د روژې روحاني او ټولنیزې ګټې او فضایل

Image
                                   ليکوال : محمديوسف صديقي د تدريب ائمه استاد الحمدُ لِلَّهِ وكَفَى، وصَلَوَاتُ اللهِ وسَلاَمُهُ على عَبْدِهِ المصْطَفَى، نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ وعَلَى آلِهِ وصَحْبِهِ أَهْلِ الْوَفَى، وسَلَّمَ تسليمًا كثيرًا.أمَّا بعدُ: د روژی روحانی او ټولنیزی ګټی او فضایل د عباداتو هدف چې رب تعالی يې خپلو بنده ګانو ته د ترسره کولو امر کوي ، يواز ې او يواز ې د يو څو ځانګړو حرکتونو ترسره کولو هدف او مرام نه دی بلکې په دې ټولو کې د انسان د بدن او روح د اصلاح او روزنې مفهوم پروت دی ، پدې سره د کائناتو خالق غواړي چې انسان د مراتبو په لحاظ سره په باطني او ظاهري بڼه روزلو سره لوړ مقام ته ورسوي ، همدا لامل دی چې رب لایزال د خپل تخلیقي قدرت دغه فلسفه د عبادت د نظام په بڼه يو داسي روزنیز نظام انسان ته ورکړی دی چې بل هيڅ مخلوق ته نه دی ورکړل شوی . روژه د عبادت د الهي نظام يو له مهمو عناصرو څخه دی   . د روژې ځيني معنوي او ټولنیزې اغیزې ستاسو حضور ته وړاندي کوم ، تر څو لوستونکي د روژې په مبارکه میاشت کې د فکر او عمل له لارې د روژې د ظاهري او باطني آدابو په ترسره کولو سره د ر

مونږ زکوة څنګه ، کله ، او چا ته ورکړو او حکمتونه يې څه دي / لیکوال : محمدیوسف صدیقی د تدریب ائمه استاد

 زکات

نحمد الله ونصلي ونسلم علي رسوله الکريم اما بعد.

قال الله تبارک وتعالي وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ،البقرة ۴۳

د زکات ځينې حکمتونه

الله تعالي په دنيا کې ډول ډول خلک پيدا کړيدي،ځينې شتمن او ځينې نور بيا بې وزله الله وايي: وَاللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ فِي الرِّزْقِ(النحل :آيت ۷۱)او الله ستاسو ځينو ته په ځيونورو باندې په رزق کې زياتوالي ورکړي دي .

د بې وزلو بې وزلي ختمول او يا کمول دا يوې درملنې ته اړتيا لري او اسلامي شريعت د زکات له لارې ددې مرض د پاي ته رسولو په موخه په مسلمانانو زکات فرض کړيدي چې ډېر زيات حکمتونه لري چې لنډون يې داسې دي :

۱ :د زکات په ورکولو سره له بدو سترګو او د مجرمانو له لاسونو څخه د شتمني ساتنه  کيږي .

۲ :د اړو خلکو سره مرسته کيږي او له دې لارې ټولنه د فقر او بې وزلي له ناورين څخه ژغورل کيږي .

۳ :د نفس پاکې ورسره راځي،د بخل غوندې لوي روحي مرض له منځه ځي او په انسان کې د سخا ښه خوي رامنځته کيږي .

(غورچاڼ له الفقه الاسلامي وأدلته څخه،ټوک :۲،ص ۶۴۳،ط :دار الفکر بيروت)

۴ :زکات د ګناهونو له منځه وړلو او برکات د زياتولو مهمه او لويه ذريعه ده .

۵ :په ښار کې ډول ډول اړ او بې وزله خلک خامخا وي او دغه ناورينونه نن په يوه او سبا په بل وي،نو که د فقر او بې وزلۍ د لمنځه وړلو لپاره دا طريقه نه وي انسانان به له هلاکت سره مخامخ شي .

(احکام اسلام عقل کي نظر مين ۹۷،ط :مکتبه عمر فاروق کراچي)

۶ :د زکات په ورکولو سره انسان الله ته نزدې کيږي،او ددې ښکارندويي کوي چې دغه انسان له خپلې شتمني سره نه بلکې له الله سره مينه لري .

۷ :انسان شکر ادا کولو ته هڅوي چې له سوال کولو څخه يې ساتلي او د مال پېرزوينه يې پرې کړېده .

(التعليق الصبيح،ټوک ۲،ص ۳۵۷،ط :رشيديه کويته)

د زکات فرضيت

زکات د اسلام له پنځو رکنونو څخه يو رکن دي،په مدينه منوره کې د هجرت په دوهم کال فرض شو،په قرآن کريم کې په دوه اتيا ځايونو کې يې له لمانځه سره يوځاي يادونه شوېده او زکات له قرآن،حديث  او اجماع امت سره ثابت دي

(الفقه الاسلامي وأدلته،ټوک ۲،ص ۶۴۵)

۱ :الله وايي : وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ،البقرة ۴۳

ژباړه :لمونځ وکړئ او زکات ادا کړئ

۲ :حديث کې راځي : عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ قَالَ رَسُولُ اللهِ بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ وَالْحَجِّ وَصَوْمِ رَمَضَانَ،(صيح البخاري،رقم ۸)

ژباړه :ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دي رسول صلي الله وويل :اسلام په پنځو ستنو ولاړ دي، . . . له هغو څخه يو زکات ورکول دي .

د زکات ورکولو ثوابونه

په قرآن او حديث کې د زکات ورکولو ډېر زيات فضيلتونه او ثوابونه بيان شويدي،لکه

۱ :الله په سورة البقره کې وايي : الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (274)

ژباړه :هغه کسان چې خپل مالونه شپه او ورځ په پټه او ښکاره(د الله په لار کې)لګوي،ددوي لپاره له رب سره يې ثواب دي او د قيامت په  ورځ به په دوي نه هيڅ وېره وي او نه اندېښنه .

۲ :الله په سورة الليل کې وايي : وَسَيُجَنَّبُهَا الْأَتْقَى (17) الَّذِي يُؤْتِي مَالَهُ يَتَزَكَّى (18)

ژباړه :او له دې اور او دوزخ څخه به هغه تقوا لرونکي لري ساتل کيږي څوک چې خپله شتمني د الله په لار کې له دې امله ورکوي چې روح او زړه ته يې پاکي ورسي .

۳ :بخاري کې حديث دي :عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ - رضي الله عنه - أَنَّ النَّبِيَّ قَالَ مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ إِلَّا مَلَكَانِ يَنْزِلَانِ فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا وَيَقُولُ الْآخَرُ اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا .(حديث شمېره ۱۴۴۳)

ژباړه :له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دي نبي عليه السلام وويل :هره ورځ چې بندګان سهار کوي په دې کې دوه ملائيکې راکوزيږي،يوه وايي :اي الله!(مال)لګونکې ته بدل ورکه،او بله وايي:اي الله!بخل کونکې ته تاوان ورکه(مال يې هلاک که).

۴ : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه : أَنَّ رَسول الله صلي الله عليه وسلم قَالَ : «قَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ : أَنْفِقْ أُنْفِقْ عَلَيْكَ» (بخاري 4684 )

ژباړه :ابوهريره رضي الله عنه له رسول صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې الله وويل :ته خرڅ کوه زه به په تا خرڅ کوم .

د زکات نه ورکونکو لپاره سخت عذابونه

د زکات په نه ورکولو سره انسان په دنيا کې له ډول ډول کړاوونو او مرضونو سره لاس او ګريوان کيږي او په دې مرضونو يې ټوله پيسه له منځه ولاړه شي،د درملنې په موخه کله هند او کله پاکستان ته روان وي،دغه راز د زکات نه ورکونکې لپاره په آخرت کې هم سخت دردونکې عذابونه دي

۱ :الله وايي : وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (34) يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُونَ (35)التوبة

ژباړه :او هغه خلک چې سره او سپين زر ذخيره  کوي او دالله په لار کې يې نه لگوي هغوي ته د درددناک عذاب زيري ورکړه(34)په هغه ورځ چې دغه خزانې به د دوزخ په اور سرې شي بيا به يې تندي، اړخونه او شاګانې پرې داغل كيږي(ورته وبه ويل شي) دا ده هماغه خزانه چې تاسو خپلو ځانوته را غونډه كړې وه (اوس) نو وڅكئ هغه چې تاسو ذخيره كول (35)

۲ :الله په بل ځاي کې وايي : وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُوا بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (180)

ژباړه :او کوم خلک چې په دې(مال)کې له بخيلي څخه کار اخلي کوم چې الله له خپل فضل څخه دوي ته ورکړي، هيڅكله دې ګومان نه كوي چې هغه به يې په خير وي، بلكې هغه ورته شردى، ژرده چې د قيامت  په ورځ به يې هغه څه د غاړې امېل وګرځول شي چې بخيلي يې پرې كوله، او د اسمانو او ځمكې ميراث الله لره دى او الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ .

۳ :د زکات نه ورکونکې په اړه د رسول الله صلي الله عليه وسلم وينا:عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه  قَالَ : قَالَ رَسُولُ الله صلي الله عليه وسلم: مَنْ آتَاهُ اللَّهُ مَالاً، فَلَمْ يُؤَدِّ زَكَاتَهُ، مُثِّلَ لَهُ مَالُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ شُجَاعًا أَقْرَعَ، لَهُ زَبِيبَتَانِ،يُطَوَّقُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، ثُمَّ يَأْخُذُ بِلِهْزِمَتَيْهِ، يَعْنِي: بِشِدْقَيْهِ، ثُمَّ يَقُولُ : أَنَا مَالُكَ، أَنَا كَنْزُكَ». ثُمَّ تَلا: [لا يَحْسِبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ] الآيَةَ. (بخارى 1403)

ژباړه :له ابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل :چاته چې الله مال ورکړي وي خو زکات يې ورنکړي،هغه مال به يې د قيامت په ورځ د يوه پک مار په شکل ورته جوړ شي چې دوه نېشونه به لري،له غاړې به يې ورتاوکړل شي او په دواړو ژامو به يې راونيسي،بيا به وايي زه ستا مال يم ستا خزانه يم،بيا يې دا آيت ولوست : [لا يَحْسِبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ] .

                                                                       د زکات د فرضيت شرطونه

۱:اسلام .۲:آزادي .۳:عقل.۴:بلوغ.۵:د نصاب څښتن کېدل او مالک ګرځېدل.۶ :نصاب بايد له اصلي اړتيا زيات وي.۷:د نصاب ترلاسه کولو وروسته پر نصاب باندې يوکال اوښتل،همدا د زکات د فرضيت شرطونه دي ځکه خو د کافر،مريي،ليوني او نابالغ په شتمنيو کې زکات نشته،همدا راز له چاسره چې ترنصاب کم مال وي او يا ورسره وي خو پوروړي وي او يا پوروړي هم نه وي،خو ټول کال ورسره پاتې نه شي په دې ټولو حالتونو کې زکات ورباندې فرض نه دي .(تعليم الاسلام،ص ۲۱۳)


نصاب څومره دي؟

د سروزرو نصاب اوه نيمي تولې چې ۸۷،۴۷۹ ګرامه کيږي،سپين زر دوه پنځوس نيمې تولې چې ۶۱۲،۳۵ ګرامه کيږي،سوداګريز مال او يا نغدې پيسې يا ددې څلورو شيانو او يا د ځينو ټولګه د سرو يا سپينو زرو د ياد شوې وزن قيمت ته ورسيږي،داسې سړي د نصاب څښتن بلل کيږي .

يادونه :د سرو زرو نصاب اوه نيمې تولې د هغه چا لپاره دي چې له چا سره يوازې سره زر وي،سپين زر،نغدې او سوداګريز مال هيڅ ورسره نه وي،دغه راز د سپينو زرو نصاب دوه پنځوس نيمې تولې په هغه وخت کې دي چې يوازې سپين زر وي،سره زر،نغدې او سوداګريز مال ورسره هيڅ نه وي،که له سرو او سپينو زرو سره کوم بل د زکات وړ مال وي،نو د ټولو به قيمت لګول کيږي،که قيمت يې اوه نيمې تولې سره زرو او يا دوه پنځوس نيمې تولې سپينو زرو په کچه و،نو زکات فرض دي .

(احسن الفتاوي،ټوک ۴،ص ۲۶۴)

په نصاب د کال اوښتلو مطلب او زکات ادا کولو ته تاريخ ټاکل

په زکات کې قمري کال د اعتبار وړدي،کله چې يوڅوک د کال په سر کې د نصاب څښتن شي او د کال په پاي کې هم د نصاب په کچه شتمني ولري،نو د کال په منځ کې د شتمني په کمېدا سره زکات نه ترې ساقطيږي،څوک چې يو وارې د نصاب څښتن شي بيا د کال په اوږدو کې چې کومه پيسه لاسته راځي په هري پيسې ځانګړي کال تېرېدل شرط نه دي(فتاوي هنديه،ټوک ۱،ص ۱۹۳)

د قمري کال په کومه ورځ چې يو څوک د نصاب څښتن شي بايد دغه ورځ وليکل شي(مثلا د روژې په لومړۍ ورځ يوڅوک د نصاب په کچه د پيسو څښتن شو) او هرکال کله چې هغه ورځ راشي،نو دې سړي ته لازمه ده چې د خپلي ټولي شتمني(لکه سره او سپين زر،نغدي پيسې او د سوداګريز مال دا هرډول شتمني که څه هم يوه ورځ مخکې راغلې وي)زکات ورکړي او دغه تاريخ د تل لپاره د زکات ورکولو لپاره وټاکل شو .(احسن الفتاوي،ټوک ۴،ص ۲۶۵)

د زکات وړ مالونه

شپږ ډوله مالونو کې زکات فرض دي:سپين زر،سره زر،نغدې روپۍ،سوداګريز مالونه(هر ډول توکي چې د سوداګري په موخه اخيستل شوي وي زکات پکې اړين دي)،حيوانات او د زمکې حاصل .(فتاوي عثماني،ټوک ۲،ص ۴۸)     http://motivationaldally743.blogspot.com/

د دوکان د زکات ورکولو طريقه :

د دوکان د زکات ورکولو طريقه داسې ده چې په کوم هجري قمري تاريخ تاسې دوکان جوړ کړي وي د هغه په سمه توګه اندازه ولګوئ،بيا چې هرکله هغه وخت راورسي،نو لومړي د داوکتل شي چې نغده پيسه څومره ده؟او څومره توکي د پلورلو وړ دي؟ددې ټول سامان په عمده د پلورلو بيه د وټاکل شي،بيا څومره پورونه چې په نورو خلکو وي هغه دي ورسره يوځاي کړل شي،ددې دريو شيانو ټولټال قيمت د وليکل شي،بيا کوم پورونه چې په تاسې لازم دي هغه دي له دې ټولګې څخه منفي شي،کومې پيسې چې پاتې شي که هغه د دوه پنځوس نيمې تولو په اندزه يا زياتې وې،نو څلوېښتمه برخه زکات يې ورکړئ(فتاوي عثماني،ټوک ۲،ص ۷۵)

د فابريکې په کومو شيانو زکات اړين دي؟

که يوڅوک د فابريکې څښتن وي،نو په دې فابريکې کې کوم مال چې چمتو وي د هغه په قيمت زکات لازم دي،دغه راز کوم مال چې د چمتووالي په حالت کې وي يا د خامو موادو په بڼه وي په هغه کې هم زکات لازم دي،خو د فابريکې په ماشينونو،ودانيو او موټرو باندې زکات لازم نه دي .(فقهي مقالات،ټوک ۳،ص ۱۵۴)

هغه مالونه چې زکات پکې فرض نه دي

د اوسېدلو کور،د اغوستلو جامې،کورني سامان،يخ چال،د جامو مينځلو او خياطي ماشينونه،په کور کې کارېدونکې چوکۍ،قالين،د خوراک شيان،له سپينو او سروزرو پرته نور لوښي،کارېدونکي موټر،موټر سائکل،کارېدونکي اسلحه،د مطالعې کتابونه،د فابريکې اړوند توکي او ماشينونه او د کاريګرو مياشتني لګښت،دا ټول شيان په اصلي اړتياوو کې راځي .

(زکات کي مسائل کا انسائکلو پيډيا،ص ۲۹۴،فتاوي هنديه،ټوک ۱،ص ۱۹۰)

د پور ډولونه

پور په درې ډوله دي،۱:دين قوي،۲:دين متوسط،۳:دين ضعيف

۱ :دين قوي :نغدې روپۍ،سره زر يا سپين زر د چاته پور ورکړې،يا سوداګريز مال د وپلورو او قيمت يې پاتې و،په داسې پور کې زکات شته .

۲ :دين متوسط :نغدې نه وي ورکړل شوې او نه سوداګريز مال پلورل شوي وي،بلکې داسې شي وپلورل شي چې په عامه توګه د سوداګري لپاره نه وي لکه د اغوستلو جامې يا د کورني توکي يوڅوک خرڅ کړي او قيمت يې پاتې وي،په دې کې هم زکات فرض دي .

يادونه :په دې دواړو پورونو کې د تېروکلونو زکات هغه وخت فرض دي کله چې يوڅوک مخکې له مخکې د زکات د نصاب څښتن وي او که له مخکې د نصاب څښتن نه وي او پور يې لاسته راوړ نو دهغې په اړه دي بيا له کره عالمانو څخه پوښتنه وشي .

۳ :دين ضعيف :د خاوند په غاړه د مېرمنې مهر،که مېرمن ته هروخت په لاس ورشي د تېرو کلونو زکات پرې فرض نه دي .

(لنډون له تسهيل بهشتي زيور څخه،ټوک ۱،ص ۳۹۷) http://motivationaldally743.blogspot.com/

مسئله :د بيمې کومې پيسې چې په کمپنۍ کې لګېدلې وي په هغوکې زکات لازم دي(فتاوي عثماني،ټوک ۲،ص ۷۱)

مسئله :داسې پور چې لاسته راوړلوڅخه يې انسان ناهيلي شي زکات پکې فرض نه دي .(فتاوي عثماني،ټوک ۲،ص ۷۶)

د زکات د سهي کېدا لپاره دوه شرطونه دي

۱ :نيت کول،۲ :يوڅوک د زکات د روپو څښتن(مالک)ګرځول .

(الفقه الاسلامي وأدلته،ټوک ۲،ص ۶۶۰)

                                                     http://motivationaldally743.blogspot.com/

                                                                                      د زکات وړخلک

سپين زر،سره زر،سوداګريز مال او په کور کې ورځنې کارېدونکو توکو څخه د زيات سامان دي قيمت ولګول شي او ورسره دي نغدې پيسې يوځاي کړل شي،ددې پنځو ټولګه يا له دېنه ځينې يې ۸۷،۴۷۹ ګرامه سره زر او يا ۶۱۲،۳۵ ګرامه سپينوزرو ته ورسيږي،نو داسې سړي زکات نشي اخيستلاي.(احسن الفتاوي،ټوک ۴،ص ۲۶۴)

مسئله :کوم مسلمان سره چې له اصلي اړتياوو څخه زيات د نصاب په کچه سره زر،سپين زر،مال او نغده پيسه نه وي،داسې سړي ته زکات ورکول او دده لپاره يې له اړتياسره سم اخيستل روادي .(زکات کي مسائل کا انسائکلو پيډيا،ص ۲۱۵)

د زکات مصارف(لګښتونه)

لاندې خلکو او ځايونو ته زکات ورکول سهي نه دي

کافر،ذمي،شتمن،پلار او نيکه او دغه راز مور او انۍ،اولاد،مېرمن،خاوند،شتمن ماشوم،سيدان او د جومات د جوړولو لپاره زکات ورکول .

لاندې خلکو ته زکات ورکول سهي دي

هر بې وزله چې د نصاب څښتن نه وي،مسافر(که څه هم په کور کې شتمن وي،خو په سفر کې څه ورسره نشته)،له پورتنيو خپلوانو څخه پرته نورو ټولو ته زکات ورکول سهي دي،لکه ورور،خور،وراره،خورځه،تره،دواړه تروراني،ماما،ميرنۍ مور،ميرني پلار،ميرني نيکه،خواښي او خسر . .(الهدايه،ټوک ۲،ص ۶۸،تسهيل بهشتي زيور،ټوک ۱،ص ۴۱۳)

مسئله :بې وزله خپلوانو ته زکات ورکول زيات ثواب لري(زکات کي مسائل کا انسائکلو پيډيا،ص ۱۹۳)

د زکات کچه

دسرو اوسپينو زرو د زکات اندازه ٪ ۲،۵  يا 40  څلويښتمه برخه ده

لومړۍ بېلګه :که څوک په خپل کور کې  120 گرامه سره زر ولري،زکات  يي داسې حسابيږيي،مثلا د يوه گرام طلا قيمت 1700 افغانۍ وټاکو نو  120×1700 = 204000Af  ،د زکات اندازه به يې داسي شي

204000÷ 40 = 5100 پنځه زره او سل افغانۍ د زکات اندازه شوه.

دوهمه بېلګه :که يوڅوک 8500  گرامه سپين زر ولري،که د سپينو زرو د يوه گرام نرخ 50 افغانۍ وټاکو،زکات به يې داسې شي

50x 8500 = 425000÷40 = 10625 Af  لس زره شپږ سوه پنځه ويشت افغانۍ  زکات به په اړو خلکو وېشي http://motivationaldally743.blogspot.com/

يادونه : پورته نرخونه اټکلي دي تاسې يې د سرو او سپينو زرو د وخت او ځاي د نرخ سره سم حساب کړئ .

 د نغدو روپو او سوداګريز مالونو زکات او د هغه نصاب

دنغدو پيسو او سوداګري توکو( دوکان ، دواخانې، فابريکه ) نصاب  د سپينو زرو د نصاب له مخې ټا کل کيږي،پورته يې يادونه وشوه

بېلګه :يوسوداګر خپل سوداګريز مالونه حساب کړل،پانګه يې  350000 افغانۍ شوه،اوس به څومره زکات ورکوي؟

  350000 ÷40   =  8750 af  يا  2.5% = 2.5 / 100 = 0.025x 350000 = 8750 af  اته زره اوه سوه پنځوس روپۍ زکات به ورکوي،يا په لنډو ټکو داسې ويلاي شو چې په سلو کې به دوه نيمې روپۍ،په زرو کې به پنځويشت روپۍ او لکو(سل زرو)کې دوه نيم زره روپۍ زکات ورکوي .



Comments

Popular posts from this blog

د ماشومانو لپاره په زړه پوری دینی رساله په پشتو ژبه/ لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد

د اهل بیت دیني او سیاسي مقام د اهل سنت له نظره:

د اسلام له نظره د ماشومانو حقونه/Children's rights from an Islamic perspective