامت پرورځې اوپه دې چې دښه اوبدتقدير        
                                          دالله تعالی له لوری دی اوله مرګه وروسته پرژوندي کېدلوباندې.

دعا قنوت

اللهُمّ انّانستعينُک ونستغْفرُک ونُؤمنُ بک ونتوکّلُ عليْک ونُثْني عليْک الخيْر ونشْکُرُک ولانکفرُک ونخلعُ ونتْرُک منْ يفْجُرُک اللهمّ ايّاک نعبُدولک نُصلي ونسْجُدُ واليْک نْسعی ونحفدُونرجُورحمتک ونخْشی عذابک انّ عذابک بالْکفّارمُلْحق

ژباړه :يا الله! موږله تانه مرسته اوبښنه غواړو اوپرتاايمان لرو ، پرتا توکل کوو،ستاغوره ستاينه کوو، ستاشکرادا کوو ، ناشکري دې نه کوو ، له هغه چاسره پرېکون اود اړيکوشلون کوو چې له تاسره پرېکون کوي ،

خدايه !يواځې ستاعبادت اوستا لمانځنه کوو ،تاته موسجده ده ، ستاپرلور پنا دروړو،درځغلو،يواځې ستادلورينوهيله من يواوستاله عذابه وېرېږو،بي شکه چې ستاعذاب کافرانوته رسيدونکی دی .

آياية الکرسی

اللّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ لَّهُ مَا فِي السَّموتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّموتِ وَالأَرْضَ وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ .

ژباړه :الله هغه ذات دي چې دهغه نه سوا بل معبود نشته هغه ژوندی دی قايم ساتونکی دی هغه ته پرکالی نه راځی نه خوب دهغه دی څه چې په آسمانونوکې دي اوڅه چې په زمکه دي څوک دی چې دهغه داجازت نه بغير دهغه جناب کې (دچا)سفارش وکړي هغه ته هرڅه معلوم دی چې څه خلکوته پيښيږي اوڅه چې دهغوی نه پس کيدونکی اوخلق دهغه دمعلوماتونه په هيڅ څيز احاطه نشی کولای خوڅومره چې هغه وغواړی دهغه کرسئ آسمانونو اوزمکې باندې حاوی ده اودهغوئ حفاظت هغه نه ستړی کوی اوهغه عالی شان اوعظمت واله دی .

 


دلته کلک وکړئ په زړه پوری مضامین وګورئ

داسلام کلمې

اوله : کلمه طيبه

لااله الا الله محمدرسول الله

ژبا‌ړه :له خدای تعالی پرته بل دعبادت وړ(معبود)نشته محمد صلی الله علیه وسلم دالله رسول دی ،

دوهمه کلمه شهادت

اشْهدُانْ لااله الااللهُ وحْده لاشريْک له واشْهدُانّ محمدًعبْده ورسُوُله

ژباړه : زه شاهدي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل خدای دعبادت وړنشته هغه يودی سيال نه لری

اودا شاهدی ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم يي بنده اورسول دی .

 

دريمه کلمه تمجيد

سبحن الله والحمدلله ولا اله الا الله والله اکبر ،ولا حول ولا قوّة الا باالله العليّ العظيم

ژباړه : خدای پاک دی ،ستاينې هغه ته دي ، له خدايه پرته دعبادت وړبل ذات نشته ، خدای پاک لوی دی ، له ګناوودساتنې اودنيکو کارونودکولوتوفيق يواځې هغه ورکوي ، هغه دلويي اوبرم څښتن دي .

څلورمه کلمه توحيد

لا اله الا الله وحده لاشريْکَ له  له المُلْکُ ولهُ الحمْدُ يُحْی ويُميتُ وهُوحیّ ٌ لايموتُ ابدًا ابدًا ،ذُوالجلال والاکرام ، بيده الخير وهُو علی کُل شیٍ قدير .

ژباړه :له خدايه پرته بل دعبادت وړذات نشته ، هغه يودي ،سيال نه لري ،واک اوسباينې هغه لره دي ،ژوندي کول اومړه کول هغه کوي ،تل به ژوندی وي ،دعزت اوبرم څښتن دی اوښېګڼه يې په واک کې ده په هرڅه ځواکمن دی .

پنځمه کلمه استغفار

استغفرالله ربی منْ کُل ذنبٍ اذنبْتُه عمدًااوخطا‌ءً سرّا اوعلا نيّةً واتُوْبُ اليه من الذّنْب الذیْ اعلمُ ومن الذّنْب الذیْ لا اعْلمُ انّک انت علاّم الغُيُوْب وستّارُالعيوب وغفّارُالذُنُوب ولاحوْل ولا قُوّة الا باالله العلیّ العظيم .

ژباړه :زه له هغه ذاته بښنه غواړم چې زماخدای دی ،له هرې هغې ګناه څخه چې په لوی لاس اويا په هېره سره مې کړې وي ،په پټه سره اوياپه ښکاره ډول ،دهغه په دربار کې له هرې ګناه چې ماته ښکاره وي اويا وې څرګنده توبه باسم . 

شپږمه کلمه ردکفر

اللهمّ انّي اعُوْذبک من انْ اُشْرک بک شيًءوانا اعْلمُ به واسْتغْفرُک لما لا اعْلمُ به تُبْتُ عنْه وتبرأتُ من الکُفر والشِّرک والْکِذْب والغيْبة والبدْعة والنّميْمة والفواحش والبُهْتان والمعاصی کُلها واسْلمْتُ واقُولُ لا اله الا اللهُ محمْدُ رسُولُ الله .

ژباړه : خدايه !زه پناه غواړم له دې څخه چې له تاسره بل سيال وګڼم اوزه پردې پوهيږم اودغه رازله هغه شرک څخه چې پرې نه پوهيږم خدايه تاته توبه باسم له هرکفر،شرک ،درواغو،غيبت ،بدعت ،چغل خوري ،سپکوسپورو،تورلګولواوټولوګناووڅخه ،ماايمان راوړی اووايم چې له خدای تعالی پرته بل دعبادت وړ(معبود)نشته محمد صلی الله علیه وسلم دالله تعالی رسول دی .

 

د آذان نه ورسته بايد دا دعا وويل شي :

اللهمّ ربِّ هذه الدَعوةِ التّامّةوالصلوة القايمةآتِ محمدنِ الوسْيلة والفضْيلة وابعثه مقاما محمود نِ الذي وعدتّه ا نّک لا تُخلف الميْعاد .

 

خدايه !ددغې کاملې بلنې اوريدونکيه اولمانځه پالونکيه ! محمدa ته وسيله (دجنت يوه درجه ) ورکړه اولويي وروبښه ، محمود مقام ته يې ورسوه هغه چې تا ورسره ژمنه (وعده) کړې بېشکه ته دخپلې وعدې پالونکی يې . 

مسله :پورته دعا په لاس اوچتولوسره غوښتل هيچرته ثابت نه دی .

مسله :دې دعا نه ورسته څوک چې دخپل حاجت لپاره دعا وغواړې نومنظوريږی حديث شريف کې دی چې کومه دعا چې دآذان اواقامت مينځ کې اوغوښتل شی هغه نه رد کيږي .


 Dally Motivational ورځنی تحرک 

دلمانځه طريقه

الله اکبر

الله جل جلاله ډيرلوی دی .

ثناء

سُبْحَانَکَ اللهُمّ وبِحَمْدِکَ وتَبَارَکَ اسْمُکَ وتَعَالی جَدّ ُکَ وَلَا الهَ غَيْرُک .

.‎ژباړه :ای الله ! پاکې اوستاينې يواځې تالره دي اونوم دې مبارک دی ،شان دې لوړدی اوله تاپرته بل معبود نشته .

تعوذ

اعُوذباالله من الشّيطان الرّجيم

ژباړه : زه خدای پاک ته پناه وروړم چې له رټلي شيطان څخه مې وژغوري .

تسميه

بسم الله الرحمن الرحيم

ژباړه :دالله جل جلاله په نامه پيل کوم چې لورونکی اومهربانه دی .

سورة فاتحه

اْلحمدلله ربّ العلميْن ۲ الرّحمن الرحيْم۳ ملک يوم الدّين ۴ ايّاک نعبدوايّاک نستعينُ ۵ اهْدنا الصراط المُسْتقيْم ۶ صراط الذيْن انعمْت عليْهم غيْرالمْغضُوب عليْهم ولاالضّآلّين .

ژباړه :دټول عالم پالونکي ته ثناده چې لورونکی اومهربانه دی،دقيامت دورځې خاونددی خدايه !يواځې ستاعبادت کوواويواځې له تانه مرسته غواړو،موږته نيغه (سمه)لاره راوښيه ،دهغولارچې تاپرې نعمتونه لورولي دي ،نه دهغولارچې ته ورته قهريدلی يې اونه هم دبيلاروخلکولار.

سورت کوثر

انّا اَعْطَيْناکَ الکوْثَر۱ فَصَلّ لِربّکَ وانْحَرْ۲ انّ شَانِئَکَ هُوَالأبْتَر۳

ژباړه :ای پيغمبره !له شک پرته موکوثر(حوض)درکړی ،خپل خدای ته لمونځ اوقرباني کوه ،ستادښمن بې نومه اوبې نښانه دی .

 

درکوع تسبيح

 

سُبْحَانَ ربّيَ العَظِيْم

ژباړه:زمالوی رب ته پاکی ده .

 

دقومې (له رکوع څخه دولاړېدو) تسميع

سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَه

ژباړه :الله جل جلاله دثناويونکوستاينه واورېده.

دقومې تحميد

 

ربّنَالکَ الْحَمْدُ

ربه ! ټولې ستاينې ستالپاره دي .

 

دسجدې (په ځمکه دسرکيښودو) تسبيح

 

سُبْحنَ ربِّیَ الْاَعْلی

زمادرب شان ډيرلوی دی.

تشهد

التحياتُ لله والصلوتُ والطيّباتُ السّلامُ عَلَيْکَ ايّهَاالنّبِیُّ ورحْمة الله وبرکاتُه السّلَامُ عَلَيْنَا وعَلی عِبَادِاللهِ الصَالِحِيْنَ اشْهَدُانّ لَاِاله الاللهُ واشْهَدُ انّ محمداً عبدُه وَرَسُوْلُه.

ژباړه :ثنا،ستاينې اوپاکی خدای لره دي ،ای نبي !پرتادې سلام ،دخدای رحمت اوبرکتونه وي ،پرموږاودخدای پرنيکوبنده ګانودې سلام وي،شاهدی ورکوم چې بې له خدايه بل معبود نشته اوشاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم دخدای بنده اورسول دی .

درودشريف

اللَهُمّ صَلّ عَلی مُحَمْدٍ َوعلی َالِ محمدٍکمَاصَلَيْتَ علی ِاْبرَاهِيْمَ وعلی اَلِ ِابْرَاهيْمَ اِنّک حَمِيْدٌ مَجِيْداللهُمّ بَارِکْ علی محمدٍوعلی َالِ مُحمدٍکمابَارَکْتَ علی ابراهيْم َوعلی اَلِ ابراهيْمَ انّکَ حَمِيْدٌمَجِيْد.

ژباړه :ياالله !پر محمد صلی الله علیه وسلم اودهغه پرکورنۍ رحمت ووروه ،لکه پر ابراهيم علیه السلام اودهغه پرکورنۍ دې چې لورولی ؤ بيشکه ته ستايلی او لوی يې ، ياالله ! پر محمد صلی الله علیه وسلم اوهغه پرکورنۍ برکتونه ووروه ،لکه پر ابراهيم  علیه السلام  اودهغه پرکورنۍ دې چې ورولي وو ،بيشکه ته ستايلی اولوی يې.


 

له درود ورسته دعا‌ء

ربّنَاآتِنَافِی الدّنْيَا حَسَنَةً وفِي الآخِرةِحَسَنَةً وقِنَاعَذَابَ النّار

 

ژباړه :(خدايه ! په دنيا کې نعمت اوپه آخرت کې جنت راکړه اود دوزخ له اوره مووساته ) .


 

سلام

السّلامُ عَليْکُمْ ورحْمَةُ الله ِ

پرتاسودې سلام اودخدای رحمت وي .

 

داسلام ۵ بناوي دي

 


1- کلمه          ۲- لمونځ             ۳- روژه                 ۴- زکات                      ۵- حج . 

اسماني کتابونه ۴ دي

 

تورات :                    زبور    :                    ا نجیل    :                     قرآ نکریم

 

۱  تورات   :   تورات په موسی  علیه السلام نازل شوی  دی .

۲ -     زبور     :   زبور په حضرت داود علیه السلام نازل شوی دی  .

۳ -     انجيل    :   انجيل په حضرت عيسی  علیه السلام نازل شوی دی  .

۴ -    قرآنکريم  : قرآنکريم په حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی .


دفرض ، واجب اودسنتو تعريف وکړئ ؟

فرض : چې په قطعي دليل سره ثابت وي ، دفرضوانکارکونکی کافردی اوله عذرڅخه پرته پريښونکی فاسق اودعذاب وړګڼل کيږي .

فرض عين : چې کول يې په هر مسلمان ضروری وي ، له عذرپرته پريښوونکی يې فاسق اوګناهګاردي.

فرض کفايي : چې ديوه يا دووکسانوپه کولوسره دټولوخلکوغاړه خلاصږي اوکه هيڅوک يي هم ونکړي نوبيا ټول ګناهګار بلل کيږي .

واجب : چې په شکمن (ظنی)دليل سره ثابت وي نه منونکی يې کافرنه دی له عذرپرته پريښونکی دعذاب مستحق دي .

سنت :چې هغه درسول الله صلی الله علیه وسلم يا صحابه کراموکړی وي اويا يې دهغه په کولو امرکړی وي .

سنت په دوه ډوله ده :        ۱- سنت موکده                  ۲- سنت غيرموکده

سنت موکده :هغه کارچې رسول الله a تل کړی وی اويا يي دکولوامرکړی وي اوتل يي کړی هم وي پدې معنی چې له عذره پرته يې هېڅکله هم پريښی نه وي ،اوبي له عذره پريښودل ګناه ده .

سنت غيرموکده :هغه ته وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  زياتره وخت کړی وي خوکله نا کله يې له عذره پرته پريښی هم وی ،اوپه پريښودلويې ګناه نشته .

نفل :چې فضيلت يې له شريعت نه ثابت وي چې په کولويې ثواب اوپه نه کولو يې عذاب نه وي همدې ته مندوب اومستحب هم وايي .

مباح :هغه کارته وايي چې په کولو يې ثواب اوپه نه کولو يې ګناه اوعذاب نشته .

 

حرام :داسې کارته وايي چې ناروا والی يې په يقينی اوقطعی دليل سره ثابت وي کونکی يې فاسق اوعذاب وړبلل کيږي اوحلال ګڼونکی يي کافر دي

 

حرام په دوه ډوله دي

مکروه تحريمی : داسې کارته وايی چې حرمت يې په ظنی دليل سره ثابت وي ،منکر يې کافر نه دی خوکونکی يې بياهم ګناهګار دی .

مکروه تنزيهی : په کولو کې که څه هم ګناه نشته ؛خويوډول بدکار دی .


 

د اوداسه فرايض ۴ دي  .

 

1-  دمخ مينځل چې دسردوېښتانودشنه کېدوله ځايه نيولې دزنې ترلاندې پورې ،ديوه غوږله نرمۍڅخه نيولې دبل غوږترنرمۍ پورې دي  .

2-  دواړه لاسونه ترڅنګلوپورې وينځل  .

3-  دسردڅلورمې برخې مسح کول .

4-  ددواړوپښومينځل تر(ښينګرو) پورې . 

په اوداسه کې ۱۳ شيان سنت دي

 

1- داوداسه نيت کول  .

2-  په شروع کې بسم الله الرحمن الرحيم ويل  .

3-  ترمړوندو دواړه لاسونه مېنځل .

 4-  مسواک وهل  .


5-  خوله مېنځل

6-  دری وارې په ښی لاس پوزې ته اوبه اچول  .

7-  د ږيرې خلالول

8-  دلاسواوپښود ګوتوخلالول . .

9-  هراندام درې وارې مينځل .

10-  دټول سرمسح ،يعنی لوند لاس پرسرتيرول  .

11-  دواړه غږونه مسح کول  .

12-  په ترتيب سره د اندامونومينځل  .

13-  پيوسته اودس کول داسې چې يواندام لا وچ شوی نه وي سمدلاسه بل اندام پريمنځل  .

په اوداسه کې ۵ مستحبات دي

۱ـ دښي اندام نه پيل کول .

۲ـ څټ مسح کول .

۳ـ ‌دبل چا نه مرسته نه غوښتل .

۴ـ قبلې ته مخامخ کښېناستل .

۵ـ پرپاک اولوړځای باندې اودس کول .

په اوداسه کې ۴شيان مکروه دي

۱ـ پرناپاکه ځای اودس کول

۲ـ په ښي لاس دپوزې پاکول

۳ـ په اوداسه کې دنياوي خبری کول .

۴ـ دسنت طر يقې پرخلاف اودس کول .

اودس په ۸ شيانوسره ماتيږي

۱-  غټې اووړې بولې کول ،يا دهمدې دوو شرم ځايونوڅخه ديوبل شي وتل  .

۲- بادپريکيدل (دشاڅخه هوا وتل ).

۳-  دبدن ديوې برخې څخه د وينې اونوونو (زوی)بهيدل .

۴-  په ډکه خوله کانګې (قی) کول  .

۵-  په پروتي اوياډډوهلوسره ويده کېدل

۶- دناروغۍ اويا بل څه له امله بي هوښه کېدل .

۷- ليونتوب.

۸- په لمانځه کې په زوره خندل .

 

دلمانځ فرايض ۱۳ دي  ۷  دلمانځ څخه خارج دی ۶دلمانځه دننه دي .

 

 

دلمانځه خارجي فرايض ۷ دي

۱- دبدن پاکوالی                                                         ۵- دلمانځه دوخت پيژندل

۲- د کاليوپاکوالی                                                       ۶- قبلې ته مخ کول

۳- دځای پاکوالی                                                         ۷- نيت کول

                                                                                       ۴ - عورت پټول  

 

دلمانځه داخلی فرائض ۶ دي  :

1تکبيرتحريمه ويل يعنی الله اکبر ويلوسره مونځ شروع کول

2-  قيام کول يعنی اودريدل .

3-  قرائت يعنی قرآن مجيد لوستل  .

4-  رکوع کول  .

5-  دواړه سجدې کول   .

6- آخري قعده کې التحيات په مقدار ناسته    .

 

په لمانځه کې ۲۱ سنت دي

 

1-       تکبير تحريمه ويلونه مخکې دواړه لاسونه غوږونوته وچتول  .

2-      د دواړولاسونوګوتې خپل حال باندې پرانستل اوقبلې رخ ساتل .

3-      تکبيرويلوسره سر نه ښکته کول .

4-      دامام تکبيرتحريمه اويو رکن نه دوهم رکن ته دتلوتمام تکبيرونه بقدرحاجت بلندآوازسره ويل

۵-  ښی لاس ګس لاس باندې دنامه دلاندې تړل .

۶-  ثناء لوستل  .

۷-  تعوّذيعنی اعوذ باالله آخر پورې لوستل .

۸  -  بسم الله الرحمن الرحيم لوستل .

۹-  دفرض مونځ دريم اوڅلورم رکعت کې سورة فاتحه لوستل  .

۱۰-  دسنت موافق قراءت کول  .

۱۱-  رکوع اوسجده کې کم نه کم دری ځله تسبيح لوستل .

۱۲-  رکوع کې سراوملا برابرول .

 

۱۳-قومه کې امام لره  سمع الله لمن حمده لوستل .

۱۴- اومقتدی لره ربّنا لک الْحمدُ لوستل .

۱۵-  اومنفردلره تسبيح اوتحميد دواړه لوستل .

۱۶-  سجدې ته تلونه مخکې ګونډې بيا دواړه لاسونه بيا تندی ايښودل .

 

۱۷-  جلسه اوقعده کې ګسه پښه غزولوسره په هغې کيناستل اوښۍ پښه داسې ودرول چې دهغې دګوتوسرونه قبلې طرف ته وي ولاسونه په ورنونوباندې وي  .

۱۸-  تشهّدکې اشهدانْ لا اله الا الله باندې دشهادت ګوتې سره اشاره کول .

۱۹-  آخری قعده تشهد نه پس درود شريف لوستل  .

۲۰-  درودشريف نه پس دعا لوستل  .

۲۱-   اول ښی طرف ته بيا ګس طرف ته سلام ګرځول .

 

په لمانځه کې ۱۴ شيان واجب دي

1-      دفرض لمانځه په اولودوو رکعتونوکې قرائت کول .

2-      دفرض لمانځه له دريم اوڅلورم رکعت څخه پرته دهرلمانځه په ټولو رکعتونوکې سورت فاتحه ويل

3-      دفرض لمانځه په لومړيودوو رکعتونواود واجبو،سنتواونفل لمنځونوپه ټولورکعتونوکې له سورت

4-      فاتحې نه وروسته يوسورت يا يوغټ آيت اويا دری واړه آيتونه لوستل .

5-      دسورت نه مخکې فاتحه ويل .

6-      دلمانځه دبرخو(قرائت ،رکوع ،سجدې ) اوټولو رکعتونوترمنځ دترتيب لحاظ ساتل داسې چې ترپايه پورې په ترتيب سره يوپربل پسې اداشي  .

7-      قومه کول ،يعني درکوع څخه نيغ ولاړيدل .

8-      جلسه (ددواړوسجدوپه منځ کې سمه ناسته کول ) .

9-      دلمانځه د ارکانوتعديل معنا دا چې رکوع ، سجده او د لمانځه نور ارکان په ښه توګه  ادا کول .

10-  ړومبۍ قعده يعني په درې اوڅلور رکعتي لمونځونوکې له لومړيودوو رکعتونو وروسته د تشهد (التحيات ) په مقدار سره کيناستل   .

10- په دواړوقعدوکې تشهد (التحيات ويل  .

11-  دامام لپاره دسهار،ماښام ،ماخستن ،جمعې ، اخترونو،ترايح اوروژې مبارکې په وتروکې په لوړ آواز قرائت کول  .

12-  دسلام په توري سره له لمانځه څخه وتل  .

13- په وتروکې دقنوت لپاره تکبيراوبيا دعا‌ء قنوت ويل    .

14-  د دواړواخترونوپه لمنځونوکې زائد تکبيرونه ويل .


 Dally Motivational ورځنی تحرک 

په غسل کې ۳ شيان فرض دي

غسل په معنی وينځل د ټول بدن دي  .

1-  خوله مينځل .

2-  دپوزې مينځل .

3-  ټول بدن مينځل.

په غسل کې ۵ سنتونه دي

 

1-  ترمړوندوپورې دواړه لاسونه مينځل.

2-  استنجاکول ،اودبدن پرکوم ځای چې نجاست وي ،هغه لرې کول .

3-  دپليتۍ دلرې کولوپه نيت غسل کول .

4-  لومړی اودس کول  .

5-  دری وارې پرټول بدن اوبه تېرول  .


دتيمم احوال

پوښتنه : تيمم څه ته وايي ؟

جواب : پرپاکه خاوره ياپرداسې پاک شي چې دخاورو حکم ولري له حکمي نجاست څخه پرې دبدن پاکولوته تيمم وايي

پوښتنه : تيمم کله روا دي ؟

جواب : کله چې اوبه نه وي اويا داوبوله کارولوناروغي پيداکيږي اويا هم دناروغي دزياتوالي انديښنه وي ،نوبياتيمم روا دي

پوښتنه :د اوبود لريوالې حد څه دي ؟

جواب : دا چې اوبه يوميل (يونيم کيلومتر) لرې وي .

پوښتنه : تيمم په کوموشيانوکيږي ؟

جواب : پرپاکه خاوره ،ريګ ، تيږه ، چونه دخاورې په خام پا پاخه لوښي چې غوړنه وي ، دغه رازدګچوپرديوال اوپرسره ملتانۍ خاوره اوپرپاک ګردهم تيمم کيږي 

پوښتنه : پرکوموشيانوتيمم نه کيږي ؟

جواب : پرلرګي،اوسپنې ،سرو زرو ،سپينوزرو،ميسو،پيتلو ،المونيم ،شيشه ،سرپو ،غنمو،وربشو،جامواواېرو پردې ټولوشيانوتيمم نه کيږي .

پوښتنه : که يوچا ديوه وخت دلمانځه لپاره تيمم وواهه ؛نودبل وخت لمونځ هم پرې کولای شي اوکه نه؟

جواب : په يوه تيمامه سره څوچې (په کوم لوی او واړه اودس ماتي) مات نه شي دډيرووختونولمونځونه پرې کېدلای شي ، دغه راز دفرض لمانځه لپاره چې کوم تيمم شوی وي په هغه سره فرض ،نفل ،لمونځ ،دقرآن کريم تلاوت ، دجنازې لمونځ ،سجده تلاوت اونورټول عبادتونه کيږي .

دتيمم نيت اوطريقه

 

په تيمم کې  نيت فرض دی لمونځ کونکې بايدداسې نيت وکړي: نيت کوم دتيمم لپاره چې بدن مي پاک اولمونځ راته روا شي

عملي طریقه

اول نيت وکړه داسې چې دناپاکي د ليرې کولو اود لمانځه د کولو لپاره تيمم وهم بيا دواړه چمبې پرپاکه خاوره ووهه او ويې څنډه که خاورې ډيرې وې ، نوپوه يې کړه او دواړه لاسونه پرمخ داسې تېر کړه چې هيڅ يوځای پاته نه شی ، که ديوه ويښته په کچه هم ځای پاتی شي تيمم نه کيږي دوهم ځل دواړه لاسونه په خاوره ووهه او ويي څنډه ! لومړی د چپه لاس څلور ګوتې د ښي لاس د ګوتوبه دښي لاس په لاندينۍ برخه لاس تيرشی ، بيا دچپه لاس ورغوی دښی لاس په پورته خوا باندې دڅنګلوله لوري ترګوتوپورې تېرکړه ،بيا همدغسې ښی لاس په چپه تير کړه ورپسې ګوتې خلال کړه اوکه دې ګوته په ګوتې وه دهغې کښل يا ښورول ضروري دي  .

په تیمم کي ۳ شيان فرض دي .

 

1- نيت کول.

۲-   دواړه لاسونه (چمبې) په خاورو باندې وهل اوپرمخ يې تېرول .

۳-  دواړه چمبې پر خاوره وهل اوپردواړو څنګلويې تېرول . 

پوښتنه :دجنازې لمونځ فرض ،واجب اوکه سنت دي ؟

جواب : دجنازې لمونځ فرض کفايي دی په دې معنا چې يويا دوه مسلمانان يې وکړي دنوروټولوغاړه خلاصه ده اوکه يويې هم ونه کړي نوټول ګناهګاران شو.

دجنازې لمونځ

دجنازې لمونځ فرض کفايی ده څوک چې دجنازې په ځای کې موجود وي نوپه هغه باندې ضروري ده چې له څلوروتکبيروسره يې ادا کړي .

 

د جنازې دلمانځه نيت

دجنازې نيت : خدايه يوازې تاته دجنازې لمونځ اودې مړی ته دبښنې دعا اوپه دې امام پسې اقتدا‌ء کوم بيا به امام په زوره اومقتدي به په کراره تکبير ووايي .

دتکبيراول نه پس به ثناء وايي : سُبحَانَکَ الَّلهُمَ وَبِحَمدِکَ وَتَبَارَکَ اسمُکَ وَتَعَالی جَدُکَ وَجَلَّ ثَنَاءُکَ وَلَآاِله غَيرُکَ .

له دوهم تکبيرڅخه ورسته به درودشريف وايي  اللَّهُمَّ صَلَّ عَلَی مُحَمَّدٍ .

له دريم تکبير نه ورسته به دا دعا ووايي :الَّلهُمَ اغَفِرلِحَيّنَاوَمَيّتِنَا وَشَاهِدِنَاوغَائِبنَا وَصَغيرنَا وکَبِيرِنَا وَذَکَرِنَا وَأنثنَا الَّلهُمََّ مَنْ اَحييتَهُ مِنَّا فَاَحيه عَلَی الاسلام وَمَن تَوَفَّيتَهَ منّا فَتَوَفِّه علَی الا يمَانِ  .

دنابالغ ماشوم په جنازه کې به دا دعا وايي :اللهمّ اجْعلهُ لنا فْرطًا وجعلْهُ لنا اجْرًا وذُخْرًا واجعلهُ لنا شافِعًا ومُشفّعا .

دنابالغې ماشومې په جنازه کې به دادعاوايي:اللهمّ اجْعلهُا لنا فْرطًا وجعلْهَا لنا اجْرًا وذخْرًا واجعلهَا لنا شافعًة ومُشفّعة .

سجده تلاوت

طريقه سجده : داده چې  ودريږي اوپه تکبيرسره سجده وکړي اوبيا په تکبيرسره راپورته شي اوپه ناسته سره هم روا ده  .

پوښتنه : په قرآن کريم کې څوسجدې دي ؟

جواب :په قرآن کريم کې ټولې سجدې څوارلس ۱۴ دي

پوښتنه : که چيرته يوڅوک د قرآنکريم دتلاوت پرمهال مخکنی اوورستنی ايت ووايي يواځې دسجدې ايت پريږدي دا کارڅنګه دي .

جواب : دا کارمکروه دي .



 

مکروه وختونه ۶ دي

په دې وختونوکې لمونځ کول مکروه دي .

۱- دزوال وخت ۲- نمرپريوتووخت ۳- نمرراختووخت ۴- دمازديګرلمونځ نه پس سنت اونفل کول

۵- دسهار لمونځ نه پس سنت اونفل کول .۶- داخترپه ورځ نمرختونه پس اود اختردمونځ نه مخکې سنت اونفل کول مکروه دي

جومات ته د داخليدو دعا :

اللهُمّ اَفْتَحْ لِیْ اَبْوابَ رَحْمَتِکَ

ای الله زما لپاره درحمت دروازې خلاصې کړې . 

جومات کې ناست سړی بايد دا ووايي

سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُللهِ وَلاَ اِلهَ الاّالله ُ واللهُ اَکبرُ.

الله پاک دی اوټول تعريفونه الله لره دی اود الله نه سوا هيڅوک معبود نشته اوالله دټولونه لوی دي. 

جومات نه دراوتلودعا

اللهُمّ انّي اَسْلُکَ مِنْ فَضْلِک وَرَحْمَتِکَ

ای الله تانه ستا دفضل سوال کوم اودرحمت ستا .

داودس شروع کولودعا

بسم الله الرحمن الرحيم

 

داودس په مينځ کې دعا

اللهمّ اغْفرلِیْ ذَنْبيْ ووسّعْ لیْ فی داریْ وبارکْ لیْ فیْ رزْقیْ اللهم اجْعلنیْ منَ التوّابيْن واجعلْنی من المُتَطهّريْنَ

ای الله زما ګناه وبښې اوزما کورکې پراخی راولې اوزما روزی کې برکت واچوې ای الله ما دتوبه ګارانونه اودپاک الله دپاکوبندګانونه جوړکړې

داودس نه ورسته دعا

اشْهدُانْ لااله الااللهُ وحْده لاشريْک له واشْهدُانّ محمدًعبْده ورسُوُله

ژباړه : زه شاهدي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل خدای دعبادت وړنشته هغه يودی سيال نه لری

اودا شاهدی ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم  يي بنده اورسول دی .

دروژې نيولونيت

وبصومِ غدٍنَويتُ مِنْ شَهْرِرَمَضَان

اوما درمضان دصبانی درژې نيت وکړو


 

دروژې ماتولونيت

اللهمّ لکَ صُمْتُ وعلی رزقِکَ افْطَرتُ

ای الله ما ستا دپاره روژه  و نيوله اوستا رزق سره يي ماتوم



خوراک شروع کولووخت کې دعا

بِسْم اللهِ وَعلی برکتِ اللهِ

ما دالله نوم سره اود الله برکت سره طعام شروع کړو

 

که شروع کې بسم الله ويل ترې هير شی نوکله چې ورته ياد شی نودا دعا دې ولولی

بسم الله اوّلَه وآخرَه

ما ددې اول او اخر کې دالله نوم واخستلو. 

دخوراک نه ورسته دعا

اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِیِ أَطعَمَنَاوَسَقَاناَوَجَعَلْنَامِنَ المُسُلِمِينَ

ټول تعريف الله لره دي چې هغه په مونږوخوړل اوڅکول اومسلمان يي جوړکړو.

 

دپيوڅکلونه ورسته دعا

اللهُمّ بَارکْ لنَا فِيْهِ وَزِدْنَا منْه  .

ای الله ته دې کې مونږله برکت واچوې اومونږته نور زيات کړې 

دچا کور کې دعوت خوړلونه پس دعا

اللهُمّ اَطْعِمْ مَنْ اَطْعَمَنِيْ وَاسْقِ مَنْ سَقَانِيْ .

ای الله چاچې په ما وخوړل ته په هغې وخورې اوچاچې په ما وڅکل ته په هغې وڅکې 

دخوب پيل کولو نه مخکې دعا

اللهمّ بَاِسْمِکَ اَمُوْتُ واَحْيی.

ای الله زه ستا نوم سره مرم اوژوندی کيږم .

په خوب کې چې ويريږی يا خراب خوب وويني نودا دعا د ووايي .

اعوذ باالله من الشيطان الرجيم

ومِنْ شَرِّهذهِ الرُّوءْيَا

زه د الله پناه غواړم درټلی شوی شيطان نه

اوددې خوب دبدﺉ نه .

 

دخوب نه چې را بيدارشي نودا دعا دولولی .

الْحَمْدُللهِ الذِیْ اَحْيَانَا بَعْدَ مَا اَمَاتَنَا وَاِلَيْهِ النُّشُوْر.

ټول تعريفونه الله لره دی چې هغه زمونږوژلوسره بيا ژوند راکړه اوزمونږهغه طرف ته ورتلل دي .

 

دسحراوماښام مونځ نه ورسته دعا

جناب رسول الله a فرمايلی دسحراوماښام مونځ نه پس چا سره خبرې کولونه مخکې د اوه وارې دا دعا ولولی که په هغه ورځ يا شپه مړشي نو دوزخ نه به ضرور خلاصي بيامومي هغه دعا داده :

 

اللهُمّ اَجِرْنَيْ منَ النّار

ای الله ما دجهنم داورنه محفوظ کړي .

            دکورنه بهرته دتلوپه وخت  دعا :

بِسْمِ اللهِ تَوکّلْتُ عَلَی اللهِ لا حَوْلَ ولاَ قُوّةَ اِلا بِاللهِ

زه دالله نوم سره ووتلم ماپه الله توکل اوکړوګناهونونه دبچکيدواودعبادت کولوطاقت دالله تعالی دطرف نه دي .

کورته د داخليدوپه وخت دعا :

اللهمّ انّی َاسْلُکَ خَيْرَالْمَوْلَجِ وَالْمَخْرَجِ بسم اللهِ وَلَجْنَا وعلی اللهِ ربِّنَا تَوکّلنَا

ای الله زه تانه ښه داخليدل اوښه وتل غواړم مونږدالله ج نوم اخستوسره داخل شواومونږپه الله ج توکل وکړو.

 

بازارته د داخليدو په وخت دعا

لا اله الا الله وحده لاشريْکَ له  له المُلْکُ ولهُ الحمْدُ يُحْی ويُميتُ وهُوحَیّ لايموتُ ، بيده الخير وهُو علی کُل شیٍ قدير

ژباړه :له خدايه پرته بل دعبادت وړذات نشته ، هغه يودي ،سيال نه لري ،واک اوسباينې هغه لره دي ،ژوندي کول اومړه کول هغه کوي ،تل به ژوندی وي ،دعزت اوبرم څښتن دی اوښېګڼه يې په واک کې ده په هرڅه ځواکمن دی . 

دسفراراده كولووخت كې دعا

اللهمّ بِکَ اَصُوْلُ وَبِکَ اَحُوْل وَبِکَ اَسِيْرُ

ای الله زه ستا مدد سره په دشمنانوحمله کوم اوستا مددسره تدبيرکوم اوستا مدد سره ګرځم 

په سورلی دسوريدوپه وخت دعا

سُبْحنَ الذِیْ سَخّرَلَنَا هَذا وَمَا کُنّا لَه مُقْرِنِيْن وَاِنّا اِلی رَبّنَا لَمُنْقَلِبُوْنَ

الله پاک دی چې هغه دا زمونږقبضه کې راکړه اومونږدا نشوقبضه کولای اوبيشکه زمونږخپل رب طرف ته ورتګ دی .

په الوتکه يا کشتی کې دسوريدو دوخت دعا

بِسْمَ اللهَ مَجْرِيْهَا وَمُرْسهَا اِنّ ربِّيْ لَغَفُوْرٌ رَحِيْم.

دالله نوم سره ددې تلل اوددې ايساريدل بيشکه زما رب بښونکی مهربانه دی.

يوځای ته درسيدووخت کې دعا

ددې لوستلوسره به انسان له ټولوموذی شيانونه محفوظ وی

اّعُوْذُبِکَلِمَاتِ اللهِ التّامَّاتِ مِنْ شَرّ مَاخَلَقَ

دالله دپوره کلموپه واسطه سره دالله پناه غواړم دهغه دمخلوق دشرنه . 

داکلمات چې څوک سحراوماښام دری ځلې وايي نوله هرشرڅخه به محفوظ وي

بِسْم الله الذی لايَضُرّمَعَ اسْمِهِ شَی‌ءٌ فی الارضِ ولافِی السّماءِ وهوالسميع العليم .

دالله په نوم سره مونږصبا کړو(ياموماښام کړو)چې دهغه نوم سره هيڅ يوڅيزپه اسمان يا زمکه کې نقصان نشي رسولی ،اوهغه اوريدونکی پوهه دي . 

دسفرنه دواپسی دعا

آئُبونَ تَآئبُوْنَ عَابِدُوْنِ سَاجِدُوْنَ حَامِدُوْنَ

مونږواپس کيدونکی يوتوبه کونکی يو بندګی کونکی يوسجده کونکی يودخپل رب حمد(تعريف) کونکی يو 

بيت الخلا ته د داخليدو دعا

اللهمّ انّی اَعُوْذُبک مِنَ الخُبْثُ والخَبَا ئثِ

ای الله زه ستا پناه غواړم دخبيث جنات نه نروی يا ښځه .

 

بيت الخلا نه بهر وتلو دعا

غُفْرَانَکَ

اَلْحَمْدُللهِ الَذِیْ اَذْهَبَ عَنِّی اَذَی وَعَافَانِیْ

ټول تعريفونه الله لره دی چې مانه يي تکليف راکونکی څيز لری کړو اوماته يي آرام راکړو. 

آيينه کې دمخ کتلودعا

الّلهُمّ انْتَ حَسَّنْتَ خَلقِیْ فَحَسِّنْ خُلُقِیْ.

ای الله ! څنګه چې تا ځما شکل ښه جوړکړی دی ځما اخلاق هم ښه کړې


لیکوال او ترتیب کونکی : محمدیوسف صدیقي

د تدریب ائمه استاد

دلته کلک وکړئ په زړه پوري مضامین وګورئ

 Dally Motivational ورځنی تحرک 


                  

Comments

Popular posts from this blog

په اسلام کي د سولي ارزښت/The value of peace in Islam

د اسلام له نظره د ماشومانو حقونه/Children's rights from an Islamic perspective