

window.dataLayer = window.dataLayer || []; function gtag(){dataLayer.push(arguments);} gtag('js', new Date()); gtag('config', 'UA-198236848-1');
-->
د مسلمانانو د خپلمنځي سولې د اهميت پاتي برخه
ليکوال : محمديوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد
امام شافعي ( رحمة الله علیه ) فرمایلي:
«فَحَقَّ
عَلَى كُلِّ أَحَدٍ: دُعَاءُ الْمُ
ؤْمِنِينَ: إذَا افْتَرَقُوا، وَأَرَادُوا
الْقِتَالَ-: أَنْ لَا يُقَاتِلُوا، حَتَّى يُدْعَوْا إلَى الصُّلْحِ.
(أحكام القرآن للشافعي - جمع البيهقي –جـ1صـ290)
ژباړه: چي کله مؤمنان پر ډلو ووېشل شي او غواړي جګړه سره وکړي، نو پر هر چا دا فرض دي چي د جګړې پرېښوولو ته يې دعوت کړي تر څو سولي او جوړي ته بلنه ومني.
قرآن کریم د سولي په رامنځ ته کولو کي په ډېرو ټینګو الفاظو امر کوي فرمایي:
فَاتَّقُوا
اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ
كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ.(سورة الأنفال: 1)
ژباړه: نو د الله څخه ووېرېږئ،
خپلمنځي خرابي اصلاح کړئ «روغه جوړه وکړئ» او د الله او پېغمبر خبره ومنئ که
مؤمنان یاست.
عَنْ
أَبِي الدَّرْدَاءِ، قَالَ: قَالَ ر َسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَلَا
أُخْبِرُكُمْ بِأَفْضَلَ مِنْ دَرَجَةِ الصِّيَامِ وَالصَّلَاةِ وَالصَّدَقَةِ»،قَالُوا:
بَلَى،قَالَ: «صَلَاحُ ذَاتِ البَيْنِ،فَإِنَّ
فَسَادَ ذَاتِ البَيْنِ
هِيَ الحَالِقَةُ»...لَا أَقُولُ تَحْلِقُ الشَّعَرَ، وَلَكِنْ تَحْلِقُ
الدِّينَ». (سنن الترمذي حدیث نمبر: 2509).
ژباړه: ابودرداء رضي الله عنه
وايي: پېغمبر علیه الصلاة والسلام وفرمایل: آیا تر روژې، لمانځه او صدقې په غوره
درجه مو خبر کړم؟ اصحابو کرامو وویل: هو. ده وفرمایل: خپلمنځي خرابي اصلاح کول «په
خپلو کي روغه جوړه را منځته کول» ؛ ځکه خپلمنځي خرابي رېبونکې ده، زه داسي نه وایم
چي وېښتیان رېبي
« پرې کوي»، بلکي دین رېبي.
آه! څومره اررښتناکه وینا ده؟
ريښتیا چي رحمة للعالمین محمد «علیه الصلاة والسلام» د انسانیت لارښود او د انساني
ټولني مرضونه يې
په ډېره ژورتیا درک او په ګوته کړي وو. ريښتیا چي خپلمنځي اختلافونه دین ټوټه –
ټوټه کوي. نن موږ وینو چي همدې خپلمنځي جګړو اسلام او مسلمان ملت څومره کمزوری کړی
دی؟ دین يې څومره بدنام کړی دی؟ نن غیر مسلمان موږ ته پېغورونه راکوي چي تاسو نورو
انسانانو ته کومه ګټه رسولي ده او خپل مسلمانانو ته مو کومه ګټه اړولې ده؟ د اسلام
دښمنان زموږ د همدې کمزورتیا څخه ګټه اخلي، د مسلمانانو عیبونه پر اسلام تاوانوي،
وايي: اسلام د جګړې، تباهي، ورانولو او انسان وژلو پرته نوره کومه لاس ته راوړنه نلري؟
د انسانیت لارښود محمد « علیه الصلاة والسلام» خو دغه خبرو ته متوجه وو چي د هغه
مشهور منافق عبد الله بن اُبَيد وژلو اجازه يې هم عمر رضي الله عنه ته ورنکړه چي
په ظاهره يې د اسلام کلمه ویله او پټ کفر يې په وحي ورته ثابت وو او د نه وژلو علت
يې دا بیان کړ چي بیا به خلک د اسلام پر ضد لا نور ناوړه تبلیغات هم پیل کړي او
وبه وايي چي محمد خپل ملګري هم وژني.
«دَعْهُ لاَيَتَحَدَّثُ النَّاسُ أَنَّ مُحَمَّدًا
يَقْتُلُ
أَصْحَابَهُ».(صحیح البخاري حدیث نمبر: 4907 وصحیح مسلم حدیث نمبر:2584).
راځئ پر اسلامي امت او سپېڅلي دین
زړه وسوځو، د خپلو ناوړه کړنو داغ ورڅخه لري کړو. که نه نو ورځ په ورځ کمزوري
کېږو؛ دا موږ نه وایو، قرآن کریم وايي:
وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا
فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ.(سورة الأنفال: 46)
ژباړه: د الله او پېغمبره حکم
ومنئ، په خپلو کي شخړي « لانجې » مه سره کوئ، که نه نو بیا به ستاسو برم
( د مقاومت توان) او زور به مو له منځه ولاړ شي.«یو بل ته» حوصله او زغم وکړئ؛ بې
شکه چي خدای تعالی د زغم لرونکو ملګری
دی.
د سولي اهمیت او غوره والی د دې
ځایه هم ښکاري چي د سوله غوښتونکي سره مرسته يې هم پر نورو خلکو لازمي کړې ده.
زکات په اسلام کي دریم رکن دی. یوه برخه يې قرآن کریم هغو قرضدارانو ته ټاکلې ده
چي د خلکو تر منځ په سوله کي يې مال مصرف شوی وي. (سورة التوبة: ۶۰ وګوره). امام بیهقي فرمایلي:
وَأَبَاحَ
رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِمَنْ تَحَمَّلَ حَمَالَةً فِي
إِصْلَاحِ ذَاتِ بَيْنٍ أَنْ يَأْخُذَ مِنَ الصَّدَقَاتِ مَا يَسْتَعِينُ بِهِ
عَلَى قَضَاءِ دِيْنِهِ وَإِنْ لَمْ يَكُنْ فَقِيرًا، وَذَلِكَ رَاجِعٌ إِلَى
التَّرْغِيبِ فِي الْإِصْلَاحِ وَتَخْفِيفِ الْأَمْرِ عَلَى الْقَائِمِينَ بِهِ
لِيَكُونَ تَخْفِيفُهُ عَلَيْهِمْ مَبْعَثًا لَهُ عَلَى الدُّخُولِ فِيهِ. (شعب الإيمان جـ13 صـ 425)
ژباړه: هغه چا ته چي په روغه جوړه
کي کوم مالي تاوان پر غاړه اخلي، پېغمبر علیه الصلاة والسلام دا اجازه ورکړې ده چي
د زکات څخه هغه څه واخلي چي خپل پور پرې ادا کړي، که څه هم دی فقیر نه وي، دا کار
د دې په خاطر دی چي جوړي کولو ته خلک تشویق شي، په سوله کي بوختو کسانو ته آسانتیا
د دې لپاره ده چي دا آسانتیا دوی ته په دې کار کي د ګډون هڅه وګرځي.
قرآن کریم خو هغه مجلسونه هم د خیر
او برکته تش او بې برخي بللي چي د سولي هلي ځلي په کې نه وي.
لَا خَيْرَ
فِي كَثِيرٍ مِنْ نَجْوَاهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ
مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَاحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ
ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا.(سورة النساء: 114)
ژباړه: د خلکو په ډېرو پټو جرګو کي هیڅ خیر نشته پرته
له هغه چا چي د صدقې، یا بل کوم ښه کار،
یا د خلکو تر منځ د سولي، روغي جوړي سپارښتنه وکړي او څوک چي د الله د رضا په خاطر دا کار وکړي، هغه
ته به لوی اجر ورکړو.
دغه آیت هغه مجلسونه
او ناستي بې خیره بللي دي چي د سولي او ښو کارو د سپارښتني څخه تش وي او ددې برعکس
که څوک دغه کارونه د خدای د رضا په وجه ترسره کړي، خدای لوی اجر ورکوي. په دغه آیت
کي د انسانانو ترمنځ سوله د خیر ذریعه بلل شوې ده. مشهور مفسر ابن جریر طبري
فرمایي:
ولا حدَّ لمبلغ ما سمى
الله عظيمًا يعلمه سواه.(تفسير
الطبري جامع البيان:جـ9 صـ 202)
ژباړه: کوم اجر چي
الله لوی نومولی، د لوی والی هیڅ داسي کچه يې نشته چي له ده پرته بل چا ته معلومه
شي.
دغه آیت شریف مسلمان ته دا لارښوونه کوي چي د
عامو انسانانو ترمنځ سوله ډیرښه کار او د خیر ذریعه ده.
۳- سوله د مسلمان او غیر مسلمان تر منځ:
د مسلمان او غیر
مسلمان تر منځ د سولي په اړه عام دلیل هم شته او خاص دلیل هم شته. عام دلیل خو دغه
قرآني آيت دی چي دلته نژدې د ژباړي سره تېر شو.
په خصوصي ډول قرآن
کریم د داسي سولي امر هم کړی دی چي په نړیواله کچه د مسلمان هيواد او غيرمسلمانو
هيوادونو ترمنځ وي؛ په دې اړه الله تعالی فرمایلي:
وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا
وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ.(سورة الاَنفال: 61)
ژباړه: که دوی « جګړه
مارو غیر مسلم دښمنانو » سوله وغوښتله، نو ته يې هم وغواړه او ځان پر الله وسپاره؛
بې شکه الله پوره اورېدونکی او بشپړ پوه دی.
په دغه آیت کي الله
تعالی خپل پېغمبر « علیه الصلاةُ والسلام» ته امر کړی دی چي که کافران هم سوله وغواړي،
دی دي سوله ورسره وکړي.
د دغه الهي امر د
تطبیق په خاطر پېغمبر « علیه الصلاةُ والسلام» د مکې د مشرکانو سره هم سوله وکړه
او د سولي د راتګ په خاطر يې دهغوی ډېر سخت شرائط هم ومنل؛ عَنْ أَنَسٍ، أَنَّ قُرَيْشً ا صَالَحُوا النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ
عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيهِمْ سُهَيْلُ بْنُ عَمْرٍو، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى
اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِعَلِيٍّ: «اكْتُبْ،بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ» ، قَالَ سُهَيْلٌ: أَمَّابِاسْمِ اللهِ،فَمَانَدْرِي مَابِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ،وَلَكِنِ اكْتُبْ مَانَعْرِفُ بِاسْمِك َاللهُمَّ،فَقَالَ: «اكْتُبْ مِنْ مُحَمَّدٍ رَسُولِ اللهِ»،قَالُوا: لَوْعَلِمْنَاأَنَّكَرَسُولُاللهِ لَاتَّبَعْنَاكَ، وَلَكِنِ اكْتُبِ
اسْمَكَ وَاسْمَ أَبِيكَ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «اكْتُبْ مِنْ مُحَمَّدِ بْنِ عَبْدِ
اللهِ»،فَاشْتَرَطُواعَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ مَنْ جَاءَمِنْكُمْ لَمْنَرُدَّهُ عَلَيْكُمْ، وَمَنْ جَاءَكُمْ مِنَّا
رَدَدْتُمُوهُ عَلَيْنَا، فَقَالُوا: يَارَسُولَاللهِ،أَنَكْتُبُ هَذَا؟قَالَ:
«نَعَمْ،إِنَّهُ مَنْذَهَبَ مِنَّاإِلَيْهِمْ
فَأَبْعَدَهُ اللهُ، وَمَنْ جَاءَنَا مِنْهُمْ سَيَجْعَلُ اللهُ لَهُ فَرَجًا
وَمَخْرَجًا».(صحیح مسلم حدیث نمبر: 1784).
ژباړه: انس رضي الله عنه روایت کوي
چي قریشو د پېغمبر « علیه الصلاة والسلام» سره سوله وکړه په داسي حال کي چي سُهَیل
بن عمرو هم د دوی په استازو کي وو. پېغمبر « علیه الصلاة والسلام» وویل: « بسم
الله الرحمن الرحیم » ولیکه. سُهیل وویل:
په « بسم الله » خو مونږ نه پوهېږو چي «بسم الله الرحمن الرحیم» څه شی دی؟ هغه څه
چي مونږ يې پېژنو د «بِاسْمِكَاللهُمَّ»الفاظ دی، دا ولیکه. بیا پېغمبر «
علیه الصلاة والسلام» وویل: ولیکه چي دا سوله د محمد رسول الله له خوا « د
قریشو سره تر سره شوه». مشرکانو وویل: که
مونږه ته د رسول الله په صفت منلای، ستا
لاره به مو درسره منلې وای، « مونږ دا نه منو » لیکن ستا خپل نوم او د پلار نوم دي
ولیکه. پېغمبر « علیه الصلاة والسلام» وویل: ولیکه چي دا سوله د محمد بن عبد الله
له خوا « د دوی سره ترسره شوه».
بیا مشرکانو دا شرطونه ورباندي ولګول چي که ستاسو
له خوا کوم څوک مونږ ته راغلو، مونږ يې بیرته نه درسپارو او که زمونږ له خوا کوم
څوک تاسو ته درغلو، بیرته به يې مونږ ته را سپارئ. اصحابو کرام وویل: اې د الله پېغمبره! آیا دا «
سخت شرطونه » هم ولیکو؟ پېغمبر علیه الصلاة والسلام وویل: هو. که زمونږ له خوا کوم
څوک دوی ته ورغلو، الله دې زمونږ څخه نور هم لري کړي او که د دوی له خوا کوم څوک
مونږ ته راغلو، الله تعالی به هغه ته کومه لاره چاره هرومرو پیدا کوي.
که لږ وګورو دلته د مشرکانو له خوا
پر پېغمبر علیه الصلاة والسلام ډېر سخت شرطونه ايښوول شوي دي. د هغه جملې دا شرط
هم وو چي «بسم الله» به نه لیکې. د مشرکانو د فرهنګ سره سم توري به لیکې. که زمونږ
کوم څوک ستا خوا ته درغلی مسلمان شو، ته به يې بیرته د مکې مشرکانو ته سپارې. که
ستاسو له خوا کوم چا د اسلام دین پرېښودی « مرتد شو» «سزا خو به بېخي نه ورکوې، بلکي
مخنیوی به يې هم نه کوې».
خو د دغه ټولو شرائطو منلو سره دغه
سوله خدای تعالی د سورة الفتح په اول آیت
کي «فتحا مبینا» یعني څرګنده بریا بللې ده. علامه آلوسي فرمایلي:
قال
الزهري: لم يكن فتح أعظم من صلح الحديبية اختلط المشركون بالمسلمين وسمعوا كلامهم
وتمكن الإسلام من قلوبهم وأسلم في ثلاث سنين خلق كثير وكثر بهم سواد الإسلام.
(تفسير الألوسي = روح المعاني جـ
13 صـ239)
ژباړه: زهري ویلي: د حُدَیبِې تر
سولي لویه فتح او بریا نه وه؛ مشرکانو د مسلمانانو سره تګ را تګ پیل کړ، د هغوی
خبري يې واورېدلې، اسلام يې په زړونو کي ځای ونیوی او په درې کاله کي ډېر خلک
مسلمانان شول، د مسلمانانو شمېر يې ډېر او د اسلام جماعت يې لوی کړ.
د مسلمان او غیر مسلمان هیواد تر منځ سوله زمونږ د بحث موضوع نه ده. تفصیل يې په شرح السير الكبير للسرخسي (جـ۱ صـ1692 )کي شته صرف د دې لپاره يې مونږ لنډه یادونه وکړه چي اسلام د هر چا سره د سولي دروازه پرانیستې ده او انسان ته سولییز ژوند غواړي؛ په اسلام کي جګړه هدف نه دی، بلکي جګړه د اضطراري ، تحمیلي اوغیر اختیاري پېښو د جملې څخه ده؛ خدای تعالی فرمایلي دي:
وَمَا
نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ فَمَنْ آمَنَ
وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ.
(سورة الاَنعام: 48)
ژباړه: پېغمبران مي فقط زېری
ورکوونکي او د بدوکړنو د عواقبو خبروونکي لېږلي دي. نو که چا ایمان راوړ او ځان يې
اصلاح کړ، پر هغوی به نه وېره وي او نه به غمجن کېږي.
دا آیت صراحت لري چي د پېغمبرانو
اصلي دنده دې ته ځانګړې شوې ده چي خلک ښو اعمالو ته تشویق او د بدو اعمالو د ناوړه
عواقبو څخه يې خبر کړي. جګړه يې هدف نه ده، خو دښمنانو کله دوی دې ته مجبور کړي وي
چي لږ شمېر يې په جګړې هم لاس پوري کړی وي؛ لکه موسی، داود، سلیمان او محمد علیهم
الصلاة والسلام. د دوی نه علاوه د نورو پېغمبرانو ژوند ته چي ګورې ټول په دعوت کي
تېر شوی دی.
واقعاً نن ورځ ټول مسلمه امت بیا خصوصاً افغانان له دغې سرطانې ناروغي چې خپل منځي شخړي اوجګړي ډېر رنځ وړي دا پدي خاطر چې هغو په دین قرانې ارشاداتو باخبره خلکو خپلي خولې ګنډلي چې دهغه لاملونه زیات دي چې دلته ورڅخه په یو جمله کې ورڅخه یادونه کوم او هغه دا چې معادیاتو مخه ډب کړي اودغه ناروغې اسلامې امت بیا خصوصاً افغانانو ته راوړي، خدای ج دي وکړي چې نور زمونږ دا ماده پرسته مشران خپلي تېروتنې وویني
ReplyDelete