د روژې روحاني او ټولنیزې ګټې او فضایل

Image
                                   ليکوال : محمديوسف صديقي د تدريب ائمه استاد الحمدُ لِلَّهِ وكَفَى، وصَلَوَاتُ اللهِ وسَلاَمُهُ على عَبْدِهِ المصْطَفَى، نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ وعَلَى آلِهِ وصَحْبِهِ أَهْلِ الْوَفَى، وسَلَّمَ تسليمًا كثيرًا.أمَّا بعدُ: د روژی روحانی او ټولنیزی ګټی او فضایل د عباداتو هدف چې رب تعالی يې خپلو بنده ګانو ته د ترسره کولو امر کوي ، يواز ې او يواز ې د يو څو ځانګړو حرکتونو ترسره کولو هدف او مرام نه دی بلکې په دې ټولو کې د انسان د بدن او روح د اصلاح او روزنې مفهوم پروت دی ، پدې سره د کائناتو خالق غواړي چې انسان د مراتبو په لحاظ سره په باطني او ظاهري بڼه روزلو سره لوړ مقام ته ورسوي ، همدا لامل دی چې رب لایزال د خپل تخلیقي قدرت دغه فلسفه د عبادت د نظام په بڼه يو داسي روزنیز نظام انسان ته ورکړی دی چې بل هيڅ مخلوق ته نه دی ورکړل شوی . روژه د عبادت د الهي نظام يو له مهمو عناصرو څخه دی   . د روژې ځيني معنوي او ټولنیزې اغیزې ستاسو حضور ته وړاندي کوم ، تر څو لوستونکي د روژې په مبارکه میاشت کې د فکر او عمل له لارې د روژې د ظاهري او باطني آدابو په ترسره کولو سره د ر

د اهل بیت دیني او سیاسي مقام د اهل سنت له نظره:

 

د اهل بیت دیني او سیاسي مقام د اهل سنت له نظره:


 

                    لیکوالان:استاد محسن حنیف،استاد نجیب الله عمري،مفتي محمد یوسف صدیقي .

سریزه:

د اهل بیت پر ارزښتونو اتفاق دی، خو په دې کي اختلاف دی چي اهل بیت څوک دي؟ نو پېژندني ته يې اړتیا لیدل کېږي.

د اهل بیت یو نامتو شخصیت امام جعفر صادق (رح) دی چي په شرعي علوم کې ځانګړې تفقه موصوف د یوې ځانګړي تګلارې څښتن وګرځاوه. د وخت په تېرېدو امام جعفر صادق ته په نسبت شوې تګلاره یا مذهب کي ناسم شیان هم ګډ شوي چي دا هم ځینو ته د اندېښنې لامل دی. 

                اهل سنت چې تر ډیره یې د قضایاوو په هکله قضاوتونه په سوچه شرعي نصوصو متکي دي، د دوی لخوا د امام جعفر صادق بې پرې هر اړخیزه پيژندنه به پر دغه ګل پرېوتی غبار لري کړي او په علمي لحاظ په ملي ژبه د څیړنې ځنځیر ته یوه کړۍ هم ور اضافه کړي. د پورته حقایقو په نظر کې نیولو سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لورې (امام جعفر صادق د اهل سنت له نظره) تر سرلیک لاندې یو ملي سمپوزیم په لاره اچول شوی او د مقالې لیکلو غږ یې هم کړی. دا مقاله د ټولو څیړنیزو معیارونو په نظر کې نیولو سره او د یاد سمپوزیم پالیسي ته په کتو د مشخصو پوښتنو، ځانګړې څیړنیز تګلارې او مطرح شوو محورونو پر اساس لیکل شوې ده.

د څیړنې اهداف: 

د اهل بیت صحیح تعریف او د امام جعفر صادق واقعي څېره پېژندل، په علمي لحاظ په ملي ژبه علمي اغېز شیندل او د ارشاد، حج او اقافو وزارت ملي سمپوزیم ته د یوې معیاري مقالې چمتو کول يې له اهدافو څخه دي.

د څیړنې مخینه: 

که څه هم د مقالې موضوع په ټوله معنا نوې نه ده اما د ځینو پنځونو په کارولو سره د نورو لیکنو څخه یې متمایز ګڼلای شو. لویه ځانګړنه یې پښتو ژبه ده، که څه هم نورو ژبو کې یاده موضوع کې لیکني څه بلکې کتابونه شتون لري، خو پښتو کې ډیر څه نه ترسترګو کیږي. سربېره پر دې له معتبرو سني سرچینو څخه ګټه پکې اخیستل شوې او اختلافي موارد د شرعي نصوصو په رڼا کې معیاري څیړل شوي.

دڅیړنې تګلاره

د څیړنې د لا بډاینې او علمي کیدو په پار به د تحلیلي یا توصیفي، کتابتونیز  او الکترونیکي تګلارو څخه کار اخلو. اړوند موضوعات به د ټولو علمي معیارونو په پام کې نیولو سره تحلیلوو او له ټولو معتبرو علمي اثارو څخه به د علمي امانت په ساتلو سره ګټه پورته کوو.

د څیړنې پوښتنې

د یادولو ده، چې څیړنه کې په مشخص ډول سره لاندینیو پوښتنو ته مستدل جوابونه ویل شوي:

اهل بیت چا ته ویل کېږي؟

د امام جعفر صادق ټولنیز، علمي  او سیاسي مقام څه دی؟

 د اموي او عباسي خلافت په وړاندي د امام جعفر صادق تګلاره څه وه؟

دامام جعفر صادق سیاسي آراء او نظریات څه کیدای شي؟

د خلافت پر ضد د اهل بیت او نورو د پاڅون په اړه د امام جعفر صادق دریځ څه وو؟

د امام جعفر صادق نظریات او دریځ د نورو فقهي او کلامي مذاهبو په وړاندي څه وو؟

د امام جعفر صادق د مذهب خپرېدو سیمي کومي دي؟

څیړنه د ښې ګټه اخیستنې په پار د دریو اصلي او پنځو فرعي عناوینو، لنډیز او شپږو سپارښتنو په درلودلو سره پای ته رسېږي.

 اهل بیت څوک دي؟

قرآن کریم وايي: يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِنَ النِّسَاءِ إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفًا وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا [1].

ترجمه: اې د پېغمبر مېرمنو! تاسو د نورو ښځو په شان نه یاست که تاسو تقوا وکړئ، نو مړامه وینا مه کوئ، که نه نو بیا به هغه څوک تمه پیدا کړي چي په زړه کي يې ناروغي ده، تاسو صافه معروفه وینا کوئ او په خپلو کورونو کي درنې اوسئ، د پخواني جاهلیت په څېر ځانونه بې حجابه مه څرګندوئ، لمونځ سم ادا کوئ، زکات ورکوئ او د الله او پېغمبر حکم منئ. اې د پېغمبر کورنۍ! الله تعالی صرف دا غواړي چي ناپاکي له تاسو لري کړي او پاک پاکیزه مو وروزي او هغه د الله آیتونه او د حکمت خبري په یاد لرئ چي ستاسو په کورونو کي لوستل کېږي. بې شکه الله تعالی نری لیدی په هرڅه خبر دی. 

د آیت مخکي او روسته برخي ته په کتو اهل سنت وايي: دا خبره د قرآن په صریح آیت ثابته ده چي د پېغمبر مېرمني د هغه اهل بیت دي. زوم، لور او ځینو لمسیانو ته خاص کول يې نه دلیل لري، نه د آیت له مخکي او وروسته برخي سره لګېږي، نه يې عرف او لغت  مني؛ ځکه د اهل بیت په استعمال کي اصل ښځي دي. اولادونو او نورو ته يې استعمال په تبعي او ضمني ډول وي؛ ځکه غالب هغوی بېل کورونه لري؛ نو د هغوی اهل بیت کېدل له قرآن څخه په صراحت نه ثابتېږي، خو د یو شمېر روایاتو په وجه هغوی هم په اهل بیت کي حسابېدای شي[2].   

 په عمومي عرف کي خلک کوروالا «اهل خانه» مېرمني ته او مُتَاَهّل واده والا ته وايي. لغتپوهان ټول پر دې متفق دي چي مېرمن اهل بیت ده. له دې په ها خوا اختلاف لري[3].

شیعه حضرات په دغه آیت سره په خپل استدلال کي وايي: دلته د جمع مذکر ضمیرونه «عنکم ویطهرکم» کارول شوي. که د پېغمبر مېرمنو ته خطاب وای، هرومرو به د جمع مؤنث ضمیرونه «عَنکُنَّ ویُطَهِّرکُنَّ» کارېدلي وای. نو دلته هغوی نه دي مراد[4] .

جواب: په قرآن کي چي کوم ځای مېرمن اهل بیت بلل شوې په دغه وخت کي د جمع مذکر ضمیر ورته کارول هم روا وي؛ څرنګه چي يې د ابراهیم علیه السلام یوې مېرمني ته د ملائکو د وینا حکایت کړی وايي: قَالُوا أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ رَحْمَتُ اللَّهِ وَبَرَكاتُهُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ [هود: 73] ترجمه: ملائکو وویل: آیا ته د الله له کارونو تعجب کوې اې اهل بیته «د ابراهیم مېرمني» د الله رحمتونه او برکتونه دي پر تاسو وي.

دلته خطاب یوازي د ابراهیم (ع) مېرمني ته دی په اول کي یې د مفرد مؤنث «تعجبین» لفظ ورته کارولی. وروسته يې په «علیکم» کي د جمع مذکر توري ورته کارولي دي.

دا رنګه د سورة طه: 10 والقصص: 29 په دوو آیتونو کي د موسی علیه السلام مېرمن د هغه اهل بلل شوې، د جمع مذکر ضمیرونه ورته کارول شوي[5].

دلته د جمع مذکر په ضمیر راوړلو کي نکته نارینه او ښځینه دواړو ته دغه حکم غځول او دوی ته دا خبره واضحه کول دي چي دوی ته د امر او نهي ټینګار په دې خاطر دی چي دوی د اهل بیت له جملې دي او الله د پېغمبر د ټولو اهل بیتو په هکله د ګناه له منځه وړل او له ګناه څخه پرهېز غواړي.

ابو سعود حنفي د سورة الأحزاب: 33 نمبر آیت په تفسیر کي د چادر د حدیث په اړه وايي:   د هغه روایت تطبیق که د آیت سره وشي، نو دا مطلب دی چي هغوی هم په اهل بیت کي حساب دي. داسي نه چي یوازي دوی اهل بیت دي. که فرضًا يې دغسي مطلب وي، په هغه صورت کي اعتبار نه لري؛ ځکه بیا خو هغه له قرآن سره په ټکر کي دی[6] .

که روایاتو ته مراجعه وکړو د هیڅي ډلي پر روایت د پخلي ټاپه او لاسلیک نشته. خو حق ته نژدې روایات همغه دي چي له قرآن سره په ټکر کي نه وي؛ شیعه له خپلو امامانو څخه ډېر روایات لري چي د کره او ناکره معلومولو لپاره حدیث په قرآن وتلئ.[7]   

د زینب (رض) سره د پېغمبر د واده په اړه انس (رض) وايي: پېغمبر د عائشې حجرې ته ورغلی، ویل: اې اهل بیت! سلام علیکم ورحمت الله. نو هغې هم ورته وویل: وَعَلَيْكَ السَّلَامُ وَرَحْمَةُ اللَّهِ، خپله اهل «مېرمن» دي څرنګه وموندله؟ الله دي برکت درکړي.           

    بیا پېغمبر د خپلو ټولو مېرمنو یوې یوې حجرې ته ورغلی، د هغوی ته همغسي ده وینا وکړه لکه عائشې ته او هغوی هم د عائشې په څېر جواب ورکړ. [8] 

کوم روایت چي په وجه يې مېرمني له اهل بیته بهر بلل شوي د مسلم الثبوت شارح يې په هکله ویلي:

په اول حدیث ( د ام سلمې) کي دلیل نشته  چي د پېغمبر مېرني په اهل بیت کي داخل نه دي، بلکي هلته د پېغمبر مطلب دا دی چي ته پر خپل ځای اوسه، ته پر غوره مقام، د اهل بیت له جملې او د آیت په صریح مفهوم کي داخل يې. زه د هغه چا په هکله دعا کوم چي آیت يې په هکله صریح نه دی راغلی[9]. نو د هغې لپاره بیرته همغه د آیت په متن کي ذکر شوي مطلب غوښتل تحصیل د حاصل دی.

پورته خبري د حدیث له ځینو الفاظ هم ثابتېږي[10]؛ ام سلمه وايي: پېغمبر فاطمه، حسن او حسین تر خپل چادر لاندي راغونډ کړل او بیا يې الله ته زارۍ شروع کړې ویل: اې ربه! دغه زما اهل دي. ام سلمه وايي: ما وویل: اې د الله پېغمبره! آیا نو ما هم ورسره داخلوې. ده را ته وویل: ته خو زما له اهل څخه يې. (  قَالَ: أَنْتِ مِنْ أَهْلِي) [11].

ابن عاشور هم څلورو کسانو ته د اهل بیت تخصیص له قرآن سره په ټکر بللی وايي: (د چادر په حدیث کي دا نشته چي د اهل بیت صفت دي په همغو چادر والو پسې ځانګړی شي)[12].

که يې څوک په هغوی پسې د تخصیص دعوه وکړي، نو بیا وروستني امامان څه ډول تر لاندي کوي چي هغه وخت زېږېدلي هم نه ول؟ که يې وروستنیو ته د هغوی د پلرونو میراث ګڼي، نو بیا ولي د حسن اولادونو ټول ورڅخه بې برخي دي، د حسین په اولاد کي یوازي نه (9) کسانو ته رسېږي؟ آیا په ټول اسلام کي بل داسي مثال شته چي د آیتونو له منځه د یوې جملې تفسیر واخیستل شي د رهبري شوي توغندي په څېر په یو څو کسانو پسې ګرځي؟  

د تېر بیان لنډیز دا چي  په قرآن کي داسي آیتونه په صراحت شته چي یوازي يې مېرمن اهل بیت بللې او د جمع مذکر ضمیر يې هم ورته کارولی وي. د زوم، لور او لمسیانو په هکله نشته.

د عربي لغتپوهان ټول پر دې متفق دي چي مېرمن اهل بیت ده.   

په احادیثو کي دواړو خوا وو ته اهل بیت ویل شوي، خو داسي حدیث نشته چي مېرمن يې له اهل بیته ایستلې وي، د زومانو او لوڼو له منځه يې یوازي یو زوم، یوه لور، د هغوی دوه زامن او بیا یوازي د یوه زوی نه ((9 اولادونه (یو زوی او اته لمسیان) يې اهل بیت بللي وي  او نور يې له اهل بیته ایستلي وي.

که فرضا دغسي روایت پیدا شي، هغه له قرآن او معقولو دلائلو سره د ټکر په وجه مردود دی.

نو اهل سنت وايي: د اهل بیت اړوند آیتونه د پېغمبر د مېرمنو په هکله نازل شوي او هغوی د دغو آیتونو د اصلي مصداق په توګه اهل بیت دي، د اهل بیت په مفهوم کي د پېغمبر نور خپلوان: د تره زامن، لوڼي او لمسیان هم داخل ګڼيچي علي، فاطمه (رض) او د دوی اولادونه يې هم برخه ده. د دوی له اولادونو یو نامتو شخصیت امام جعفر صادق (رح) هم دی چي په راتلونکي عنوان کي يې پر ژوندلیک ږغېږو.  

د امام جعفر صادق (رح) ټولنیز، علمي  او سیاسي مقام:

د امام جعفر صادق ټولنیز مقام: یاد شخصیت جَعْفَر بن مُحَمَّد بن عَليّ بن الْحُسَيْن بن عَليّ بن أبي  طَالب (رَض) په صادق مشهور، د پلار لخوا يې نسب علي او فاطمې (رض) بیا د هغې په واسطه رسول الله ته رسېږي او د مور لخوا يې نسب ابوبکر (رض) ته رسېږي؛ ځکه د ده مور ام فروَه د قاسم بن محمد بن ابي بکر (رض) لور ده او د ام فروه مور اسماء بیا د عبد الرحمن بن ابي بکر (رض) لور ده. یعني مور يې د ابوبکر (رض) د یوه زوی (محمد) لمسۍ ده. او د مور مور يې بیا د ابوبکر (رض) د بل زوی عبد الرحمن لور ده. نو د پلار لخوا علوي دی او د مور لخوا صِدِّیقي دی. په آتیایم سپوږمیز کال زېږېدلی [13].

په دا وجه به امام جعفر صادق (رح) ویل: زه ابوبكر صدیق دوه ځله زېږولی یم [14].                    ابوبکر زما نیکه دی، آیا سړی به خپل نیکه ته بد ووايي؟ ما ته دي د محمد شفاعت نه رسېږي که به زه د دواړو شیخینو سره دوستي او د دوی له دښمنانو سره دښمني نه لرم [15].

 د امام جعفر صادق (رح) علمي مقام:

اهل سنت امام جعفر صادق له خپلو دیني مشرانو څخه ګڼي. ده که څه هم ډېر احادیث له خپله پلاره نقل کړي، له هغه څخه علاوه د اهل سنت په نورو عالمانو کي هم استادان او شاګردان لري[16].

د اهل سنت ژورپوه امام ابوحنیفه (رح) يې په اړه وايي: ما تر جعفر صادق ستر فقیه نه دی لیدلی[17].

شیخ الإسلام ابن تيميه (رح) وايي: جعفر صادق رضي الله عنه د اهل علم او اهل دین له غوره شخصیتونو څخه دی [18]. جعفر بن محمد الصادق شيخُ علماءِ الأمةِ[19].  

ابن شاهین وايي: له عثمان بن ابي شیبه څخه د امام جعفر صادق په اړه پوښتنه وشوه؟ هغه وویل: آیا د جعفر غوندي شخصیت په اړه هم پوښتني ته اړتیا شته؟ هغه ثقه دی، خو مهمه دا ده چي له ده څخه راویان ثقه وي[20].

د دغه بحث لنډیز دا چي امام جعفر صادق له علمي پلوه لوړ شخصیت دی، خو ده ته چي کومه وینا یا عمل څوک نسبت کوي، په هغه کي دا شرط دی چي راویان به يې ثقه وي.

  د امام جعفر صادق سیاسي مقام:

د علم الرجال ماهر محمد بن عبد الله عجلي، د امام جعفر صادق (رح) په سوانحو کي وايي:

دغه کورنۍ داسي ځانګړنه لري چي بل څوک يې نه لري؛ له امام جعفر صادقه تر علي (رض) پوري پنځه سره ټول امامان دي[21].

دلته څه توضیح ته اړتیا شته ځکه چي پخوا هم سیاست او امامت یو له بل سره تړلي بلل شوي؛ لکه عبد الله بن قتیبة چي د ( الامامة والسیاسة ) په نامه کتاب هم لیکلی دی. نو دې وضاحت ته اړتیا شته چي د ده سیاسي مقام کوم ډول سیاسي مقام دی؟ آیا په همغه کچه دی چي د علمي او ټولنیز مقام غوښتنه يې ده او که تر دې هم پورته د الله لخوا د نبوت په شان ورته ټاکل شوی سیاسي مقام دی او دی يې معصوم امام ګرځولی دی؟

اهل سنت امام جعفر صادق (رح) ته دیني، علمي لوړ مقام او سیاسي بصیرت مني، خو د پېغمبرانو (ع) وروسته هیڅوک معصوم او د الله لخوا په صریح نص ټاکل شوی امام نه ګڼي.

 دوولس امامیزه شیعه حضرات په خپل تفسیر اهل بیت معصوم ګڼي. د عصمت په تعریف کي هم د دوی ځینو عالمانو ويلي: عصمت له وړو او لویو ګناهونو، خطا او هېري پاکوالی او خلاصون دی.[22] د عصمت لپاره هم دوی په دغه آیت پسې لاس نیسي.

    د دوی د استدلال په رد کي شیخ ثناء الله پاني پتي (رح) وايي:

یوه وجه خو دا ده چي دغه آیت په علي، فاطمې او زامنو پسې خاص نه دی، بلکي د امهات المؤمنین په هکله نازل شوی دی؛ لیکن دغه محترمین د هغوی په حکم کي داخل دي. بله وجه دا چي دغه آیت پر عصمت دلالت نه کوي؛ ځکه دغسي د تطهیر توري په سورة المائدة: ۶ کي د اوداسه په بیان کي الله ټولو مؤمنانو ته کارولي[23]. داسی په سورة الأنفال: 11 کي هم راغلي.

د مسلم الثبوت شارح د اهل بیت د نه عصمت په هکله وايي:

په آیت کي ویلي شوي چي الله غواړي ستاسو څخه «رِجس» لري کړي. رِجس خو ګناه ده. نو معنی يې دا ده چي الله غواړي ستاسو څخه ګناه لري او له ګناهونو پاک کړي. نو ډېر څه چي له دې آیته ثابت شي له ګناهونو پاکوالی ثابتېږي. نه په پرېکړه له خطا څخه عصمت. دا به څرنګه ورڅخه لازمېږي په داسي حال کي چي خطا شوي مجتهد ته خو اجر ورکول کېږي. نو څرنګه به د هغه خطأ ناپاکي وي. بلکي حق دا دی چي دغه آیت له ګناهونو څخه هم عصمت نه ثابتوي، یوازي د ګناهونو محو کېدل ثابتوي؛ ځکه د یو شي له منځ وړل يې مخکینی شتون غواړي. نو له دې آیته عصمت نه لازمېږي[24] .

قرآن اهل بیت هم قرآن او سنت ته په مراجعه امر کړي، په احکامو کي يې د اهل بیت مخالف نه غندلی، نه يې دوی مرجع معرفي کړي[25].

لنډه دا چي جعفر صادق او د هغه کورنۍ کسبي سیاسي مقام لري. خو د الله لخوا هغوی ته په کوم شرعي نص د هغه سیاسي مقام: امامت او عصمت نه دی ټاکل  شوی؛ ځکه د دې خبري لپاره قطعي دلیل نشته. 

د اموي او عباسي خلافت په وړاندي د امام جعفر صادق دریځ:

 د امویانو په دور کي د نورو خبرو تر څنګ دا خبره هم وه چي علي (رض) ته به د ممبر له پاسه بد ویل کېدل آن تر دې چي د جمعې د خطبو برخه وه[26].  

خو د عباسیانو په دور کي بیا دغه وضعیت څه تغیر خوړلی؛ عبد العزیز بن محمد الدَّراوَرْدِيّ وايي: امام مالک له امام جعفره حدیث نه دي نقل کړي تر هغه وخته چي عباسیان واک ته ورسېدل [27]؛ دا ځکه چي عباسیان د علویانو د تره زامن ول او په پیل کي يې د امویانو پر ضد ګډ شعار در لود چي د محمد د کورنۍ راضي کول او له دښمنانو يې انتقام اخیستل وو[28]. واک تر رسېدو وروسته بیا دوی هم لکه زموږ مجاهدین په خپلو کي اختلاف سره پیدا کړ[29].     خو جعفر صادق د هغوی اصلاح د بیان له لاري کوله؛ خیر الدین الزِرَکْلي د امام جعفر صادق په ژوندلیک کي وايي: د عباسي خلفاء سره يې ډېر اخبار نقل شوي او د هغوی په وړاندي زړه ور او د حق تصریح کوونکی وو [30].

دامام جعفر صادق سیاسي آراء او نظریات:

   عبد الکریم شهرستاني د امام جعفر صادق  (رح) په هکله  لیکي:

جعفر صادق (رح) په دین کي د ډېري پوهي، په حکمت کي د بشپړ ادب، په دنیا کي د ډېر زهد او له شهواتو څخه د بشپړي پرهېزګارۍ خاوند وو. څه وخت په مدینه کي اوسېدی، هغه ډلي ته يې علم فایده رسول چي ده ته يې نسبت کېږي او څوک چي د ده دوستان ول د علومو اسرار يې ور رسول. وروسته بیا عراق ته ننووت، هلته هم څه موده واوسېدی، نه يې ځان مشرۍ ته نوماند کړی او نه يې له هیچا سره د خلافت پر سر نزاع او مخالفت کړی دی[31].

عَبْدُ الجَبَّارِ بنُ عَبَّاسِ هَمْدَانِي وايي: موږ چي کله غوښتل له مدینې وکوچېږو، امام جعفر صادق را ته وویل: که خدای کول تاسو د خپل ښار صالح خلک یاست، نو خپل ښاریانو ته زما لخوا دا خبره ورسوئ چي زه له هغه چا بېزاره یم چي زما په هکله دعوه کوی چي زه معصوم امام یم خبره منل مي فرض دي[32].

د خلافت پر ضد د اهل بیت او نورو د پاڅون په اړه د امام جعفر صادق دریځ:

په پاڅونوالو کي که څه هم داسي اشخاص وو چي شخصیت يې امام جعفر صادق ته د تأيید وړ وو، خو د هغوی وسلوال پاڅون د ده لخوا نه دی تأیید شوی؛ عن ابي عبدالله (ع) قال: "كل راية ترفع قبل قيام القائم فصاحبها طاغوت يعبد من دون الله عزوجل [33].

ترجمه: د قائم «امام مهدي غائب علیه السلام» ترجنډۍ مخکي چي هره جنډۍ پورته کېږي، د هغې څښتن طاغوت دی چي له الله پرته يې عبادت کېږي.

که هرڅه هم د دغې جنډۍ پورته کوونکی حق ته بلنه کوي[34].

جناب آیت الله العظمی منتظري وايي: روايت از جهت سند صحيحه است [35].

دغه روایت فقهي تأیید هم لري؛ په وسائل الشيعة او مستدرك الوسائل کي شیعه فقهاؤ پر دغه روایت داسي باب هم لیکلی: (باب حكم الخروج بالسيف قبل قيام القائم (عليه السلام) [36].

دغه روایت د اهل تشیع د اوسني انقلاب سره سمون نه درلود، نو ځینو شیعه عالمانو د دغه روایت هدف همغه د عباسیانو پر ضد د علویانو پاڅونونه تحریمول ښودلي[37].  

ځینو يې نور جوابونه کړي دي، خو د قناعت وړ نه دي[38]؛ په همدې وجه یو شمېر زیدي شیعه عالمان د ایران اوسنی انقلاب هم د خپل امام زید د تګلاري عملي کول ګڼي، وايي:

کوم څه چي خمیني، محمد باقر صدر، علي شریعتي، مطهري او نورو ترسره کړي، دا د امام زید د عملي تګلاري را غځول دي: هغه خلک چي انقلاب ناروا ګڼي په دې فکر چي هرڅومره ناروا زیات شي د امام څرګندیدل را نژدې کېږي، د دغو خلکو پر ضد د خمیني ردونه د ده په ځینو کتابونو کي د امام زید د تګلاري له پیروۍ پرته د بلي تګلاري مطابق نه شي کېدای. که داسي نه وي نو اې ځېرکه لوستونکیه! ته را ته ووایه د امامیه وو څومره انقلابونه تاریخ ثبت کړي؟ د زیدیه وو څومره انقلابونه تاریخ ثبت کړي؟ [39]

لنډه دا چي امام جعفر صادق د مسلمانانو پر ضد جګړه او د اسلامي نظام ړنګول نه غوښتل.

د امام جعفر صادق نظریات او د نورو مذاهبو په وړاندي يې دریځ:

د امام جعفر صادق دریځ د نورو فقهي او کلامي مذاهبو په وړاندي د اهل سنت په کتابونو کي معتدل او د اسلامي ورورولۍ پر اساس ښول شوی دی؛ ده به ویل:

په دین کي له خصومت او جګړې ډډه کوئ؛ ځکه دا کار زړونه مشغولوي او نفاق زېږوي [40].

دا رنګه امام جعفر ویل: زه له هغه چا بېزاره یم چي ابوبکر او عمر له ښو پرته (په بدو ) يادوي [41].

: الله دي له هغه چا بېزاره وي چي هغه له ابوبکر او عمر څخه بېزاره کېږي[42].

حدیثپوه امام ذهبي وايي: دغه وینا له امام جعفر صادق څخه په تواتر ثابته ده[43]. 

د امام جعفر صادق او د هغه له کورنۍ سره د اهل سنت اړېکي د محبت پر اساس وې او دوی خپلو مشرانو ژورپوهانو ته هم دا ویاړ بولي چي له دغي کورنۍ څخه يې علم ترلاسه کړی وي؛ مولانا عبد الحي اللکنوي د امام ابوحنیفه (رح) په ستاینه کي ویلي:  امام بوحنيفه (رح) له ډېرو امامانو څخه حدیث نقل کړي؛ لکه: امام محمد باقر، اعمش (رح) او نور[44].

خو امام جعفر صادق له هغي کورنۍ څخه دی چي ساده دوستانو یا ځیرکو دښمنانو يې ناوړه کرکجني خبري هم ورته نسبت کړي دي؛ لکه دغه یو څو روایات:

کُلَیني د خپل معتبر کتاب «الکافي» په «کتاب الحجة» کي داسي عنوان لیکلی: «باب أَنَّ الْوَاجِبَ عَلَى النَّاسِ بَعْدَ مَا يَقْضُونَ مَنَاسِكَهُمْ أَنْ يَأْتُوا الْإِمَامَ» په دغه باب کي يې یو داسي روایت راوړی:

سدير له امام ابوجعفر (رح) څخه نقلوي وايي: ثُمَّ قَالَ يَا سَدِيرُ فَأُرِيكَ الصَّادِّينَ عَنْ دِينِ اللَّهِ ثُمَّ نَظَرَ إِلَى أَبِي حَنِيفَةَ وَسُفْيَانَ الثَّوْرِيِّ فِي ذَلِكَ الزَّمَانِ وَهُمْ حَلَقٌ فِي الْمَسْجِدِ فَقَالَ هَؤُلَاءِ الصَّادُّونَ عَنْ دِينِ اللَّهِ بِلَا هُدًى مِنَ اللَّهِ وَ لَا كِتَابٍ مُبِينٍ إِنَّ هَؤُلَاءِ الْأَخَابِثَ لَوْ جَلَسُوا فِي بُيُوتِهِمْ فَجَالَ النَّاسُ فَلَمْ يَجِدُوا أَحَداً يُخْبِرُهُمْ عَنِ اللَّهِ تَبَارَكَ وَ تَعَالَى وَ عَنْ رَسُولِهِ (صلى الله عليه وآله) حَتَّى يَأْتُونَا فَنُخْبِرَهُمْ عَنِ اللَّهِ تَبَارَكَ وَ تَعَالَى وَ عَنْ رَسُولِهِ (صلى الله عليه وآله) [45].

 ترجمه: سدیر وايي: بیا امام ابوجعفر (ع) وفرمایل: اې سدیره! آیا هغه خلک در ووینم چي د الله له دینه خلک بندوي؟ بیا يې ابوحنیفه او سفیان الثوري ته دغه وخت وکتل او دوی په مسجد کي حلقه ول، نو ده وفرمایل: دغه خلک د الله د لارښووني او روښانه کتاب پرته خلک د الله له دینه بندوي. که دغه خبیثان (مرداران) په خپلو کورنو کيناستلي وای، نو خلکو پلټنه کړې وای، بیا به يې هیڅوک نه وای موندلی چي د الله او د پېغمبر له حکمه يې خبر کړي ترڅو چي موږ ته راغلي وای. نو موږ به د الله او پېغمبر له حکمه خبر کړي وای.

- کُلَیني په همغه (الکافي) (باب البدع والرأي والمقائيس) کي د موسی بن جعفر (رح) په حواله نقلوي چي هغه ویلي: لعن الله أبا حنيفة كان يقول: قال علي وقلت أنا[46].دغه روایت وايي: چي د امام جعفر زوی پر امام ابوحنیفه لعنت وایه.

- علي بن اَسباط له امام جعفر صادق څخه روایت کوي چي الله د عرفې په بېګاه د حسین بن علي « ع » زیارت کوونکو ته په نظر شروع کوي. ما ورته وویل: مخکي تر دې چي په عرفات کي ولاړو خلکو ته نظر وکړي؟ ده وفرمایل: هو. ما ویل: دا نو څرنګه؟ ده وفرمایل: دا ځکه چي په عرفات والا کي د زنا اولاد شته او د حسین په زیارت کوونکو کي د زنا اولاد نشته.[47]    

د حسین زائرین شیعه زنا هیڅ نه کوي، فقط پاکه صافه صیغه کوي. 

ډېر شیعه ملایان له امام ابوجعفر څخه نقلوي: (إن الناس كلهم أولاد بغايا ما خلا الشيعة)[48]. 

ترجمه: له شیعه ګانو پرته نور ټول خلک له شکه وتلي حرموني دي. 

دغه روایت د شیعه حضراتو مستدرک سفینة البحار د کلیني کافی ته هم حواله کړی دی[49]. دا رنګه د اصول کافي شارح هم د هغه په حواله راوړی او په شرح کي يې وايي: 

د دې روایت بیان داسي کېږي چي د غنیمت نیمه برخه، فیئ او خراج ټول مال، بلکي د نړۍ ټوله شتمني د امام علیه السلام ده. چا ته چي وغواړي ورکوي يې او څه چي وغواړي د هغه مالک يې جوړوي. نو کوم څه چي د شیعه پرته نور خلک تصرف په کې کوي؛ لکه مینځي، د هغوی قیمتونه، د ښځو ولورونو، دا ټوله امام پر دوی حرام کړي، یوازي د شیعه ګانو لپاره يې حلال کړي چي هغوی پاک وزېږي[50].  

د دغه سرلیک لنډیز دا چي امام جعفر صادق د نورو مذاهبو په وړاندي د اسلامي ورورولۍ دروند دریځ درلود او اهل سنت دوی ته ډېر معتدل درناوی درلود او لري. خو مغرضو خلکو دلته هم ډېر تخریبونه کړي او دغه شخصیت او د هغه پلار او زوی ته يې کرکجني خبري نسبت کړي.  

د امام جعفر صادق مذهب  او د خپرېدو سیمي يې:

د هر مسلمان مجتهد مذهب دوه اړخه لري:

یو يې هغه د الله لخوا ټاکل شوي اصول یا د اسلام اصلي متن قرآن کریم او له پېغمبر څخه ثابت سنت دی او په دې هر عاقل بالغ انسان مکلف دی.

بل اړخ يې هغه د یو مجتهد فکري تګلاره ده. امام جعفر صادق په دې اړخ کي هم ځانګړی فکر درلود. دلته دا خبره ضروري ده چي آیا دغه کوم مذهب چي د جعفري په نامه دی، دغه رښتیا د امام جعفر مذهب دی که، نور څه په ګډ شوي دي؟

که دغه د ده مذهب وي نو رسمي دولت يې ایران دی، دویمه درجه بیا په عراق او لبنان کي شتون لري، سوریه هم په سیاست کي له ایران سره جوړه ده، خو تشیع يې د جعفري مذهب سره توپیر لري. دا رنګه په یمن کي شیعه زیات دي، خو هغوی زيدي شیعه دی، هغو پر جعفري مذهب سختي نیوکي هم لري. نور څو سلنه په پاکستان، هند، افغانستان او داسي په عربي هیوادونو کي هم شته، خو په دقیقه توګه يې موږ ته تر اوسه معلومات نه دی شوی. زموږ له نظره د مذهب تر کمیت د هغه کیفیت مهم دی. موږ اوس دغه ګډوډ روایات چي ډېره برخه يې ناسم دي، د امام جعفر صادق مذهب نه شو بللای، د سمون لپاره يې وړاندیزونه لرو. 

لنډيز:

په دغه مقاله کي: لومړی اهل بیت معرفي شوي. سرچینه يې قرآن، ترڅنګ يې حدیث، له عربي لغتپوهانو او اهل علم څخه نقل دی.    

زموږ د څېړني پایله دا چي د پېغمبر مېرمني د آیتونو د مصداق په توګه اهل بیت دي، خو په دې صفت کي د پېغمبر نور خپلوان هم داخل دي.

دویم د اهل بیت د نامتو شخص جعفر صادق ټولنیز، علمي او سیاسي مقام څېړل شوی. 

 په ټولنیز لحاظ د امام جعفر صادق نسب د پلار لخوا علي او فاطمې (رض) او بیا د هغې په واسطه رسول الله ته رسېږي او د مور لخوا يې نسب ابوبکر (رض) ته رسېږي؛ په دا وجه يې له ابوبکر (رض) څخه کلکه دفاع هم کوله.  

له علمي پلوه امام جعفر صادق لوړ شخصیت دی، خو ده ته چي کوم څه نسبت کېږي، ثبوت يې شرط دی.

امام جعفر صادق کسبي سیاسي مقام لري. خو په شرعي نص هغه ته سیاسي مقام: امامت او عصمت نه دی ټاکل  شوی؛ ځکه د دې لپاره قطعي دلیل نشته.

له امام جعفر صادق سره تر امویانو د عباسیانو چلند ښه وو. ده پر دواړو نیوکي لرلې، خو د خلافت پر ضد يې جګړه او د نظام ړنګول نه تأییدول.

 د امام جعفر صادق او نورو مذاهبو ترمنځ د ورورولۍ اړېکي وې، خو مغرضو خلکو دلته هم ډېر تخریبونه او دغه شخصیت او کورنۍ ته يې ناوړه کرکجني خبري نسبت کړي.   

وړاندیزونه:

        د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزارت په نوښت دي لاندي کارونه ترسره شي:

1-  اهل سنت دي د امام جعفر صادق له لاري نقل شوي روایات له خپلو کتابونو راجمع او تر څېړني وروسته چاپ کړي لکه څرنګه چي يې د امام ابوحنیفه له لاري نقل شوي روایات جمع او چاپ کړي دي.

2-  د امام جعفر فقهي اقوال دي هم اهل سنت له خپلو کتابونو را جمع او ترڅېړني وروسته چاپ کړي.

3-  د امام جعفر مذهب ته منسوب خلک (جعفریان) دي په خپل مذهب کي امامانو او پېغمبر ته منسوب روایات د یوې متخصصي کمېټې لخوا وڅېړي، کره او ناکره دې سره بېل کړي، ترڅو دغه د کب نیولو لپاره خړي اوبه صافي شي.

4-  دغه رنګه دي له یوې متخصصه کمېټې لخوا په خپله فقه کي مفتَی بِه (کره) او ناکره اقوال سره بېل کړي او د مفتَی بِه اقوالو کتاب دي وټاکي.

5-  هغه چا چي د امام جعفر صادق یا د هغوی د کورنۍ د امامانو په نامه په خپلو کتابونو کي د قرآن د تحریف باب او عنوان د دعوې په توګه ذکر کړی، له هغوی څخه دي بېزاري اعلان شي؛ ځکه دغه مذهب ته يې ناحقه د کفري عقیدې نسبت کړی دی او که بېزاري څوک نه ورڅخه اعلانوي، نو معنا يې دا ده چي دوی دغه د قرآن د تحریف عقیده کفر نه بولي.

6-  هغه چا چي د امام جعفر صادق یا د هغوی د کورنۍ د امامانو په نامه په خپلو کتابونو کي د اهل سنت د ديني مشرانو سپکاوی کړی یا يې د هغو کافر ګڼل د ایمان برخه بللې وي، له هغوی څخه دي هم خپله بېزاري اعلان کړي.

  



[1] - سورة الأحزاب: 32 – 34.

[2] - ابن كثير،  تفسیر القرآن العظیم (6 / 364)  و شيخ ثناء الله پاني پتي، التفسير المظهري: 7 /340. وګوره.

[3] - خليل بن أحمد الفراهيدي، كتاب العين: 4 / 89 وابن فارس القزويني، مقاييس اللغة: 1 / 150 و الأزهري، تهذيب اللغة: 6 / 220 و ابن منظور الإفريقى، لسان العرب :  11 / 29، والفیروز آبادي، القاموس المحيط صـ: 963 دي وکتل شي.  

[4] - السيد محمد حسين الطباطبائي، تفسير الميزان جـ 16 صـ311. والسيد محمد حسين الحسيني الطهراني، معرفة الإمام: 9 / 162 وأسعد وحيد القاسم، حقيقة الشيعة الاثني عشرية: 1 / 51 دي وکتل شي.

[5] - الآلوسي، روح المعاني: 11 /194 والنسفي، المدارك (3 / 30) والشنقیطي، أضواء البيان : 6 /237 – 238 دي وکتل شي.

[6] - أبو السعود العمادي محمد بن محمد، تفسير أبي السعود: 7/ 103.

[7] - البشروي عبد الله بن محمد التوني، الوافية جـ 1 صـ 110- 111 والکلیني، الكافي جـ 1 صـ 69 حدیث رقم: 1- 5. والطبرسي، مجمع البيان جـ1صـ 45- 46، وغفاري علي أكبر، دراسات في علم الدراية جـ 1 صـ 295، الفيض القاساني، الأصول الأصيلة جـ 1 صـ 55 دي وکتل شي.

[8] - البخاري، صحيح البخاري: 6 / 119) ح: 4793 ومسلم بن الحجاج القشیري، صحيح مسلم (2 / 1046) ح: 1428 .

[9] - عبد العلي محمد بن نظام الدین الأنصاري، فواتح الرحموت: ۲/۳۰.

[10] - ابن عاشور، ا لتحرير والتنوير - (22 / 17)

[11] - الطحاوي، شرح مشكل الآثار ( 2 / 237) ح: 763.

[12] - ابن عاشور، التحرير والتنوير (22 / 16).

[13] - المزي، تهذيب الكمال (5 / 75) دا رنګه: ابن حجر العسقلاني، تهذيب التهذيب (2 / 103) وصلاح الدين الصفدي، الوافي بالوفيات (11 / 98) و السمعاني، الأنساب (8 / 250) وابن الأثير الجزري، اللباب في تهذيب الأنساب (2 / 229) والذهبي، الكاشف (1 / 295) وتذكرة الحفاظ (1 / 126) و السير (6 / 255) والعيني، مغاني الأخيار  (1 / 153). والسخاوي، التحفة اللطيفة (1 / 241)، والسيوطي، طبقات الحفاظ (صـ79) وابن الجوزي، المنتظم (8 / 110) دي وکتل شي. 

دا خبره شیعه هم مني؛ الكليني، الكافي  (1 / 692) والمفید، المقنعة (1 / 283) والطوسي، تهذيب الاحكام (6 / 78) واختيار معرفة الرجال (124 / 4) والصدوق بن بابويه القمى، عيون أخبار الرضا (ع) (2 / 43) والمجلسي، بحار الأنوار (2 / 123)  دي وکتل شي.   

[14] - الذهبي، الكاشف (1 / 295) وتذكرة الحفاظ (1 / 126) وسير أعلام النبلاء (6 / 255) والمزي، تهذيب الكمال (5 / 75) ابن حجر العسقلاني، تهذيب التهذيب (2 / 103) وصلاح الدين الصفدي، الوافي بالوفيات (11 / 98) وشمس الدين السخاوي، التحفة اللطيفة (1 / 241)، وجلال الدين السيوطي، طبقات الحفاظ (صـ79).

دغه خبره په یو شمېر شیعه سرچېنو له رد پرته راوړې ده؛ الخوئي، معجم رجال الحديث  (15 / 32) وأبو الفتح الإربلي، كشف الغمة (3 / 149) ومحمد الريشهري، موسوعة الإمام علي (16 / 253) وګوره.  

[15] - اللالكائي، شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة (7 / 1380) وعبد الملك بن حسين العصامي، سمط النجوم العوالي في أنباء الأوائل والتوالي (2 / 392)  

[16] - الذهبي، سير أعلام النبلاء (6 / 256)

[17] - العيني، مغاني الأخيار (1 / 153).

[18] - ابن تیمیة، منهاج السنة النبوية - (4 / 52)

[19] - ابن تیمیة، حقوق آل البيت (صـ40) وجامع المسائل لابن تيمية  (3 / 88)

[20] - ابن شاهین بغدادي، تاریخ الثقات (صـ54).

[21] - العجلي، الثقات  (صـ270)

[22] - الشيخ محمّد رضا المظفر، عقائد الامامية: 4/ 6.

[23] - الشیخ ثناء الله پاني پتي، التفسير المظهري:  7 /341 – 342.

[24] - عبد العلي محمد بن نظام الدین الأنصاري، فواتح الرحموت شرح مسلم الثبوت: ۲/۲۳۰.

[25] - همغه : ۲/۲۲۹.

[26] - القشیري، صحيح مسلم (4 / 1874) حدیث شمېره: 2409 و الحموي، معجم البلدان 3 /191 والقزويني، آثار البلاد وأخبار العباد صـ 202 دي وکتل شي.

[27] - الذهبي، سير أعلام النبلاء (6 / 256) والمزي، تهذيب الكمال (5 / 76) وأبو بكر بن أبي خيثمة، التاريخ الكبير (2 / 332)

[28] -الذهبي، تاريخ الإسلام (8 / 336)

[29] - ابن سعد، الطبقات الكبرى - متمم التابعين - (1 / 7)

[30] - الزركلي،  الأعلام (2 / 126).

[31] - الشهرستاني، الملل والنحل - (1 / 166)

[32] - الذهبي، سير أعلام النبلاء (6 / 259)

[33] - النعماني، الغيبة (9 / 5) والمجلسي ، بحار الأنوار (52 / 143) و الشيخ علي النمازي،  مستدرك سفينة البحار (4 / 258) والحر العاملي، الفصول المهمة .

[34] - المازندراني، شرح اصول الکافي (21 / 239).

[35] - آية الله العظمي المنتظري، مباني فقهي حكومت اسلامي  (1 / 46)

[36] - الحر العاملي، وسائل الشيعة (15 / 52) و النوري الطبرسي ، ومستدرك الوسائل  (11 / 34)

[37] - سماحة الشيخ باقر الإيرواني، دروس تمهيدية في الفقه الاستدلالى (2 / 21)

[38] - السيد جعفر مرتضى العاملي، مختصر مفيد أسئلة وأجوبة في الدين والعقيدة - (3 / 100) و السيّد محمّد الحسين الحسينيّ الطهرانيّ، معرفة الإمام (1 / 1) دي وکتل شي.

[39] - الشیخ عبد الله بن الحسين بن محمد الكبسي الديلمي، مع الإمامية في الإمامة والعصمة ص: 3.

[40] - الذهبي، سير أعلام النبلاء (6 / 264) و والمزي، تهذيب الكمال (5 / 92) وإسماعيل الأصبهاني، سير السلف الصالحين (صـ 721).

[41] - الذهبي، تاريخ الإسلام (3 / 274) والسيوطي، تاريخ الخلفاء (صـ 99) وابن عساكر، تاريخ دمشق (44 / 387).

[42] - الإمام أحمد بن حنبل الشيباني، فضائل الصحابة (1 / 160) والسنة لعبد الله بن أحمد (2 / 557).

[43] - و في النسخة الثانية " متأل ". الذهبي، سير أعلام النبلاء (6 / 260).

[44] - اللكنوي، الرفع والتكميل (ص: 70)

[45] - الكليني، الکافي: 1 / 581.

[46] - الکلینی، الكافي (1 / 75) حدیث شمېره:  13.

[47]. - المجلسي، بحار الأنوار: جـ 98 / صـ 85.

[48] - الحر العاملي، وسائل الشيعة (16 / 37) والمجلسي، البحار (24 / 311) والمحقق البحراني، الحدائق الناضرة (26 / 146) و الشيخ الأنصاري، كتاب المكاسب (2 / 86) والشیخ علي أبو معاش، الاربعين في حب امير المؤمنين(ع)ج3 - (1 / 1) وسيد شرف الدين حسينى استرآبادى، تأويل الآيات الظاهرة  (1 / 169) والسيد محمد صادق الروحاني، منهاج الفقاهة (56 / 8) والشيخ عبد على بن جمعة، تفسير نور الثقلين - (3 / 173)

[49] -الشيخ علي النمازي، مستدرك سفينة البحار (1 / 382).

[50] - المازندراني، شرح أصول الكافي (21 / 224)

Comments

Popular posts from this blog

د ماشومانو لپاره په زړه پوری دینی رساله په پشتو ژبه/ لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد

د اسلام له نظره د ماشومانو حقونه/Children's rights from an Islamic perspective