د روژې روحاني او ټولنیزې ګټې او فضایل

 

                                 ليکوال : محمديوسف صديقي د تدريب ائمه استاد

الحمدُ لِلَّهِ وكَفَى، وصَلَوَاتُ اللهِ وسَلاَمُهُ على عَبْدِهِ المصْطَفَى، نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ وعَلَى آلِهِ وصَحْبِهِ أَهْلِ الْوَفَى، وسَلَّمَ تسليمًا كثيرًا.أمَّا بعدُ:

د روژی روحانی او ټولنیزی ګټی او فضایل

د عباداتو هدف چې رب تعالی يې خپلو بنده ګانو ته د ترسره کولو امر کوي ، يوازې او يوازې د يو څو ځانګړو حرکتونو ترسره کولو هدف او مرام نه دی بلکې په دې ټولو کې د انسان د بدن او روح د اصلاح او روزنې مفهوم پروت دی ، پدې سره د کائناتو خالق غواړي چې انسان د مراتبو په لحاظ سره په باطني او ظاهري بڼه روزلو سره لوړ مقام ته ورسوي ، همدا لامل دی چې رب لایزال د خپل تخلیقي قدرت دغه فلسفه د عبادت د نظام په بڼه يو داسي روزنیز نظام انسان ته ورکړی دی چې بل هيڅ مخلوق ته نه دی ورکړل شوی . روژه د عبادت د الهي نظام يو له مهمو عناصرو څخه دی  . د روژې ځيني معنوي او ټولنیزې اغیزې ستاسو حضور ته وړاندي کوم ، تر څو لوستونکي د روژې په مبارکه میاشت کې د فکر او عمل له لارې د روژې د ظاهري او باطني آدابو په ترسره کولو سره د روژې له حقیقي نعمتونو څخه برخمن شي .

د روژې روحاني حکمت او اثر:

کله چې د ځمکې خاوند په کرونده کې تخم وکري ؛ نو څه وخت وروسته له خاورې څخه نرم او نازکې ټوټې را څرګنديږي . په عین وخت کې ځيني زیان رسونکي بوټي په خاوره کې وده کوي او د اصلي نباتو د ودې مخه نیسي ؛ نو د ځمکې خاوند يې له منځه وړي ، پدې توګه اصلي نباتو ته د ښه حاصلاتو زمینه برابريږي او په پایله کې د نباتو حاصلات نسبتاً لوړيږي ؛ نو په ټول کال کې د يوې میاشتې بي ساري او بي مثاله روژه د غفلت ، نفاق، غرور او تکبر هغه روحي ناروغۍ(ګناهونه) له منځه وړي چې د انسان په روح کي پیدا کیږي  روژه روح ته قوت ورکوي او د نیکو اخلاقو او اعمالو په ترسره کولو کې د هغوی د خوښۍ د زیاتوالی سبب ګرځي.

په روژه کې له ریاکاري څخه نفي:

لمونځ ، زکات ، حج او نور عبادات خپل ظاهري وجود لري . د هغو په ادا کولو سره ځینې وخت په انسان کې د ریاکاري احساس پیدا کیږي او اخلاص له منځه ځي چې هغه د عبادت موخه ده . خو روژه بیا هغه عبادت دی چې د ریاکارۍ مخنیوی کوي ، دا ځکه چې روژه په ظاهري توګه وجود یا مجسم حرکات نلري او روژه دار لپاره کومه لاره نشته چې وښيي دی روژه لرونکی دی ؛ نو دا د اخلاص او عبادت خبره ده چې روژه دار او د هغه د خالق تر منځ ده ، بل څوک نه پرې پوهيږي .

د الله تعالی د بندګي او حاکميت احساس:

د الله تعالی له لوري خپلو بنده ګانو ته هر ډول نعمتونه ورکول کیږي او کوم ډول چې وغواړي د الله تعالی له نعمتونو څخه په هر ځای او هر وخت کې ترې استفاده کولی شي خو روژه داسې عبادت دی چې هر ډول نعمتونه ، څښاک او خوراک دده مخې ته ایښي وي او د منع کولو هم څوک نه وي ، خو انسان د رب العلمین لپاره د عبادت احساس ، د هغه اطاعت او رضا لپاره تر لمر لویدو پورې لوږه او تنده په ځان مني . دا ځکه چې د هغه په زړه ، سترګو او فکر باندې د الله تعالی واکمني دومره قوي ده چې د لمر له لویدو يوه شیبه مخکې د څه خوړلو او څښلو د قادر مطلق نافرماني ګڼي . په خوښۍ ، خوشحالۍ او پاک احساس سره نیکمرغې شیبې  ته انتظار باسي کله چې په روژه ماتې کې د الله تعالی له حقیقي نعمتونو څخه د خوند په اخیستلو سره د شکر کلمه ووايي دا هغه روح دی چې د روژې اصلي موخه ده او همدغه موخه د هر مسلمان لپاره مطلوب ده چې په دې دنیا کې له راتلو سره سم له ګناهونو څخه روژه ونیسي تر څو د ژوند د سفر په پای کې يې افطار د رب تعالی په لید سره وي.

د روژې نيولو سره د ښو اخلاقو وده:

روژه د الله سبحانه و تعالی له لوري د ځان د پاکوالي او تقوا عمل بلل شوی دی . حقیقت دا دی چې که څوک په يوه میاشت کې د ظاهري او باطني آدابو سره سره روژه ونیسي ؛ نو د هغې په برکت سره  زهد او تقوا، اخلاق ، استقامت ، صبر او داسې نور صفات پیدا کیږي  چې انسان ټول کال له ګمراهي څخه ساتي او په مستقیم ډول يې د نیکي او نیغې لارې ته سوق کوي تر څو د روژې بله میاشت راورسیږي او په هغه کې بیا د يوې میاشتې لپاره روزنه ترلاسه کړي او د خدای ج د رحمت په سیوري کې نوي کال ته قدم ووهي .

د روژې فرضیت او اهمیت

د اسلام په مبارک دین کې روژه ځانګړی فضیلت او اهمیت لري . د دې میاشتي روژې پر هر مسلمان، عاقل ، نر او ښځه باندې په ټول كال كښې يو ځل یوه میاشت فرض ده ، لکه څنګه چې رب تعالی فرمایي.{يَاأَيُّهَاالَّذِينَ آمَنُواكُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَاكُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ } [البقرة : 183]

ژباړه : (ای مؤمنانو ! پر تاسې (داسې ) روژه فرض کړشوې ده لکه پر هغو کسانو چې فرض کړ شوې وه چې تر تاسې پخوا وو .

الله تعالی په دغه مياشت کې قرآن نازل کړی لکه فرمايي : (شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ) (البقره: 185 ) ژباړه : (د روژې مياشت هغه (مياشت ) ده چې قرآن په کې نازل شوی دی ، چې د خلکو د پاره هدايت دی او د هدايت لپاره روښانه دلايل او د ( حق او باطل ) تر منځ بېلوونکی دی .

 روژه د اسلام له پنځو ارکانو څخه یو رکن بلل کیږي

(عنِ ابْن عمَرَ،رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ " بُنِيَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِأَنْ لاَإِلَهَ إِلَّااللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًارَسُولُ اللَّهِ،وَإِقَامِ الصَّلاَةِ،وَإِيتَاءِالزَّكَاةِ،وَالحَجِّ،وَصَوْمِ رَمَضَانَ). صحيح البخاري - (1 / 11) ژباړه : اسلام پر پنځو بنسټونو درول شوی ، د الله پاک پر يووالي او د محمد صلی الله علیه وسلم پر رسالت ګواهي ورکول ، د لمانځه ترسره کول ، د زکوة ورکول ، د رمضان روژه نیول او که وس و ؛ نو د بیت الله شریفي حج کول .

دا مباركه مياشت  په حقیقت کې د عبادت، فضیلت، رحمت ، خواخوږی ، امداد  او د پاک خدای(ج) د پیرزوینی  میاشت ده. ددې تر څنگ روژه ځینې نورې ځانگړتیاوې هم له ځانه سره لري، یعني د ورځي په اوږدو کې پر خوراک، څښاک او جماع سربیره باید نامحرمو ښځو ته ونه گورو، له حرامو څخه ځان وژغورو، د ناوړه کارونو په لور قدم اوچت نه کړو، ناروا خبروته غوږ ونه نیسو، درواغ ونه وایو او د نورو له غیبت څخه هم باید پرهیز وکړو. ترهغو چی رب العلمین مو د ریښتینو روژه لرونکو په قطار کې حساب او زمونږ ټولي دعاگاني په خپل دربار کې مستجاب کړي.

د روژې مبارکه مياشت له فيض او بركته ډكه مياشت ده، الله تعالی په دغه مياشت کې د ليلة القدر شپه ګرځولې ده چې فرمايي:
{ إِنَّاأَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِالْقَدْرِ (1) وَمَاأَدْرَاكَ مَالَيْلَةُالْقَدْرِ (2) لَيْلَةُالْقَدْرِخَيْرٌمِنْ أَلْفِ شَهْرٍ (3) تَنَزَّل الْمَلَائِكَةُوَالرُّوحُ فِيهَابِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ (4) سَلَامٌ هِي حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ } [القدر : 1 - 5] ژباړه :موږ په لیلة القدر کې قرآن نازل کړی دی .ته څه پوه شوې چې لیلة القدر څه ده . لیلة القدر شپه تر زرو میاشتو ښه ده . په دغه شپه کې له هر شي نه امان دی ، دغه شپه د سپېدو تر راختلو پوري ده.

د دغې شپې په فضيلت کې پوره سورت نازل شوی دی او ددې شپې په فضيلت کې زيات احاديث روايت شوي دي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (أَتَاكُمْ رَمَضَانُ شَهْرٌمُبَارَكٌ فَرَضَ اللَّهُ عَزَّوَجَلَّ عَلَيْكُمْ صِيَامَهُ،تُفْتَحُ فِيهِ أَبْوَابُ السَّمَاءِ،وَتُغْلَقُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَحِيمِ،وَتُغَلُّ فِيهِ مَرَدَةُالشَّيَاطِينِ،لِلَّهِ فِيهِ لَيْلَةٌخَيْرٌمِنْ أَلْفِ شَهْرٍ). (سنن النسائي - (4 / 129)

يعنې : پر تاسې د رمضان مبارکه مياشت راغله چې الله تعالی د دغه مياشتې روژه پر تاسې فرض کړې ده ، په دغه مياشت کې د جنت دروازې پرانيستل کيږي ، د دوزخ دروازې بنديږي ، په دې مياشت کې شيطانان تړل کيږي ، په دې مياشت کې الله جل جلا له لره يوه غوره شپه ده چې په دې شپه کې عبادت کول له زرو مياشتو غوره دی.

الله تعالی د دغه مياشتې روژه نيول او په هغه کې قيام کول د بندګانو د ګناهونو د بښنې ذريعه ګرځولې ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ صَامَ رَمَضَانَ،إِيمَانًاوَاحْتِسَابًا،غُفِرَلَهُ مَاتَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ) .

صحيح البخاري - (1 / 16) ژباړه :څوک چې د رمضان د مياشتې کې دشپی روژه د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره ونيسي نو د هغه وړاندیني ګناهونه بښل کيږي.

قال صلى الله عليه وسلم : وَمَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًاوَاحْتِسَابًاغُفِرَلَهُ مَاتَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ.(معجم ابن الأعرابي- (3 / 969)

ژباړه: څوک چې د رمضان په مياشت کې دشپی قيام وکړي (د تراويح لمونځ او نفلونه ) د ايمان په تقاضا او دثواب لپاره نو دهغه وړاندیني ګناهونه بښل کيږي.

دا مبارکه میاشت د مسلمانانو لپاره د مغفرت یو ښه فرصت برابروي، دا چې انسان ډېر عاجز او ناتوانه دی نو ضرور له انسان څخه په یولسو میاشتو کې ګناهونه کیږي او د کال دا یوه میاشت چې په رمضان سره یاديږي، الله تعالی پر خپلو بندګانو لوی فضل کړی او دا میاشت یي ورته ډالۍ کړې.

روژه چې د رحمت،مغفرت او د جهنم له شدید اور څخه د خلاصون میاشت ده،په دې میاشت کې الله (ج) خپلو بنده ګانو ته د روزنې زمینه برابروي.انسان په دې میاشت کې لوږه، تنده او صبر تجربه کوي!

کله چې انسان وږی شي نو فکر ته یې راځي چې زه څه خورم دا د رب تعالی له لوري پر ما لوی نعمتونه دي چې ماته راکول کېدل او ما یې شکر نه دی ادا کړی ، بله خبره د لوږې سره انسان ته دا فکر ورکوي چې نورو وختونو کې انسان په مړه خیټه ډوډۍ خوړله خو ګاونډ کې یې داسي کورنۍ وي چې هغوی د خوړلو لپاره هېڅ نلرل؛ نومسلمانان په دې میاشت کې د سخاوت زده کړه کوي نو ځکه دې میاشت ته د سخاوت او صدقو میاشت هم ویل کیږي.

انسانانو ته د بي وزله خلکو سره مرسته ورښايي چې د مساکینو او بېوزلو خلکو سره مرسته وکړي، کله چې انسان په روژه کې د لوږې سختي وویني؛ نو د یوه بېوزله د لوږې احساس به ورسره پیدا شي.

لکه څنګه چې مونږ پورته حدیث ذکر کړ چې دا د مغفرتونو میاشت هم ده ، انسان چې کله پیدا شوی ؛ نو له ګناهونو او بي لاریو سره لاس او ګریوان دی له همدې امله الله تعالی خپلو بنده ګانو ته د روژې د میاشتې فرصت ورکړی چې د خپلو ګناهونو مغفرت او ددوي نیک عملونه دوه چنده حسابیږي .

 په دې میاشت كې الله تعالی ډېر فضیلتونه او حكمتونه نغښتي دي ، د روژې معنا او مفهوم څه دی ؟ په ټولنيزه توگه يي څه گټي متصوري دي ؟

 او په دي مباركه مياشت كښې څه درس پروت دی ؛ نو د دغو پوښتنو مطرح كولو او په دې اړه پوره او مكمل معلومات ډېر ژور دقت او وخت ته اړتيا لري . كه دا مباركه مياشت له فردي يا وگړنيز پلوه وگورو؛ نو ډاکټرانو يا طب پوهانو هم پدې سلا شوي ، چې د هرانسان د هاضمې جهاز په ټول كال كښې يو څه دمې ته اړتيا لري ،كه مونږ لوږه يا تنده په هر قسم سره انسان ته تعريف كړو،خو تر هغې پورې، چې انسان دغه لوږه او تنده عملاً ليدلي نه وي ، د لوږې او تندې مفهوم په اساسي توگه نه شي درك كولاى.

 د روژې مباركې ټولنيز مفهوم او معنا پدې كښې پروت دی، چې مالدار او شتمن خلك دناچارو بيوزلو له حال او ستونزو څخه خبر شي. پداسې حال كښې، چې دغو مالدارو او شتمنو خلكو تل په مړه گېډه خوړلې او څه ته يې  چې اشتها راغلې  په سمدستي توگه ورته تيار شوي دي . د روژي معنا او مفهوم دا نه دي چې  له خوراک ، څښاک او جماع څخه پرهیز؛ نورچې څه كوي هغه كوه ، روژه يوازي پدې دریو شیانو په ترسره   کولو سره نه تكميليږي . بلکې روژه د نفس په تزكيه او د بدن د ټولو غړو كنټرول په پوره او مكمل ډول سره وي، ځكه چې په يو حديث شريف كښې راغلي دي:(عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالعَمَلَ بِهِ وَالجَهْلَ ، فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ).(صحيح البخاري 8 / 17).

ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي څوک چې ( د روژې په میاشت کې) دروغ (مثلاً غیبت ، بهتان ، تهمت ، کنځلې لعن طعن او غلطې خبري کوي )( او د ګناه له کارونو نه ځان نه ژغوري)  نو الله تعالی ته د هغه خوراک او څښاک پریښودلو هيڅ اړتیا نشته.

ځكه چې د روژې معنا او مفهوم يواځې دا هم نه دى چې خوراك ځښاك مه كوه ، نور چې څه غواړې كوه يې همدا راز په يو بل حديث شريف كښې راغلي : (يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ، مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ، فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ، وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ، فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ) (صحيح مسلم - (2 / 1018)

ژباړه :اې د ځوانانو ټولیه! په تاسو کې چې د چا بدني روغتیا او د نکاح توان پوره وي هغوی د واده وکړي ، ځکه واده انسان دې ته برابروي چې سترګي لاندي(محفوظې) ولري او خپل ځان له زنا وژغوري ، او څوک چې د واده وس(توان) نلري هغه دي روژه ونیسي ، ځکه په روژه سره شهوت کمیږي .

نو د رسول الله مبارک د دغې مباركې او زرينې وينا څخه دا معلومه شوه چي روژه د هر قسم نفسي خواهشاتو د كنټرول يو لويه وسيله ده ، کوم ځوانان چې د واده وس نلري هغوی باید روژه ونیسي ، لکه پورته چې حدیث کې دا خبره واضحه شوه دا ځکه چې روژه یو ډول علاج ده او د روژې په برکت سره په انسان کې شهوانیت طبعاً کمیږي کله چې د انسان شهواني صفت مړاوی کیږي د عباداتو سره يې اړیکه ټينګيږي کله چې انسان عبادات ډير کړي د شیطان له وسوسو څخه ځان ژغورلی شي ، په دې صورت کې په انسان کې روحانیت او روحي پاکوالی زیات شي ، په زړه کې يې ويره او تقوا ځای ونیسي ،  په يو حديث قدسي کې راغلي: (عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: (يَقُولُ اللَّهُ: الصَّوْمُ لِى ، وَأَنَا أَجْزِى بِهِ) . السنن الكبرى للبيهقي. ط المعارف بالهند - (4 / 273)

ژباړه: الله تعالى فرمايلي دي (چې دنورو نيكو كارونو ثواب مومنو بندگانو ته ملايكي وركوي) خو روژه زما لپاره ده، د روژي ثواب(بدله) زه په خپله وركوم لدې حديث شريف څخه موږ ته دا جوته شوه چې د روژې مباركه مياشت ډير د عظمت او بركت مياشت ده.

 په يو بل حديث شريف كښې راغلي چې د جنت په دروازو كښې يوه دروازه ده چې د هغي نوم “الريان” دی پدې دروازې به د قيامت په ورځ یوازې روژه داران داخليږي: (وَمَنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الصِّيَامِ دُعِيَ مِنْ بَابِ الرَّيَّانِ ) (صحيح البخاري - (3 / 25)

ژباړه : او که څوک روژه دارانو څخه وي ؛ نو د ریان له دروازې څخه به دعوت شي.

بی له شکه چې روژه د برکتونو او رحمتونو میاشت ده د الله تعالی د رحمت سیوری هره شیبه پر خپلو مخلوقاتو او په ځانګړي توګه پر بنده ګانو پروت وي . خو د روژې فضیلت دومره بې ساري دی ، چې شپه او ورځ يې د رحمتونو بارانونه وي پدې ساعتونو کې د نفلونو ثواب د فرائضو په څير او د فرائضو ثواب  اویا چنده زیاتیږي .

نو د الله تعالی د رضا او خوشحالی په خاطر باید له خپلو دنیاوي چارو څخه ځانونه خلاص کړو او د روژې په مبارکه میاشت کې  د پاک رب حضور ته د يوه فقیر په څير حاضر شو تر څو د ډیرو ثوابونو مستحق وګرځو .  

Comments

Popular posts from this blog

د ماشومانو لپاره په زړه پوری دینی رساله په پشتو ژبه/ لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد

د اهل بیت دیني او سیاسي مقام د اهل سنت له نظره:

د اسلام له نظره د ماشومانو حقونه/Children's rights from an Islamic perspective