Posts

Image
په اسلام کې د بندگانو حقوق: لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد اسلام انسان ته په ډير ستر عزت او اکرام قايل دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا [الإسراء : 70] ژباړه: {او یقینًا مونږ د آدم اولادې ته ډېر عزت وركړی دی او مونږ دوى (په سورلیو باندې) په وچه كې او په سمندر كې سواره كړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي. د نړۍ د هر مذهب او ملت تعلیمات د دې خبرې ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي چې د هغه پیروان په امن او سلامتي کې ژوند وکړي ترڅو د انساني پرمختګ سرچینې په سم لور رواني شي او د ټولو انسانانو هوساینه تامین شي. اسلام د ټولو انسانانو لپاره حقونه وړاندیز کړي دي چې بشپړول يې اسانه دي ، مګر قرباني ته اړتیا لري. په اسلام کې چې کوم حقوق انسان ته ورکړل شوي دي ، هغه د انسانانو او ټولو مخلوقاتو د خالق (جل جلاله ) له لورې ورکړل شوي دي چې د مخلو...

د مسلمانانو د خپلمنځي سولې د اهميت پاتي برخه/The rest of the importance of peace among Muslims

Image
  د مسلمانانو د خپلمنځي سولې د اهميت پاتي برخه ليکوال : محمديوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد   Dal ly   Motivational   ورځنی تحرک  امام شافعي ( رحمة الله علیه ) فرمایلي : « فَحَقَّ عَلَى كُلِّ أَحَدٍ: دُعَاءُ الْمُ ؤْمِنِينَ: إذَا افْتَرَقُوا، وَأَرَادُوا الْقِتَالَ-: أَنْ لَا يُقَاتِلُوا، حَتَّى يُدْعَوْا إلَى الصُّلْحِ . ( أحكام القرآن للشافعي - جمع البيهقي – جـ 1 صـ 290) ژباړه : چي کله مؤمنان پر ډلو ووېشل شي او غواړي جګړه سره وکړي، نو پر هر چا دا فرض دي چي د جګړې پرېښوولو ته يې دعوت کړي تر څو سولي او جوړي ته بلنه ومني . قرآن کریم د سولي په رامنځ ته کولو کي په ډېرو ټینګو الفاظو امر کوي فرمایي : فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ . ( سورة الأنفال: 1) ژباړه: نو د الله څخه ووېرېږئ، خپلمنځي خرابي اصلاح کړئ «روغه جوړه وکړئ» او د الله او پېغمبر خبره ومنئ که مؤمنان یاست. عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ، قَالَ: قَالَ ...

Popular posts from this blog

په اسلام کي د سولي ارزښت/The value of peace in Islam

د روژې روحاني او ټولنیزې ګټې او فضایل