د روژې روحاني او ټولنیزې ګټې او فضایل

Image
                                   ليکوال : محمديوسف صديقي د تدريب ائمه استاد الحمدُ لِلَّهِ وكَفَى، وصَلَوَاتُ اللهِ وسَلاَمُهُ على عَبْدِهِ المصْطَفَى، نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ وعَلَى آلِهِ وصَحْبِهِ أَهْلِ الْوَفَى، وسَلَّمَ تسليمًا كثيرًا.أمَّا بعدُ: د روژی روحانی او ټولنیزی ګټی او فضایل د عباداتو هدف چې رب تعالی يې خپلو بنده ګانو ته د ترسره کولو امر کوي ، يواز ې او يواز ې د يو څو ځانګړو حرکتونو ترسره کولو هدف او مرام نه دی بلکې په دې ټولو کې د انسان د بدن او روح د اصلاح او روزنې مفهوم پروت دی ، پدې سره د کائناتو خالق غواړي چې انسان د مراتبو په لحاظ سره په باطني او ظاهري بڼه روزلو سره لوړ مقام ته ورسوي ، همدا لامل دی چې رب لایزال د خپل تخلیقي قدرت دغه فلسفه د عبادت د نظام په بڼه يو داسي روزنیز نظام انسان ته ورکړی دی چې بل هيڅ مخلوق ته نه دی ورکړل شوی . روژه د عبادت د الهي نظام يو له مهمو عناصرو څخه دی   . د روژې ځيني معنوي او ټولنیزې اغیزې ستاسو حضور ته وړاندي کوم ، تر څو لوستونکي د روژې په مبارکه میاشت کې د فکر او عمل له لارې د روژې د ظاهري او باطني آدابو په ترسره کولو سره د ر

په اسلامي تمدن کی د پوهنې ارزښت او اغيزي/ لیکوال: استاد محمد یوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد

 

پوهني ته هڅول او د لاسته راوړلو لپاره يې د انسان روحیه او همت لوړول، هغه څه دي چي قرآن کریم په اولنیو آیتونو کي د دغي خبري اعلان وکړ او انسان ته يې داسي وفرمايل: اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ. (العلق: ۱- ۵)

https://motivationaldally743.blogspot.com

 ترجمه: د خپل هغه څيښتن په نامه لوستل پیل کړه چي (مخلوقات يې پیدا کړي) انسان يې د ویني له ټوټې پیدا کړی دی. لوستل کوه په داسي حال کي چي ستا څيښتن هغه سخاوت لرونکی څوک دی چي په قلم سره يې انسان ته ښوونه کړې، هغه څه  يې ور زده کړي دي چي دی نه پرې پوهېدی.

د صحیح البخاري په شروع ۳ نمبر حدیث او د حدیثو په نورو کتابونو کي راغلی دي چي دغه پنځه آیتونه د قرآن کریم  تر ټولو مخکي نازل شوي آیتونه دي.

په قرآني آیتونو او حدیثونو کې د علم څخه هدف پوهه او بصیرت دی.

د علم کلیمې استعمال په قرآن کې مقید شوی ندی چې ګواکې هدف یې یوازې شرعي علوم دي – قرضاوي.

دیني علماوو علم په دوه برخو ویشلی:

1- شرعي علوم: علوم القرآن، علوم السنة‌، عقیده، فقه، اخلاق، اصول… او هغه چې د دین او شریعت لپاره اړین دي لکه: ژبه، ادب او تاریخ......

2- دنیوي علوم: ټول علوم چې انسان یې د ژوند او چاپیریال د بقا او پرمختګ لپاره اړتیا لري، لکه: طب، انجینري، کیمیا، فزیک، ریاضي، بیولوژي او نور.

همدارنګه د حکم له نظره هم په دوه ډوله ویشلی:

1- علم النافع یا ګټور علوم.

2-علم غیر نافع یا ناګټندویه علوم –  د ځینو حکم حرام دی.

نو پوهه او زده کړه د اسلام له نظره ډېر لوړ ارزښت او اهمیت لرونکی دی، چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کړې.

1-علم د الله تعالی له اووه ذاتي صفتونو څخه یو دی. الله تعالی پخپله عالم، علیم ، بصیر سمیع او د نورو سترو او ښکلو صفتونو خاوند دی. علم په قرآن شریف کې تر ټولو نورو ښو صفتونو زیات یعنې  (۵۸۲)ځلې ذکر شوی دی. که تدبر، تعقل، حکمت او نور ورته لغتونه یې ولټول شي، نو دا شمیر نور هم زیاتیږي. الله د کامل او بشپړ علم خاوند ذات دی، چې په ښکاره، پټو، وروستیو، راتلونکو، لویو وړو، لوړو، ټیټو، سرونو، رازونو، اذل، ابد، دنیا اخرت، ژوند، مرګ، قبر، میعاد، برزخ، دوزخ، جنت ځمکې، آسمانونو. بدنونو، نفسونو؛ نیتونو او عملونو او هر څه پوهیږي. د غیبو په خزانو، د بر، بحر، دانې، تخم؛ د پاڼې په لویدو او د ساګانو په اخیستو پوهیږي. د میندو په رحم کې د اولاد په حالت، د باران په وریدو، د وریځو په حرکت، د کایناتو په حرکت، د مرګ او ژوند په نیټه، د راتلونکو پیښو په پيښیدو او د انسان د مړینې په حالت او ځای پوهیږي. لنډه دا، چې الله تعالی پر هر څه پوهیږي او مکمل پرې پوهیږي.

2- د قرآن کریم لومړنی آیت او د دغه آیت لومړنی توری د (اقرأ) یعنې (ولوله) په ټکي پیل شوی دی او یوه نړۍ حکمت پکې پروت دی، نو د علم د لوړتیا او اهمیت اندازه یې تر بل هر دین او مکتب او مسلک اوچت دی.

3-قلم او لیکنه دومره مهمه ده، چې الله تعالی پرې قسم خوړلی دی.

4- د اسلام له نظره انسانان د شرافت، کرامت، ښه تقویم او ارزښت له مخې برابر دي، خو څو شیان دي، چې انسان ته امتیاز او لوړتیا ورکوي. یو تر ټولو مهم پکې علم او پوهه ده. تقوا، خیر رسونه، ایمان، او جهاد هم د لوړتیا او برترۍ نښې ښودل شوي دي.

مګرقرآن واضح کړی: {قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ} [الزمر : 9] چې عالمان او ناپوهان برابر نه دي، همداراز قرآن مجید فرمایي : {قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ} [الرعد : 16] عالمان د بینا او ناپوهان د ړندو په شان ګڼل شوي دي. په بل ځای کې بیا قرآن مجید څه وایي: يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ} [المجادلة : 11]

ترجمه : الله به په تاسو كې هغه كسان په درجو كې اوچت كړي چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى ؛ نوچې الله تعالی د علم په وسیله انسانان لوړوي ځکه په متکرر ډول انسان د علم زده کړې، تفکر او تدبر ته هڅول شوی دی. که خیر رسونه د انسان د ښه والي معیار دی نو علم او حکمت ته خیر کثیر یا زیات خیر ویل شوی دی.
5
-مومنان او صالحان هم د پوه، پوهیدونکي په نوم یاد شوي دي. ناپوهان، ظالمان او بدعمله کسان زیاتره په داسې ډول یاد شوي ، چې علم او پوهه نلري او نه پوهیږي.

6- قرآن انسان مکلف کړی دی، چې د کایناتو په خلقت او رازونو کې تفکر، تدبر، زده کړه، څیړنه تفحص او دقت وکړي، چې پوه شي د دې سترو او عظیمو کایناتو خالق او چلونکی باید څومره ستر وي ؛ نو ځکه فرمايي : إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ [فاطر : 28] چې له الله تعالی نه د هغه په بنده ګانو كې يواځې پوهان وېږېږي.

علم د الله تعالی د سمې پیژندنې او له هغه ذات سره د اړیکو د زیاتیدو سبب کیږي، ځکه پوهان د هغه ستر ذات قدرتونو ته تر هر چا زیات تسلیم وي. انسان د قرآن په بیلابیلو ځایونو کې ژورې څیړنې ته هڅول شوی دی.

7- انسان د علم پر زده کړې سربیره د هغه پر عملي کولو هم مکلف شوی دی او همداراز د تربیې تزکیې او پاکۍ امر هم ورته شوی دی.

8-د انسان پوهې ته اسلام تر حده زیاته پراختیا ورکړې ده، ځکه الله تعالی ادم علیه السلام ته د ټولو شیانو نومونه ښودلي دي. دا، چې کاینات څومره ستر دي، موږ ته هیله راکوي، چې انسان به تر هغه د هغه پیژندنې او کشف ته دوام ورکوي، چې د ټولو هغو شیانو نومونه (او د هغوی په باب د انساني وس په احاطه کې پوهه) تر لاسه کړي، چې موجود دي او یا به د الله تعالی له خوا رامينځ ته کیږي. یوازې د روح په باب ویل شوي دي: { قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا } [الإسراء : 85] چې دا د رب امر دی او انسان ته یې کمه پوهه ورکړل شوې ده.

9- په اسلام کې علم په هر شخص که نر وي او که ښځه، زوړ وي که ځوان، روغ وي که معلول فرض دی، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ (سنن ابن ماجه - (1 / 81)) ځکه د رسول اللهe دحدیث مفهوم عام دی، چې د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده او فرض داسې مکلفیت دی، چې په نه کولو یې انسان د عذاب وړ ګرځي.

ناپوهي د ولسونو ستره ناروغي او د هري بدمرغۍ مورینه او سرچینه ده؛ قرآن کریم چي د دغي ناجوړۍ د درملنې لپاره کومه لومړۍ طرحه اعلان کړې ده، هغه پوهنه لاس ته راوړل دي. پوهنه د ولسونو د پرمختګ اصلي بنسټ دی؛ ځکه ولسونه چي څومره شاته پاته کېږي ستر لامل يې ناپوهي ده او څومره چي پر مخ ځی اصل لامل يې پوهنه او تعلیم دی او لوستل د پوهني کیلي ده. پوهنه هم قرآن کریم یوازي هغو شیانو ته نه ده خاص کړې چي زمونږ ځینو خلکو يې فکر کړی دی بلکي له کائناتو څخه د ګټي اخیستني توان او استعداد هغه نعمت دی چي خدای تعالی انسان ته ورکړی دی د آدم u په فضیلت کي فرمايي: وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا. (البقرة: 31) ترجمه: خدای پاک آدم ته د ټولو شیانو نومونه ور وښوودل.

په دغه آیت کي د ښووني دا مطلب نه دی چي پر توره دړه د نني وسائلو نومونه هم هغه وخت خدای پاک آدم ته عملي ښوولي وه. بلکي مطلب يې دا دی چي انسان ته يې داسي یو استعداد ورکړی چي  په مرسته يې په دنیا کي شته شیان او د ګټي اخیستني لاري يې پېژني. موجودات او خواص يې پېژندل او کیمیاوي ترکیب او ګټي يې زده کول هغه څه دي چي نن ساینس یا د تجربې علم ورته ویل کېږي. دغه ته هم دلته له علمه اخیستل شوي توري (وَعَلَّمَ) کارول شوي دي. نو دا ښيي چي د دنیا شیان او د هغو څخه د ګټي اخیستني لاري پېژندل هم علم دی. د دنیا د وسائلو پوهني ته هم قرآن د علم توري کارولي؛ د داودuپه اړه الله تعالی فرمایلي: وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِنْ بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنْتُمْ شَاكِرُونَ. (الأنبياء: 80)

ترجمه: او هغه ته مي د زغرو جوړول ور وښوودل د دې لپاره چي تاسو د خپلي جګړې څخه وساتي، نو آیا تاسو احسان منونکي یاست.

    دلته د زغرو ور زده کولو ته هم قرآن کریم د تعلیم توري کارولي دي، بلکي په ژوندانه چارو کي د پرمختګ وسائل هم قرآن علم او پوهنه ګڼي. او دا امر کوي  چي هر ګټور شی لاس ته راوړئ ؛ فرمايي: وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (الحج: 77) ترجمه: هر ګټور کار کوئ تر څو بریالي شئ.

دلته (الخیر) د ( ال ) کلمه لري چي د عربي ژبي نحوي قانون (ګرامر) له مخي هر ګټور کار په کې داخل دی که په دیني لحاظ ګټور وي او که په دنیوي لحاظ ، تخصیص يې قرآن کریم نه دی کړی.

 پوهني ته د قرآن کریم په ژبه کي د علم توري کارېږي. دغه ماده په قرآن کریم  كي اته سوه څلور پنځوس ( ۸۵۴) ځله کارول شوې ده. (معجم كلمات القرآن الكريم (20/ 13)

په عملي ډګر کي هم د قرآن کریم اغیزه ثابته شوې ده. هغه ناپوهان عرب چي له هره اړخه وروسته پاتي ول؛ آن تر دې چي خپل اولادونه يې وژل او لوڼي يې ژوندۍ ښخولې، قرآن کریم دغه ناپوهه پر قبیلو وېشلی قوم په لږ وخت کي د خپلي زمانې په یوه پرمختللي امت بدل کړ تر هغه وخته چي بیا دوی د قرآني لارښوونو پر خلاف په خپلمنځي اختلافونو اخته شول. د هغه را په دې خوا په عباسي دور کي تر څه حده علم او پوهني ته پاملرنه شوې، په هغه دور کي یو ځل بیا د هغوی پلازمېنه (بغداد) د خپل وخت د علومو په مرکز واوښت او په هغه وخت کي شته عصري علوم؛ لکه: فلکیات، هندسه، طب او فلسفه په نړیواله کچه هلته زده کېدله.

همدومره اهميت ته په کتو يې چې  د اسلام سپېڅلي دين  په کومه اندازه د علم او پوهې تاکيد کړی، د پوهانو او علماوو مقام يې معرفي کړی او په کومه کچه يې چې خپل اتباع په زدکړه مکلف کړي هېڅ دين او مذهب يې نه دومره اهميت بيان کړی او نه يې دومره تاکېد ورباندې کړی ځکه د لمر په څېر روښانه ده لکه پورته مي چې ذکر کړو چې په لومړی نازل شوي آيت کې الله تعالی خپل پيغمبر ته د لوستلو وړانديز کړی چې  إقرأ ولوله او د مسلمانانو په مقدس کتاب قرآن کريم  کې يو داسې سورة شتون لري چې د هغې په پيل کې الله تعالی د قلم په لويي او عظمت باندې قسم کړی ( ن والقلم) په داسې حال کې چې دا قرآن کريم او همدا شريعت په داسې مهال او داسې چاپيريال کې نازل شوی چې هلته علم او پوهې هېڅ کوم ارزښت نه درلود آن مفهوم يې نه درلود ؟!

که ووايو چې زمونږ پيغمبر ته د امي لقب ورکړل شوی يعنې داسې چاپېريال چې هلته مدرسې او مکتب هېڅ شتون نه درلود لېکل او لوستل هېڅ هم نه ول.

د اسلام د مهم اساس چې وحې ده؛ پيل يې په اقراء ترسره شو، په ښکاره توګه قرآن کريم کې بی شمېره آياتونه د علماوو او علم په فضيلت باندې مشتمل دي.

ښه به داوي چې ووايو چې دا د اسلام ځانګړی امتياز ده چې مسلمانان په کوم څه علم ونه لري نو پرې مکلف هم ندي، زمونږ په عزتمند اسلام کې يو عبادت هم له علم پرته ناشونی ده.

دې حقايقو ته په کتو پوښتنه راولاړيږي او هغه داسې چې په غرب کې علم او پوهه له دين او مذهب څخه قطعاً جدا ده؟

نو ددې پوښتنې ځواب هم په يو لړ حقايقو بنا ده.

لومړی دا چې اوسنی عیسویت له علم او پوهې څخه په دومره لرې سرحد کې پروت دی چې د کليساګانو او پاپانو تر منځ د نظرونو او آندونو ستر ستر اختلافات موجود دي، تردې چې يوه کليسا په بله او يو پاپ په بل ايمان نه لري، د دوی دغه اختلاف په سطحي توګه نه بلکه په اساسي جوهر کې سره مختلف دي ښه لا دا چې آن د الله تعالی په پيژندنه کې سره مختلف دي.

تر دې چې يو ستر پاپ يې په خدای پېژندنه کې يو لنډ او محدود حد لري چې نشي کولی تر هغې مخکې لاړ شيhttps://motivationaldally743.blogspot.com

د عيسی عليه السلام په اړه تر او سه د دوی ترمنځ کومه علمي نظريه نده موجوده، هغه څه چې دوی يې زمزمه کوي د وهمونو يوه ټولګه ده او بس.

هر کله چې خبره تر دې ځايه اوږده شي نو دوی په مجموعي توګه متوقف کيږي همدغه راز د دوی پاپان ډېري خبرې د طوطيانو په څېر وايې که دحقيقت پوښتنه ورڅخه وشي بيا وايې نور نه پوهېږم.

همدغه ځای ده چې د علم او مذهب تر منځ تصادم يې په غرب او اروپا کې رامنځ ته کړ.

اوس باید له دواړو لارو يوه غوره شي.

ځکه د مسيحيت او علم اجتماع نا ممکنه شوه کليسا د غربيانو په قيادت کې پاتې راغله!

او د ډېرو رهبرانو په ارتداد او قتل يې فتوی ورکړې ځکه چې چېرته هم عقل کار نه کاوه نو دوی هلته له خبرو کولو منع وو.

له نېکه مرغه سپېڅلی اسلام او مقدس قران کريم چې په خپله رڼا کې انسان تفکر او تعقل ته اړ باسي.

له کايناتو څخه بحث، د افلاکو له حرکت څخه بحث، له آسمان، ځمکې، لمر، سپوږمۍ ستورو، هوا، اوبو او بارانونو څخه بحث، آن له ژوند او مرګ څخه بحث

هر علمي انکشاف د قران کريم د علمي اعجاز نوې نوې قضيې وړاندې کوي او د قرآنکريم د يوې علمي اشارې يوې کوچنۍ زاويې ته علماء، محققين او پوهان تر قرنونو وروسته د ستونزو او تکليفونو په زغملو رسيږي.

په داسې حال کې چې قرآنکريم يې په يوه جمله او نقطه کې پوره کوي.

هوکې دا يواځې او يواځې د سپيڅلي اسلام امتياز دی او د سر په سترګو وينو چې د قرآن کريم عظمت ته علم څومره عاجز او څومره پاتې راغلی.

مونږ د نورو په څېر د يوه ناپېژندل شوي څيز عبادت نکوو مګر زمونږ سپيڅلي کتاب قرآنکريم د عقلي او نقلي دلايلو په مټ راپيژني او بيا يې مونږ په عبادت مکلفوي.

دا يوازې د اسلامي امت د علماوو ابتکار ده چې د علم کلام او فقهې په څير علوم يې وضع کړي.

لومړی علم يعنې خدای پيژندنه او دوهم بيا ددې لپاره چې په هغه جل جلاله ايمان لرو او دا زمونږ په عبادت او له هغه جل جلاله سره په اړېکه درلودو باندې ښکاره دليل ده.

الله تعالی دې مونږ او تاسو ته په علم کولو او په هغې باندې د عمل کولو توفیق رانصیب کړي

په درنښت



 

Comments

Popular posts from this blog

د ماشومانو لپاره په زړه پوری دینی رساله په پشتو ژبه/ لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد

د اهل بیت دیني او سیاسي مقام د اهل سنت له نظره:

د اسلام له نظره د ماشومانو حقونه/Children's rights from an Islamic perspective