Image
په اسلام کې د بندگانو حقوق: لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد اسلام انسان ته په ډير ستر عزت او اکرام قايل دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا [الإسراء : 70] ژباړه: {او یقینًا مونږ د آدم اولادې ته ډېر عزت وركړی دی او مونږ دوى (په سورلیو باندې) په وچه كې او په سمندر كې سواره كړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي. د نړۍ د هر مذهب او ملت تعلیمات د دې خبرې ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي چې د هغه پیروان په امن او سلامتي کې ژوند وکړي ترڅو د انساني پرمختګ سرچینې په سم لور رواني شي او د ټولو انسانانو هوساینه تامین شي. اسلام د ټولو انسانانو لپاره حقونه وړاندیز کړي دي چې بشپړول يې اسانه دي ، مګر قرباني ته اړتیا لري. په اسلام کې چې کوم حقوق انسان ته ورکړل شوي دي ، هغه د انسانانو او ټولو مخلوقاتو د خالق (جل جلاله ) له لورې ورکړل شوي دي چې د مخلو...

د اسلام له نظره د ماشومانو حقونه/Children's rights from an Islamic perspective

 

د اسلام له نظره د ماشومانو حقونه

 Dally Motivational ورځنی تحرک 

ليکوال : محمديوسف صديقي د تدریب ائمه استاد

اسلام هغه دين دی، چې د بشريت له پاره، د ټولو اړخونو ( ابعادو ) لرونکی دی او د بشر د ټول ژوند له پاره په پراخه توګه پروګرام لري.

د انسان د ژوند پروګرام دومره باوري دي، چې امکان  نه لري، څوک دې د اسلام دين ومني او ټول حکمونه دې يې پرځان باندې پلي او عملي کړي او په پاي کې زيان وويني.

په ډېري اسلامي کتابونو کې راغلي دي، چې له ماشومانو او خپلې کورنۍ سره څه ډول چلند وکړئ او څه وکړئ، چې د الله (ج) د خوښۍ او ستاسو د ژغورنې سبب وګرځي .

زمونږ په ژوند کې چې کومه ګډوډي ، بي نظمي ، خود غرضي او قانون ماتونه  په نظر راخي ، لدې څخه هر ذي شعور انسان غير مطمئن ده ، ولي د جامعې هر فرد ددې مرض له علاج د تجويز څخه قاصر ده ؟ وجه همدا ده چې د ژوند په چارو کې د هر فرد يوه معينه کړنلاره  ده، او هغه کړنلاره ( تربيه ) يې په صحيح توګه نه ده حاصله کړې او دوي خپله غلطي او سهوه په تعليمي نظام باندي ور اچوي او خپل ځانونه بری الذمه بولي ، د تعليمي نظام ناخوالي پر خپل ځاي ، خو د اولاد په تربيه کې د والدينو ذمه داری هم ډيره دهځکه چې ماشومان د يوې ټولنې بنسټ ده او ددوي ښه تربيت د يوې ټولنې اړينه ذمه داري ده .


د رسول الله مبارک حديث ده قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " مَا نَحَلَ وَالِدٌ وَلَدَهُ أَفْضَلَ مِنْ أَدَبٍ حَسَنٍ

(مسند أحمد ط الرسالة [24 /128])

کله چې والدين خپل اولاد ته کوم څيز چې په وراثت کې ورکوي ، په هغو ټولو کې اړين او نيکمرغه څيز تربيت ده

نپولين ويلي دي :

ماته ښې مورګانې راکړئ ، زه به تاسوته بهترين قوم درکړم .

په اسلام کې د ماشوم له پايښت څخه د هغه ښه او غوره روزنه داده، چې د هغه له پاره ښه او مناسبه مور وټاکئ. په  حقيقت کې ښځه بايد د اسلام د دين په وسله باندې سمباله وي، ظاهري ښکلا ولري او د غوره اخلاقو خاونده واوسي.

په حديث شريف کې راځي : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " تُنْكَحُ المَرْأَةُ لِأَرْبَعٍ: لِمَالِهَا وَلِحَسَبِهَا وَجَمَالِهَا وَلِدِينِهَا، فَاظْفَرْ بِذَاتِ الدِّينِ، تَرِبَتْ يَدَاكَ ". صحيح البخاري [7 /7]

ترجمه :يوه ميرمن د څلورو ځانګړتياو  لپاره  په  نکاح کيږي، د مال په خاطر، د نسب لپاره ، د ښائست لپاره او ددين دارۍ لپاره ، نو دين پکې اختيار کړه ، لاسونه دی په خاورو شه)).

ښه نوم وټاکئ:

 Dally Motivational ورځنی تحرک 

په اسلام کې په دې باندې ډېر زيات ټينګار شوي دي، چې د ماشوم نوم مو بايد ښکلي وي او د هغو نومونو له ايښودلو څخه په کلکه ډډه وکړئ، کوم چې بده مانا ورکوي، ترڅو د ماشوم د شرمنده ګۍ سبب نه شي.

د مور د حقونو مراعاتول هم ډېر زيات ارزښت لري او نه دا چې د ماشوم له زېږون څخه وروسته، د ماشوم مور خوشې او هېره يې کړئ.

د ژوند مهارتونه:

بايد ماشوم  او ماشومې ته په وړوکوالې کې د لمانځه روزنه ورکړو ترڅو د عمر په تيريدا سره ورباندې عادت شي او په حديث شريف کې رسول الله مبارک فرمايلي دي :

قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: علموا أولادكم الصلاة إذا بلغوا سبعا واضربوهم عليها إذا بلغوا عشرا وفرقوا بينهم في المضاجع. (مسند البزار = البحر الزخار [17 /189])

کله چې ماشومان د اوه کالو شي ؛ نو دوي ته لمونځ وښايي او چې کله د لسو کالو شي ؛ نو د لمانځه په پريښودلو يې ووهئ .......... او د دوي بسترې جدا کړئ .

او ماشومانو ته هغه درسونه ور زده کړو، کومو ته چې ډيره اړتيا لري، لکه: قرآن عظيم الشان، واړه حديثونه ، ديني زده کړې  ، د انبياو قصې ، په اوسني وخت کې د ورځې نيک علمونه ، عصري علوم او بهرنۍ ژبې ، تر څو ماشوم له هره اړخه څخه قوي او مستحکم او د يوې ټولنې د پرمختګ او سمون ذريعه وګرځې .

د ادب زده کړه:

د ادب په څېر بل هېڅ ارزښتمن ميراث شتون نه لري او کوم ماشوم چې له پيله ادب زده نه کړي، نو په غټوالي کې به له ډېرو زياتو ستونزو سره لاس و ګرېوان شي، لکه: انزوا يانې ګوښه ناستي.

هغه ته حلال خواړه ورکړئ:

بايد خپل اولاد ته حلاله روزي ورکړئ، ترڅو له سمې لارې څخه کوږ نه شي او د حرامو په خوړلو سره وده ونه کړي.

د مناسبې دندې موندنه:

هغه ته بايد سمه او مناسبه دنده پيدا کړئ، ترڅو له مالي پلوه خپلواک شي او وکولاي شي، چې د ځان او خپلې کورنۍ د هوساينې او نېکمرغۍ له پاره، يوه غوره وسيله شي.










 Dally Motivational ورځنی تحرک 

واده:

د هغه له پاره د واده شرايط برابر کړئ، ترڅو جسمي او روحي غريزې او اړتياوې يې پر وخت پوره شي او البته هڅه وکړئ، چې د هغه له پاره د مېرمنې په ټاکنه کې مشوره وکړئ، ترڅو تېروتنه ونه کړئ او د اولاد ژوند مو له جدايۍ سره مخامخ نه شي، په دې هيله، چې د اسلام ښوونځي په ښه توګه درک کړو، ترڅو رښتينې نېکمرغۍ ته ورسېږو.



 

Comments

Popular posts from this blog

په اسلام کي د سولي ارزښت/The value of peace in Islam

مونږ زکوة څنګه ، کله ، او چا ته ورکړو او حکمتونه يې څه دي / لیکوال : محمدیوسف صدیقی د تدریب ائمه استاد