

window.dataLayer = window.dataLayer || []; function gtag(){dataLayer.push(arguments);} gtag('js', new Date()); gtag('config', 'UA-198236848-1');
-->
په اسلام کې د علم او پوهې ارزښت
Dally Motivational ورځنی تحرک
اسلامي تمدن د علم او پوهې ارزښت ته څومره ژمن پاتې شوی؟ ددې موضوع
په اړه بايد کتاب ليکل شوی وای خو بياهم شونې ده چې دا څو ټکي به په مونږ کې د
مبارزې هوډ او بريا ته د رسېدو حس پياوړی کړي، ځکه يې لوستل د هر چا لپاره لازم
بولم او له قلموالو څخه غوښتنه کوم تر څو دې لړۍ ته دوام ورکړي!
زدکړه او پوهه نړۍ ته بدلون ورکوي او انسانان ورسره پرمختګ کوي.
همدومره اهميت ته په کتو يې چې د اسلام سپېڅلي دين په
کومه اندازه د علم او پوهې تاکيد کړی، د پوهانو او علماوو مقام يې معرفي کړی او په
کومه کچه يې چې خپل اتباع په زدکړه مکلف کړي هېڅ دين او مذهب يې نه دومره اهميت
بيان کړی او نه يې دومره تاکېد ورباندې کړی ځکه د لمر په څېر روښانه ده چې په
لومړی نازل شوي آيت کې الله تعالی خپل پيغمبر ته د لوستلو وړانديز کړی (إقرأ) :
ولوله او د مسلمانانو په مقدس کتاب قرآن کريم کې
يو داسې سورة شتون لري چې د هغې په پيل کې الله تعالی د قلم په لويي او عظمت باندې
قسم کړی ( ن والقلم) په داسې حال کې چې دا قرآن کريم او همدا شريعت په داسې مهال
او داسې چاپيريال کې نازل شوی چې هلته علم او پوهې هېڅ کوم ارزښت نه درلود آن
مفهوم يې نه درلود ؟!
که ووايو چې زمونږ پيغمبر ته د امي لقب ورکړل شوی يعنې
داسې چاپېريال چې هلته مدرسې او مکتب هېڅ شتون نه درلود لېکل او لوستل هېڅ هم نه
ول.
د اسلام د مهم اساس چې وحې ده؛ پيل يې په اقراء ترسره شو، په ښکاره
توګه قرآن کريم کې بی شمېره آياتونه د علماوو او علم په فضيلت باندې مشتمل دي، تر
دې چې ويل شوي:
يوازې هغه څوک چې د الله تعالی لويي او عظمت درک کولی
شي؛ علماء دي.
ښه به داوي چې ووايو چې دا د اسلام ځانګړی امتياز ده چې مسلمانان
په کوم څه علم ونه لري نو پرې مکلف هم ندي، زمونږ په عزتمند اسلام کې يو عبادت هم
له علم پرته ناشونی ده.
دې حقايقو ته په کتو پوښتنه راولاړيږي او هغه داسې چې په غرب کې
علم او پوهه له دين او مذهب څخه قطعا جدا ده؟
نو ددې پوښتنې ځواب هم په يو لړ حقايقو بنا ده.
لومړی دا چې اوسنی عیسویت له علم او پوهې څخه په دومر لرې سرحد کې
پروت دی چې د کليساګانو او پاپانو تر منځ د نظرونو او آندونو ستر ستر اختلافات
موجود دي، تردې چې يوه کليسا په بله او يو پاپ په بل ايمان نه لري، د دوی دغه
اختلاف په سطحي توګه نه بلکه په اساسي جوهر کې سره مختلف دي ښه لا دا چې آن د الله
تعالی په پيژندنه کې سره مختلف دي.
تر دې چې يو ستر پاپ يې په خدای پېژندنه کې يو لنډ او محدود حد لري
چې نشي کولی تر هغې مخکې لاړ شي.
د عيسی علی نبينا وعليه السلام په اړه تر او سه د دوی ترمنځ کومه
علمي نظريه نده موجوده، هغه څه چې دوی يې زمزمه کوي د وهمونو يوه ټولګه ده او بس.
سبحان الله! قرآن کريم يې ډلې ټپلې تقسېموي او په اړه يې وايي:
چا ويل: هغه د خدای زوی دی
چا ويل: هغه خدای دی
چا ويل: هغه دريم الهی بعد ده والعياذ بالله!?
هر کله چې خبره تر دې ځايه اوږده شي نو دوی په مجموعي توګه متوقف
کيږي همدغه راز د دوی پاپان ډېرې خبرې د طوطيانو په څېر وايې که دحقيقت پوښتنه
ورڅخه وشي بيا وايې نور نه پوهېږم.
همدغه ځای ده چې د علم او مذهب تر منځ تصادم يې په غرب او اروپا کې
رامنځ ته کړ.
اوس باید له دواړو لارو يوه غوره شي.
ځکه د مسيحيت او علم اجتماع نا ممکنه شوه کليسا د غربيانو په قيادت
کې پاتې راغله!
او د ډېرو رهبرانو په ارتداد او قتل يې فتوی ورکړه ځکه چې چېرته هم
عقل کار نه کاوه نو دوی هلته له خبرو کولو منع وو.
له نېکه مرغه سپېڅلی اسلام او مقدس قران کريم چې په خپله رڼا کې
انسان تفکر او تعقل ته اړ باسي.
له کايناتو څخه بحث، د افلاکو له حرکت څخه بحث، له آسمان، ځمکې،
لمر، سپوږمۍ، ستورو، هوا، اوبو او بارانونو څخه بحث، آن له ژوند او مرګ څخه بحث …
هر علمي انکشاف د قران کريم د علمي اعجاز نوې نوې قضيې وړاندې کوي
او د قرآنکريم د يوې علمي اشارې يوې کوچنۍ زاويې ته علماء، محققين او پوهان تر
قرنونو وروسته د ستونزو او تکليفونو په زغملو رسيږي.
په داسې حال کې چې قرآنکريم يې په يوه جمله او نقطه کې پوره کوي.
هوکې دا يواځې او يواځې د سپيڅلي اسلام امتياز دی او د سر په سترګو
وينو چې د قرآن کريم عظمت ته علم څومره عاجز او څومره پاتې راغلی.
مونږ د نورو په څېر د يوه ناپېژندل شوي څيز عبادت نکوو مګر زمونږ
معبود قرآنکريم د عقلي او نقلي دلايلو په مټ راپيژني او بيا يې مونږ په عبادت
مکلفوي.
دا يوازې د اسلامي امت د علماوو ابتکار ده چې د علم کلام او فقهې
په څير علوم يې وضع کړي.
لومړی علم يعنې خدای پيژندنه او دوهم بيا ددې لپاره چې په هغه جل
جلاله ايمان لرو او دا زمونږ په عبادت او له هغه جل جلاله سره په اړېکه درلودو
باندې ښکاره دليل ده.
پوهه او ساینس څه ته وايي؟
ډېری وخت پوهه او ساینس په یو معنی کارول کیږي، خو په اصل کې دا
دوه مختلف تعریفونه لري.
الف- پوهه د دري-فارسي د (دانش)، د انګلیسي (Knowledge)،
د عربي ژبې د (المعرفة) کلیمې معادله ده.
ب- ساینس ته په دري-فارسي (علم)، په انګلیسي
(Science) او په عربي کې هم (علم) وايي.
اوس هر یو بېل بېل تر بحث لاندې نیسو:
پوهه څه ته وایي؟
پوهه په لغت کې خبرېدنې او پېژندنې ته وایي.
په اصطلاح کې د یو شي یا موضوع په اړه منظم او تړلو
معلوماتو ته پوهه وایي.
پوه هغه چا ته وايي چې د اړوند موضوع، ساحې، مضمون او … په اړه
پرتلیزه خبرتیا ولري.
پوهه د یو چا، یو ځای یا یو شي (حقایق، معلومات، توضیحات او
مهارتونو) په اړه پوهاوی، پيژندنه او خبرېدنې ته وایي، چې د تجربې، زده کړې او یا
مطالعې له لارې ترلاسه شوي.
د پوهې وېشنه:
یو وخت یو استعداد لرونکی شخص کولای شوای د طبیعي فلسفې تر نوم
لاندې د وخت ټول علمي فرضيې وپېژني. وروسته له هرې پېړۍ سره د پوهې ساحه پراخ او
نوي شیان زیات کړل شول، تر دې چې تر ۱۸۰۰ م. وروسته دا کار غیر علمي وو.
وروسته معلومه شوه که چېرې یو څوک وغواړي په یوه برخه کې تخصصي زده
کړې وکړي پکار ده چې مخکې له واره یوازې همغې برخه ته ځان ځانګړی کړي، ځکه د علم
ټولې څانګو مطالعه ممکنه نه وه، نو لازمه وګڼل شوه چې علم په څانګو ووېشل شي. له
بلې خوا د وخت په تېرېدو سره د پوهانو د کوښښونو او څېړنو په پایله کې علوم نور هم
پراخېدل په دې اساس څانګې په نورو څانګو وویشل شول، دا لړۍ همداسې دوام لري.
اوس وخت هره ورځ تر ۲۵۰۰۰ علمي پاڼې بازار ته راوځي، چې
یو شخص ته پر دې ټولو پوهېدل ناشونی دی.
د پوهې او ساینس په وېشنو کې پوهان په یو رایه ندي، بېلابېلې
نظریې او وېشنې شتون لري.
ټول هغه څه چې موږ پوهېږو له دریو سرچینو څخه لاسته راغلي:
دیني: د الله تعالی لخوا د انبیاوو علیهم السلام پواسطه بشر ته ښول
شوي.
فلسفي: فیلسوفانو د فلسفې او منطق په اساس استدلال کړې
او یوې نتیجې ته رسیدلي.
ساینسي: هغه پوهې چې په تجربې ثبوت شوي ساینس بلل کیږي.
علم څه ته وايي؟
علم عربي کلمه ده، لغتا د یو شي په اړه فهم، درک او معرفت دی. جمع
یې علوم راځي.
او په اصطلاح کې د یو شي یا موضوع په اړه منظم او تړلو
معلوماتو ته علم وایی.
علم په عربي او فارسي کې په دوه معناوو کارول کیږي:
۱- علم د انګلیسي (Science) او د پښتو د ساینس کلیمې په مفهوم.په عامیانه اصطلاح کې علم د خلکو پواسطه د چاپيریال او اړوندو ټولو
مسایلو په اړه هر ډول خبراوی ته علم وايي.
چې علم کلیمه په پښتو کې هم په همدې (پوهې) معنی کارول کیږي او
رواج موندلی.
په دې مفهوم کې علم د هر ډول شیانو، پدیدو، روابطو، مهارتونو
او نورو په هکله پوهیدلو ته شامل دی. په دې مفهوم کې د علم د لاسته راوړلو لپاره د
علمي میتودونه شتون حتمي ندي، کېدای شي دغه علم په بېلابېلو لارو لاسته راوړل شي.
ددې مفهوم په اساس د حدیثو علم، ریاضیات، فقه، نجوم، اخلاق، ژبه…
دا ټول علوم دي.
يادونه:
۱- تر دې
وروسته دې لیکنه کې زموږ هدف له علم/علوم څخه هماغه د پوهې مفهوم دی.
۲- ساینس ته پښتو کې
پوهنه هم وايي.
علم د اسلام له نظره:
په قرآني آیتونو او حدیثونو کې د علم څخه هدف پوهه او
(Knowledge) دی.
د علم کلیمې استعمال په قرآن کې مقید شوی ندی چې ګواکې
هدف یې یوازې شرعي علوم دي – قرضاوي.
دیني علماوو علم په دوه برخو ویشلی:
۱- شرعي علوم:
علوم القرآن، علوم السنة، عقیده، فقه، اخلاق، اصول… او هغه چې د دین او شریعت
لپاره اړین دي لکه: ژبه، ادب او تاریخ.
۲- دنیوي علوم: ټول
علوم چې انسان یې د ژوند او چاپیریال د بقا او پرمختګ لپاره اړتیا لري، لکه: طب،
انجینري، کیمیا، فزیک، ریاضي، بیولوژي او نور.
همدارنګه د حکم له نظره هم په دوه ډوله ویشلی:
۱- علم النافع یا
ګټور علوم.Dally Motivational ورځنی تحرک
۲- علم غیر نافع یا
ناګټندویه علوم – د ځینو حکم حرام دی.
ساینس څه ته وايي؟
ساینس (Science) د لاتیني کلیمې (Scientia) څخه اخیستل شوی د پوهې او پېژندنې(Knowledge) په معنا ده.
ساینس یوه منظمه تګ لاره ده چې د شواهدو او تجربو څخه په استفادې د
طبیعي نړۍ په اړه معلومات ترلاسه کوي.
تر ټولو ساده تعریف یې: ساینس هغه علم دی چې په تجربو ولاړ دی.
ساینس د پوهې یوه برخه ده چې په کتنو او تجربو ولاړ دی، او د طبیعي
یا مادي نړۍ سره سر او کار لري. هر هغه څه چې د طبیعي نړۍ څخه پورته وي د ساینس تعریف
ساحه کې ځای نلري.
ساینسپوهان د یو لړ منځمو تګلارو پواسطه نوي معلومات ترلاسه کوي چې
د ساینسي میتودونو په نوم یادیږي. د ساینس او نورو علومو تر منځ توپیر همدا علمي
مېتودونو شتون دی.
کیمیا، فزیک، بیولوژي او نور دا ساینس نه بلکه د ساینس لاسته
راوړنې دي، ساینس خپله یوه منظمه تګلاره ده د پوهې لاسته راوړلو لپاره.
د ساینس ډېری څانګې د (-ology) وروستاړي سره ختمیږي چې د مطالعې (study of) په معنی ده، لکه Biology.
د پوهې شالید:
انسان تل په دې هڅه کې وي تر څو په هر څه پوه شي ، ځکه
انسان لټاند طبیعت لري. د همدې کنجکاوۍ په سبب د همغې ورځې څخه چې انسان پر
ځمکې پښه ایښې د پوهې په لټه کې دی، تر څو وکولای شي د خپل شاوخوا او طبیعت په اړه
د څه شی؟ څنګه؟ او ولې؟ پوښتنو ته ځواب پیدا کړي. پوهه د بشر د فکر او اړتیاوو سره
بشپړتیا موندلې.
فلسفه د میلاد دمخه شپږمه پېړۍ کې د تالس لخوا
د الهیاتو څخه بېل شو. د اسنادو له مخې تالس د فلسفې پیلوونکی دی.
په کلاسیک دور کې ساینس او فلسفه په یو معنی کارېدل، یوبل سره نژدې
اړیکې لرلې. په اروپا کې تر عصري دورې پورې ساینس د هرې منظمې پوهې پر ځای
استعمالېده، حتی د فلسفې معادل استفاده کېده.
د ساینس کلیمه (په خپل اصلي مفهوم) نوې ده، پخوا به ددې پر ځای د
طبیعي فلسفې نوم کارېده. په ۱۷ مه میلادي پيړۍ کې طبیعي فلسفه (اوسنی ساینس) په
تدریج سره له فلسفې څخه جدا شو.
ساینس د رنسانس دورې (۱۴۰۰ تر ۱۶۰۰ میلادي) څخه وروسته پيل شو، خو
علم یا پوهه د بشریت له پیدایښت سره پيل شوې. الله تعالی فرمايي: « خَلَقَ
الْإِنسٰنَ عَلَّمَهُ الْبَيَانَ» ژباړه: همغه انسان پيدا
کړ؛ او ده ته یې غږېدل ور زده کړل.
د ساینس وېشنه:
د ۱۹ پېړۍ په لومړیو کې په ساینسي علومو کې ډېر پراختیا
راغی. پر دې اساس لازم وګڼل شو تر څو ساینس په څانګو ووېشي.
د ساینس ویشنه هم د بېلابېلو تګلارو او ګټې اخیستنې په
اساس څو وېشنې لري.
ساینس په څلورو برخو ویشل شوی:
۱- طبیعي پوهنې (Natural
Science): په طبیعي علومو کې د ساینسي میتودونو څخه یعنې
د شواهدو او تجربو څخه ګټه اخیستل کیږي. د مادي او طبیعي نړۍ سره سر او کار لري.
لکه: کیمیا، فزیک، بیولوژي، نجوم، ریاضیات.
۲- ټولنیز پوهنې (Social
Science): په ټولنیزو علومو کې د تجربو او کتنو څخه نه
بلکه د روایتي او تاریخي معلوماتو څخه ګټه اخلي. د ټولنې او د ټولنې او افرادو
ترمنځ اړیکې څېړي.
لکه: ټولنپوهنه، ارواپوهنه، سیاستپوهنه، وټپوهنه (اقتصاد)،
وګړپوهنه، تاریخ، جغرافیه.
۳- بشري پوهنې (Formal
Science): د مانيز ( معنوي )، ذهني، اخلاقي،
كولتوري او ټولنيز كار او فعاليت په ساحو كې د انسان څېړنه كوي.
لکه: ریاضیات، فلسفه، منطق، کمپيوټر ساینس، اخلاق، ښکلاپوهنه،
ادبپوهنه، ژبپوهنه …
۴- تطبیقي پوهنې Applied
Science)): لکه: طب، انجینري، سوداګري،کرنه او مالداري،
تکنالوژي انجینري، حقوق، ژورنالیزم، موزیم او کتابتون علوم، نظامي پوهنه، مدیریت،
ترانسپورت، روغتیا، فضاپوهنه، خلاپوهنه، کمپيوټر ساینس…
ځینې هم په دې باور دي چې ریاضي علم دی، ځینې یې علم نه
بولي، هر یو خپأ دلایل لري. خو مهمه دا چې ریاضي د طبیعت او تجربي علومو ژبه ده.
ریاضیات په شمېرپوهنه، الجبر، هندسه او مثلثات ویشل شوی.
یادونه:
۱- پورته وېشنه کې د
انګلیسي (Science) کلیمې څخه هدف پوهه
ده، نه خپله ساینس.
طبیعي پوهنې په لاندې برخو ویشل شوی:
۱- بیولوژیکي
پوهنې: د ژوندیو موجوداتو مطالعه
۲- فزيکي پوهنې: د
غیر ژوندیو موجوداتو او شیانو مطالعه
۱- بیولوژيکی ساینس (Biology) بیا پر دوه برخو ویشل کیږي:
الف: نباتپوهنه/ بوتاني (Botany): د نباتاتو مطالعه
ب: ژونپوهنه/ زولوژي (zoology):
د حیواناتو مطالعه
۲- فزیکي ساینس (Physics) کې لاندې څانګې شاملې دي: فزیک، کیمیا، ځمکپوهنه، ستورپوهنه،
هواپوهنه، ریاضیات، …
زموږ ښوونیز نصاب ساینس په لاندې دوه برخو ویشي:
۱- طبیعي علوم (Natural
Science) چې سخت علوم (Hard
Science) یې هم یادوي: کیمیا، فزیک، بیولوژي،
جیولوژي او ریاضیات.
۲- ټولنیز علوم (Social
Science) چې پوست علوم (Soft
Science) یې هم نوموي: تاریخ، جغرافیه، سیاست،
اقتصاد، وګړپوهنه، ژبپوهنه …
د علم او پرمختګ زیانونه:
کیمیاوي او بیولوژيکي کارخانې، صنعتي فابریکې او احتراقي
ماشینونه زموږ چاپیریال او آب و هوا ککړ کړي.
ورانونکي او وژونکي اسلحې او اتومي بمونه د اساسي عواملو څخه چې د
انسانانو ژوند تهدیدوي.
بېلابېل کیمیاوي او زهري دوا درمل چې ځینې یې نباتاتو، حیوانانو او
انسانانو ته ګواښونکې ده.
خو پدې کارو کې پوهه او پوهان پړ ندي بلکه دا مختلف علتونه لري،
لکه د پوهې او د پوهې د محصولاتو څخه ناسمه او بېځایه ګټه اخیستنه.
د پوهې او ساینس بحث لنډیز:
۱: د پوهې کلیمه د
ساینس څخه جامع او پوره دی، او ساینس په یو ډول د پوهې تر لاندې یوه ټولګه ده.
۲: علم یو عام او
کلي معنی لري. یعنې که یو څوک د یو څه په اړه معلومات لري دی د هغه په اړه عالم یا
پوه دی.
بېلګې په توګه: محمود عالم دین دی. یا وایو احمد سیاساتپوه…
لکه د مهارتونو زده کول، د خپلو کړنو څخه څه زده کول، د مطالعې یا
اورېدلو له لارې څه زده کول، د موټر زده کول او نور، دا هغه څه دي چې تاسې یې په
اړه معلومات او فهم لرئ، دا ټول کارونه پوهه ده او تاسې نظر دې کارونو ته پوه
یاست. ځکه په دې کې هېڅ یو تاسو د ساینسي میتودونو پواسطه ندي ترلاسه کړي.
۳: ساینس د مشخصې
پوهې لپاره یوه تګلاره ده. پوهه هغه څه دي چې موږ د ساینس په اړه پوهېږو.
۴: ساینس ښايي چې:
په کایناتو کې څه دي؟ څنګه کار کوي؟ او ولې داسې کیږي؟ ، او داچې ددې څېړنو د
نتیجې سره څه وشي دا پوهه ده.
۵: ساینس تل په
پرمختګ او بشپړتیا کې وي. پوهه کولای شي پرمختګ وکړي او ادامه پيداکړي، خو ورکېږي
مګر دا چې بل چا سره شریک شي یا انتقال شي.
ځمکې مېشتو ښوونکی څوک دی؟
په نړۍ کې اکثره علمأ په دې هڅه کې دي چې ډېری کتابونه د انسانانو
پوهې او علم د انتقال لپاره وليکي، دغه لړۍ تر دا مهاله ډېره مفیده او ګټوره ده.
خو الله تعلَی په خپل خلقت کې انسانان سره یو شان ندي پیدا کړي د
چا قد ټيټ، د چا اوچت ، څوک خوار او څوک چاغ، څوک د زیاتې پوهې لرونکی او څوک کم،
څوک دهکان او څو نجار ……
او په همدې ترتیب معاصرې ښوونې او روزنې هم د ښوونکو(معلمینو)
لپاره چې کومې ځانګړنې مفیدې او مهمې ګڼلي، څینې ښوونکي یې لري او ځینې نه!
دا چې د ښوونکو(معلمینو) لپاره لازمه ده چې یو ښوونکی دی خپل
بیرونی جوړښت جوړ او محیط دې د علم د انتقال لپاره تیار کړي ، شاید دغه امکانات او
واک ونلري ، نو موږ یې ګرم نشو ګڼلای !
خو ځینې مسایل شته چې د یو لارښود لپاره اهم دی .
لکه د موضوع لپاره امادګي لرل(په موضوع حاکمیت)، د یو ښه ښونکي
رویه باید نارمل او ښه وي، په خپل وخت درسي ساعت ته حاضرېدل، په خپله وظیفه کې
باید د عدل او انصاف نه برخورداره وي…..
معلم د ټولنې یو ښه تغیر ورکوونکی انځور ګر دی.
معلم دی چې يوه ټولنه د سواد په جامه برابروي، معلم دی چې د حیوان
او انسان ترمنځ توپیر روښانه کوي، معلم دی چې د شمعې په شان ځان سوزوي خو بل ته
رڼا ورکوي، معلم دی چې انسان د ولسمشرۍ تر کچې رسوي، معلم دی چې په انسان کې د
اسلام پالنې او وطن پالنې حس را ژوندی کوي ، معلم دی چې شاګرد د خپلې خاورې د
تمامیت او ګټو لپاره هڅوي.
د معلم په ښو اوصافو پورته خبرې ډېرې لږې دي، خو زه دومره وایم،
معلم دی چې ټولنه ده، معلمان دي چې عالمان روزي.
دا چې معلم د ټولنې شمع ده، ضروري ده چې د رڼا نه یې استفاده وکړو.
حقيقت دادی چې ښوونکی (معلم) د ټولنې د افرادو څخه يوفرد دی ، د
معلم په زيار او کوښښ باندې په ټولنه کې دعدل مساوات او ورورګلوۍ فضاء مينځ ته
راځي او هر ډول تعصب تربګني له مينځه ځي ، دجهل او ناپوهۍ پرځاي پوهه دتور تم ځای
رڼا نيسي او بالاخره د معلم د زياتو هڅو په نتيجه کې يوه سالمه او مترقي ټولنه
تشکليږي.
که چېر ته موږ معلم د علم د رڼا نه استفاده ونکړو ، نو د برتریت نه
د بربریت په طرف به روان شو.
یو اثر کې داسې راغلي چې حکيم الامة أبو الدرداء رضي الله عنه
فرمايي:
كن عالماً أو متعلماً أو مستمعاً أو محباً ولا تكن الخامس فتهلك
یانې یا ښوونکی شه، او یا زده کوونکی، یا اورېدونکی شه، او یا
ورسره محبت کوونکی شه، نو پنځم مه جوړیږه چې هلاک به شې.
د پورته اثر نه مطلب دا دی چې که پخپله معلم او عالم جوړېدلای نشې
، نو څه خو ترې زده کړه، خبرو ته یې غوږ کیږده او که دا هم نشې کولای نو مینه او
محبت خو ورسره ولره، خو کینه او بغض ور سره مه ساته، ځکه چې معلمینو او د عالمانو
دوښمنان جاهلان دي.
الله ج فرمایي: يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ
أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ…»[سوره مجادله؛
آيه 11].
ژباړه: الله تعالی ستاسو څخه د مؤمنانو درجې لوړوي او د علم د
خاوندانو.
هو معلم د ټولنې د افتخاراتو او اختراعاتو د پرمختګ سمبول دی او یي
به .
د اسلام په سپیڅلي دين کې د معلم مقام او مرتبه ډيره اوچته ده.
ځکه چې حضرت محمد مصطفَی ﷺ پخپله د يو ښوونکي(معلم) په صفت دنيا ته
راستلول شويدی.
او همدا رنګه الله جل جلاله هم خپله تعليم ورکونکی دی چې فرمایي : الرَّحْمَنُ (1)
عَلَّمَ الْقُرْآنَ (2) خَلَقَ الْإِنْسَانَ (3) عَلَّمَهُ الْبَيَانَ (4)
ژباړه او مطلب: رحمَن ذات ښودلی دی قرآن مجید، پيدا کړی یې دی
انسان بيا يې ورښودلی دی بيان .
الله ج ټول انسانان پیداکړي او بیا یې د خپل نعمتونو او احساناتو
برخه من کړي دي.
خو د دغو نعمتونو تر څنګ یو ستر نعمت قرآن پاک دې چې د دغې عظیم
کتاب لارښونه یې ورته کړې ده.
اوپه سورت علق کې په څلورم (۴) او پنځم (۵) ایات کې فرمايي:
الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ
يَعْلَمْ (5)
ژباړه او مطلب: الله ج هغه ذات دی چې وی ښودلو انسان ته د قلم په
مرسته علم او هغه علم یې ورته وښودو چې انسان پرې نه پوهیدلو.
نو د پورته ایات کریمه وو معلومه ده چې ښوونکی (معلم) د ټولنې د
رنا او د ترقۍ یوه بهترینه وسله او وسیله.
زموږ د هیواد د ترقۍ او پیشرفت ستره نقطه ښوونکی (معلم) دی، که
چېرته موږ حقیقي، زحمتکش او بااستداده ښوونکي (معلمین) ولرو، کوم ستونزمنه خبره به
نه وي چې موږ به د نړئ سره سیال نشو.
په اخیر کې د ښوونکيو (خویندې او ورونه) نه مو هیله ده، د دغې پاکې
او مقدسې دندې چې دوی ته ورسپارل شوې، په پاکې ارادې او د اسلامي شریعت او افغاني
دود او دستور په رڼا کې د خپلو زده کوونکو په ښوونه او روزنه کې د هر رنګه
میتودونه او لارو نه کار واخلي او دغه مقدسه دنده په پوره سپیڅلتیا سره سر ته
ورسوي، تر څو زموږ دا وروسته پاتې ټولنه تر نورو ورسوو، او مخکي شي.
درېيمه برخه
پوهه او زده کړه Dally Motivational ورځنی تحرک
پوهه او زده کړه د اسلام له
نظره علم د اسلام د سپیڅلي دین له نظره د ډېر لوړ ارزښت او اهمیت لرونکی دی، چې
ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کېږي.
1) علم د الله تعالی له اووه
ذاتي صفتونو څخه یو دی. الله تعالی پخپله عالم، علیم، بصیر، سمیع او د نورو سترو
او ښکلو صفتونو خاوند دی. علم په قرآن شریف کې تر ټولو نورو ښو صفتونو زیات یعنې
۵۸۲ ځلې ذکر شوی دی. که تدبر، تعقل، حکمت او نور ورته لغتونه یې ولټول شي، نو دا
شمیر نور هم زیاتیږي. الله د کامل او بشپړ علم خاوند ذات دی، چې په ښکاره، پټو؛
وروستیو، راتلونکو؛ لویو، وړو؛ لوړو، ټیټو؛ سرونو، رازونو؛ اذل، ابد، دنیا، اخرت،
ژوند، مرګ، قبر، میعاد، برزخ، دوزخ، جنت؛ ځمکې، آسمانونو. بدنونو، نفسونو؛ نیتونو
او عملونو او هر څه پوهیږي. د غیبو په خزانو، د بر، بحر؛ دانې، تخم؛ د پاڼې په
لویدو او د ساګانو په اخیستو پوهیږي. د میندو په رحم کې د اولاد په حالت، د باران
په وریدو، د وریځو په حرکت، د کایناتو په حرکت، د مرګ او ژوند په نیټه، د راتلونکو
پیښو په پيښیدو او د انسان د مړینې په حالت او ځای پوهیږي. لنډه دا، چې الله تعالی
پر هر څه پوهیږي او مکمل پرې پوهیږي.
2) د قرآن کریم لومړنی آیت او د
دغه آیت لومړنی توری د (اقرأ) یعنې (ولوله) په ټکي پیل شوی دی او یوه نړۍ حکمت پکې
پروت دی، نو د علم د لوړتیا او اهمیت اندازه یې تر بل هر دین او مکتب او مسلک اوچت
دی.
Dally Motivational ورځنی تحرک
9) په اسلام کې علم په هر شخص
که نر وي او که ښځه، زوړ وي که ځوان، روغ وي که معلول فرض دی، ځکه د رسول الله صلی
الله علیه و سلم د حدیث مفهوم عام دی، چې د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده او
فرض داسې مکلفیت دی، چې په نه کولو یې انسان د عذاب وړ ګرځي.
10)قرآن نور، هدایت، شفا، رحمت او هدایت دی، ځکه یې زده
کړه او پرې عمل ضرور دی، خو قرآن او د رسول الله صلی الله علیه و سلم حدیثونو د
نورو علومو پر زده کړه هم ټنګار کړی دی. د علم او عالمانو د لوړتیا په باب چې کوم
ایتونه راغلي دي تر زیاترو مخکې یې د الله تعالی د مخلوقاتو د وسعت او سترتوب او
پراختیا ذکرونه راغلي او زیاترو اسلامي علماو ترې همدا برداشت کړی دی، چې د
کاینانو په باب پوهه، تفکر، تدبر، تعمق او ژورتیا زموږ دیني مکلفیت دی.
11)بله مهمه خبر دا ده، چې شرعي علوم تر هغه بریده پر هر
مسلمان فرض او لازم دي، چې د دین د اساسي احکامو، حلالو او حرامو توپیر وکړای شي،
البته د تخصصي پوهې لپاره یې د ضرورت په اندازه کسان کافي دي. همدا شان د دنیایي
مسئلو په باب هم دومره پوهه هر چا ته لازمه ده، چې ورځنی ژوند پرې ښه وچلولای شي
او د هرې برخې تخصصي پوهه همغومره کسانو ته په کار ده، چې ټولنه ورته اړتیا لري.
که په یوه ټولنه کې د هرې برخې کارپوهانو ته اړتیا موجوده وي او دغسې پوهان نه وي
موجود نو د دې کمبود په خاطر د ټولنې ټول اوسیدونکي مسئول دي.
12)علم د مومن ورکه ده او هر چیرې، چې یې ومومي تر ټولو
لومړی مستحق یې همدی دی. هغه که په خپله سیمه کې مومي او که سفر پسې کوي. د علم د
زده کړې لپاره سفر روا دی او که په دغه سفر کې یو څوک مړ شي، داسې دی لکه د الله
تعالی په لار کې، چې وتلی وي، نو اجر یې ورکول کیږي. یو مشهور قول دی، چې وايي،
علم زده کړئ که څه هم په چین کې وي.
13)د علم د زده کړې لپاره لګښت په حقیقت کې پانګونه ده،
چې بیرته شخص او ټولنې ته څو چنده دنیوي او اخروي ګټه راوړي. رسول الله صلی الله
علیه و سلم به د جګړې هغه اسیران بې له شرایطو خوشي کول، چې د مسلمانانو اولادونو
ته به یې سواد زده کاوه.Dally Motivational ورځنی تحرک
14)اسلام د نجونو او ښځو د علم د زده کړې بهترین مثالونه
وړاندې کړي دي، چې د حدیثو د علم په تدریس کې د مومنانو د مور حضرت عایشه (رضی
الله عنها) مقام یې ښه مثال دی.
15)علم یو الهي موهبت دی، انسان پرې لوړیږي، پاکیږي،
تزکیه کیږي او د ځان او نورو د نجات او فلاح په چارو کې د لویو بریاوو خاوند کیږي.
16)انسان له نورو ژویو څه امتیازونه لري، چې یو یې علم
او په علم کې نوښت او ایجاد دی. اسلام د علم او عمل یو ځای والی لازم ګڼلی دی. په
قرآنکریم کې د پیغمبرانو له کیسو څرګندیږي، چې دوی ټولو علمي او عملي ژوند دواړه
کاوه. ډیر نوښتونه او ایجادونه دوی کړي دي او بشریت ته یې دا درس ورکړی، چې د ژوند
هنرونه باید په عملي ډول زده کړي. آدم (علیه السلام) بزګري کړې ده، نوح (علیه
السلام) ترکاڼي کوله او کښتۍ یې جوړولې، داود (علیه السلام) له فلزاتو څخه وسایل
جوړول، سلیمان (علیه السلام) هوایي تخت درلوده، چې د هوايي او فضایي وسایلو اساس
یې بللی شو، یوسف (علیه السلام) د دولت دارۍ او سپما او همدارنګه د پیشبینۍ پياوړي
مهارتونه درلودل.
17د الله تعالی تر ټولو لوړو بندګانو (پغمبرانو) هم له
الله تعالی نه د علم او پوهې د ورښوولو دعا کړې ده.
18)مسلمان مکلف دی، چې له زانګو تر ګوره زده کړه وکړي.
19)د دین د پوهیدو لپاره پر پوهه ټینګار شوی دی او د هغو
خلکو ایمانونه له هیلو، وهمونو او ګمانونو سره تشبیه شوي، چې په لیک لوست نه
پوهیږي.
20)په اسلام کې له اوریدو، ساده کتنې، خیالاتو او اوهامو
پیروی نده په کار؛ بلکې غوږونه او سترګې او زړه، چې د علم او پیژندنې واقعی لارې
دي مسئول دي. یعنې د سترګو له لارې د مشاهدې او کتنې په واسطه، د غوږونو په واسطه
د اوریدو له لارې او د زړه په واسطه د کشف، معرفت او نوښت له لارې باید علم زده شي
او بیا د هر څه په باب پریکړه وشي.
21)پوهه او معرفت د الله تعالی له خوا د یوې ښې بدلې او
اجر په توګه یاد شوی دی.
22)یو ډیر جالب بحث، چې په قرانکریم کې راغلی او د علم
اهمیت پر ټولو اوچت ثابتوي، هغه د انسان تر خلقت مخکې د الله تعالی او ملایکو تر
منځ بحث دی. ملایکې الله تعالی ته وایي، چې آیا ته په ځمکه کې یو داسې موجود پیدا
کوې، چې وینې به تویوي؟ الله تعالی، چې کله ادم علیه السلام پیدا کړ، نو د هغه په
مخکې یې له ملایکو د شیانو د نومونو پوښتنه وکړه. ملایکو ونه شوای کړلای د شیانو
نومونه واخلي، خو آدم علیه السلام د هغو شیانو نومونه واخیستل. تر هغه وروسته الله
تعالی ملایکو ته امر وکړ، چې انسان ته سجده وکړي او له شیطان پرته نورو ټولو آدم
علیه السلام ته سجده وکړه. لدې معلومیږي، چې د انسان د پیدایښت تر ټولو لوی تشخص
او هدف د علم لرل او زده کول دی او دا یې پر ملایکو د برترۍ عامل دی.
د علم، پوهې او زده کړې په باب د قرآن کریم څو مبارک
آیتونه په لاندې کرښو کې لوستلای شو. هیله ده په ژور ډول ورته متوجه شو او څو څو
ځله یې ولولو:
{كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولًا مِّنكُمْ يَتْلُو
عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ
وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ} ﴿البقرة: ١٥١﴾. (ترجمه: لکه په
تاسو کې مې چې ستاسو له منځه رسول درولیږه، چې زموږ آیتونه درته لولي او تاسو [له
هر ډول ښکاره او پټې ناپاکۍ] پاک او سوتره کوي او تاسو ته کتاب او حکمت در
زده کوي او د هغه څه تعلیم درکوي چې پرې نه پوهیدئ.)
{قَالَ لَهُ مُوسَىٰ هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَىٰ أَن
تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا} ﴿الكهف: ٦٦﴾. (ترجمه: موسی [خضر] ته وویل:
آیا [اجازه راکوئ چې] زه ستا څخه [د دې هدف لپاره] پیروی وکړم، چې په هغه څه، چې
ته پوهیږې ماته د رشد او پختګۍ د یوې سرچینې په توګه رازده کړې، چې تا ته درښودل
شوي دي؟)
{كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا
لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ} ﴿فصلت: ٣﴾. (ترجمه: دا یو داسې کتاب دی، چې آیتونه یې په
نهایت روښانتیا بیان شوي دي، په عربی ژبه قرآن دی د هغو خلکو لپاره ، چې پوهه او
معرفت لري.)
{وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا
وَعِلْمًا وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ} ﴿يوسف: ٢٢﴾. (ترجمه: او کله
چې یوسف د پوخوالي عمر ته ورسید، حکمت او پوهه مو ورته عطا کړه او موږ نیکانو ته
پدې ډول بدله او اجر ورکوو.)
{وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ} ﴿القلم: ١﴾. (ترجمه: او
قسم په قلم او هغه څه چې لیکي).
{وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لَا يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ
إِلَّا أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ} ﴿البقرة: ٧٨﴾. (ترجمه: او(د
یهودو یوه ډله)، چې امیان دي، په کتاب نه پوهیږي یواځې بې بنسټه هیلې کوي او
(ایمان) یې نه دی مګر هسې خیالونه او ګومانونه.)
{ادْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ
وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ
هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ}
﴿النحل: ١٢٥﴾. (ترجمه: [خلک] په حکمت او نیکه لارښوونه د خپل پروردگار لارې ته
دعوت کړه او په بهترینه طریقه بحث وکړه، په یقین سره، چې ستا پروردگار هغوی ډير ښه
پيژني، چې بې لارې شوي او هم لار موندونکي پیژني.)
{قَالَ يَا آدَمُ أَنبِئْهُم بِأَسْمَائِهِمْ فَلَمَّا
أَنبَأَهُم بِأَسْمَائِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ
السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ}
﴿البقرة: ٣٣﴾. (ترجمه: [الله تعالی] وفرمایل: ای آدمه! پريښتو ته د هغو [د شیانو]
نومونه ووایه. نو کله چې یې پريښتو ته [د شیانو] نومونه وویل [الله]
وفرمایل: آیا تاسو ته مې ونه ویل، چې زه په یقین سره د آسمانونو او ځمکې په ټولو
پټو پوهیږم او په هغه څه پوهیږم چې تاسو یې پټوئ او ښکاره کوئ؟)
{وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَاسْتَوَىٰ آتَيْنَاهُ
حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ} ﴿القصص: ١٤﴾. (ترجمه: کله
چې دی خپلې [جسمي او عقلي] توانمندۍ ته ورسیده او رشد او کمال يې تر لاسه کړ، هغه
ته مو حکمت او پوهه ورکړه او پدې ډول موږ نیکانو ته بدله او اجر ورکوو.)
{يَا أَبَتِ إِنِّي قَدْ جَاءَنِي مِنَ الْعِلْمِ مَا
لَمْ يَأْتِكَ فَاتَّبِعْنِي أَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِيًّا} ﴿مريم: ٤٣﴾. (ترجمه:
پلاره! همدا ده، چې ما ته [د وحی له لارې] داسې پوهه راغلې ده، چې تا ته نده
راغلې؛ نو ځکه زما پیروی وکړه، چې تا ته د سمې لارې رهنمایي وکړم.)
{أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاءَ اللَّيْلِ سَاجِدًا
وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي
الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو
الْأَلْبَابِ} ﴿الزمر: ٩﴾. (ترجمه: [آیا داسې کفران کوونکی انسان ښه تر دی] یا
داسې انسان چې د شپې په سجده او قیام او خالصانه عبادتونو بوخت دی، له آخرته
ویریږي او د خپل پروردگار رحمت ته هیله من دی؟ ووایه: آیا هغه کسان چې پوهه او علم
لري او یا هغه کسان چې له معرفت او پوهې پرته دي، برابر دي؟ یوازې هوښیاران پند
اخلي.)
{وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ
أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا} ﴿الإسراء: ٨٥).
(ترجمه: او ستا څخه د روح په باب پوښتي. ورته ووایه: روح زما د پروردگار امر دی او
تاسو ته یې له پوهې څخه یوازې لږه برخه در کړل شوې ده.)
{بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ
أُوتُوا الْعِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ}
﴿العنكبوت: ٤٩﴾. (ترجمه: بلکېدا(د قرآن)روښانه آیتونه دي.د هغو کسانو په سینو کې، چې
معرفت او پوهه ور ته عطا شوې ده او زموږ له آیتونو څخه یوازې ظالمان منکریږي.
{وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ
عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلَائِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هَٰؤُلَاءِ إِن
كُنتُمْ صَادِقِينَ} ﴿البقرة: ٣١﴾. او د [موجوداتو] ټول نومونه يي آدم ته ورزده
کړل؛ بیا یې [د موجودیت هویت او د ذات حقایق] فرشتو ته وړاندې کړل او ویې ویل: پر
دې نومونو مې خبر کړئ، که [د ده د ځای ناستي توب د وړتیا په ادعا کې] رښتیني یاست.)
{وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا
تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ} ﴿ق:
١٦﴾. (ترجمه: او بي شکه چې انسان مو پیدا کړ او د ده د نفس په وسوسو پوهیږو او موږ
هغه ته د مرۍ له رګه ورنږدې یو.)
{وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ
السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَٰئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا}
﴿الإسراء: ٣٦﴾. (ترجمه: او له هغه څه، چې نه پوهیږي [بلکې له اوریدو، ساده کتنې،
خیالاتو او اوهامو] پیروي مه کوه؛ بي شکه غوږونه او سترګې او زړه [چې د علم او
پیژندنې واقعي وسایل دي] تر پوښتنې لاندې راځي.)
{هَٰذَا بَلَاغٌ لِّلنَّاسِ وَلِيُنذَرُوا بِهِ
وَلِيَعْلَمُوا أَنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُولُو
الْأَلْبَابِ} ﴿ابراهيم: ٥٢﴾. (ترجمه: دا [قرآن یا هغه څه، چې په دې سورت کې دي]
[ټولو] خلکو ته پیغام دی ، د دې لپاره، چې د دې په واسطه خبر شي او [په ایتونو کې
د تدبّر له مخې] پوه شي، چې هغه یوازنی او واحد معبود دی، او چې هوښیاران پند
واخلي.)
{وَأَنزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ
وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا}
﴿النساء: ١١٣﴾. (ترجمه: او الله پر تا کتاب او حکمت نازل کړل، او هغه څه یې در زده
کړل، چې پرې نه پوهیدې او پر تا الله تعالی ستر فضل کړی دی.)
{فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ
فَرِحُوا بِمَا عِندَهُم مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ
يَسْتَهْزِئُونَ} ﴿غافر: ٨٣﴾. (ترجمه: کله، چې د دوی خوا ته لیږل شوي استازي له
روښانه دلایلو سره ورغلل دوی په هغه لږ علم چې ورسره وو، خوښ شول او هغه عذاب چې
دوی ملنډې پرې وهلې ورنه را چاپیره شو.
{وَيَرَى الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ الَّذِي أُنزِلَ
إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ هُوَ الْحَقَّ وَيَهْدِي إِلَىٰ صِرَاطِ الْعَزِيزِ
الْحَمِيدِ} ﴿سبإ: ٦﴾(ترجمه: او هغه کسان چې پوهه ورته عطا شوې ده، پوهیږي، چې
هغه، چې د دوی د پروردگار له لوري پر تا نازل شوي دي؛حق دي، او د پیاوړي او
ماته نه منونکي او ستایل شوي الله لاري ته هدایت کوي.)
{وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ
ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِّمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا
الصَّابِرُونَ} ﴿القصص: ٨٠﴾. (ترجمه: او هغو کسانو، چې پوهه ورکړل شوې وه، وویل:
ستاسو پر حال دې افسوس وي، د هغو کسانو بدله غوره ده، چې پر الله یې ایمان راوړی
دی او ښه کارونه کوي. او [پر دې الهي حقیقت] له هوښیارانو پرته بل څوک نه پوهیږي.)
{فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ وَلَا تَعْجَلْ
بِالْقُرْآنِ مِن قَبْلِ أَن يُقْضَىٰ إِلَيْكَ وَحْيُهُ وَقُل رَّبِّ زِدْنِي
عِلْمًا} ﴿طه: ١١٤﴾. (ترجمه: هغه [واحد] الله لوړ او د اوچتې مرتبې خاوند دی، چې د
هستۍ فرمانروا او بشپړ حقّ دی او مخکې له هغه چې پر تا د قرآن وحی پای ته ورسیږي،
په لوستلو کې یې بیړه مه کوه او ووایه: پروردگاره! زما پوهه زیاته کړئ.)
{قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي} [٢٠:٢٥]. (ترجمه: ویې
ویل: پروردگاره! سینه مې [د دې درندې دندې د زغم لپاره] پراخه کړه، {وَيَسِّرْ لِي
أَمْرِي} [٢٠:٢٦] او کارمې راته آسان کړه،{وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِي}
[٢٠:٢٧] او له ژبې مې غوټه لیرې کړه ، {يَفْقَهُوا قَوْلِي} [٢٠:٢٨] [تر څو مې] په
خبرو پوه شي.)
{وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ عِلْمًا
وَقَالَا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي فَضَّلَنَا عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّنْ عِبَادِهِ
الْمُؤْمِنِينَ} ﴿النمل: ١٥﴾. (ترجمه:او په یقین سره موږ داود او سلیمان ته،
[ځانګړې] پوهه ورکړه، او هغوی دواړو وویل: ټولې ستاینې الله لره دي، هغه چې موږ ته
یې پر نورو بندګانو برتری عطا کړې ده.)
{رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو
عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ
إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ} ﴿البقرة: ١٢٩﴾. (ترجمه:(ابراهیم علیه السلام
دعا وکړه) ای زموږ څښتنه! په دوی کې د دوی له منځه پیغمبر واستوه چې ستا آیتونه
ورته ولولي، او دوی ته کتاب او حکمت زده کړي، او [له ظاهري او باطني ککړتیاوو] یې
پاک کړي؛ ځکه ته توانمن. نه ماتیدونکی او حکیم یې.)
{قُلْ آمِنُوا بِهِ أَوْ لَا تُؤْمِنُوا إِنَّ الَّذِينَ
أُوتُوا الْعِلْمَ مِن قَبْلِهِ إِذَا يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ يَخِرُّونَ
لِلْأَذْقَانِ سُجَّدًا} ﴿الإسراء: ١٠٧﴾. (ترجمه: ووایه: که پر الله ایمان راوړئ
او که نه [هغه ته یو شان دي] ، هماغه څوک، چې مخکې [له نزوله] یې معرفت او پوهه
میندلې ده، کله چې ورته دا آیتونه ولوستل شي، په سجده کولو سره هغه ته پر مخ
پرېوزي.)
{فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ وَكُلًّا آتَيْنَا حُكْمًا
وَعِلْمًا وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُودَ الْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَالطَّيْرَ
وَكُنَّا فَاعِلِينَ} ﴿الأنبياء: ٧٩﴾. (ترجمه: نو د هغه [قضاوت] مو سلیمان ته زده
کړ او هر یوه ته مو حکمت او پوهه عطا کړه، او غرونه او الوتونکي مو ورته تابع او
مسخّر کړل، چې تل به یې له داود سره تسبیح ویله، او موږ (د دي هر څه) سر ته
رسوونکي یو.)
وَاللَّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لَا
تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ
لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿النحل: ٧٨﴾. (ترجمه: او الله تاسو د خپلو میندو له نسونو راوایستئ، په داسې حال
کې، چې په څه شي نه پوهیدئ، او تاسو ته مو غوږونه، سترګې او زړه درکړل، تر څو شکر
وباسئ)
{هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا
مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ
وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ} ﴿الجمعة: ٢﴾.
(ترجمه: همغه دی، چې د امیانو خلکو په منځ کې یې د دوی له منځه پیغمبر واستاوو، ،
چې د هغه ایتونه ورته لولي او هغوی [له فکري او روحي ککړتیا] څخه پاکوي او کتاب او
حکمت ورزده کوي ، که څه هم دوی له دې نه مخکې په ښکاره ګمراهۍ کې وو.)
وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالْأَنْعَامِ
مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ كَذَٰلِكَ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ
الْعُلَمَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ ﴿فاطر: ٢٨﴾. (ترجمه: او له انسانانو،
خوځېدونکو او څلوربولو [لکه د میوو او غرنیو لارو په شان] رنګارنګ رنگونه شته. د
الله له بندگانو څخه یوازې د هغه پوهان له هغه زیات ویریږي؛ په یقین سره الله
توانمند، ماته نه منونکی او زیات بښونکی دی.)
لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ
فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ
وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ
مُّبِينٍ ﴿آلعمران: ١٦٤﴾. یقیناً خدای پر مؤمنانو منّت وکړ، چې د هغوی له خپله
منځه یې پکې پیغمبر مبعوث کړ، چې دوی ته د هغه آیتونه لولي او [له فکری او روحي
ککړتیاوو] یې پاکوي او کتاب او حکمت ورته زده کوي او په رښتیا، چې دوی تر دې مخکې
په ښکاره ګمراهي کې وو.
أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي
السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً
وَبَاطِنَةً وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا
هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُّنِيرٍ ﴿لقمان: ٢٠﴾. (ترجمه:آیا پوهیدلي نه یاست، چې الله
تعالی هغه څه، چې په آسمانونو کې دي او هغه څه، چې په ځمکه کې دي، تاسو ته مسخّر
او تابع کړي دي او خپل ښکاره او پټ نعمتونه یې درته ښه زیات او پوره درکړي دي او
ځینې خلک دي، چې تل بې له کومې پوهې [بلکې د جهل او ناپوهۍ له مخې] او بې له هیڅ
هدایت او هیڅ روښانه کتابه د الله تعالی په باب دلیل تراشي او مقابله کوي.)
وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ
فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً
لِّتَبْتَغُوا فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ
وَالْحِسَابَ وَكُلَّ شَيْءٍ فَصَّلْنَاهُ تَفْصِيلًا ﴿الإسراء: ١٢﴾. (ترجمه: موږ
شپه او ورځ [د خپل قدرت او حکمت] نښې کړې دي؛ نو شپه مو بې رڼا کړه او ورځ مو
روښانه کړه، چې [په هغه کې] له خپل پروردگاره روزی او رزق وغواړئ او د دې لپاره،
چې د کلونو [وختونو او زمانو] حساب زده کړئ، او هر شی، چې [د خپلې دنیا او دین او
تربیت او کمال لپاره ورته اړ یاست] په روښانه او بشپړ ډول بیان کړل.)
وَإِذَا قِيلَ انشُزُوا فَانشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ
الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ
بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿المجادلة: ١١﴾. (ترجمه:تر څو الله ستاسو له منځه
مؤمنانو ته درجه او پوهانو ته [سترې او ارزښتناکې]درجې لوړې کړې، او الله په هغه
څه ښه پوهیږي، چې دوی یې سر ته رسوي.)
لَّٰكِنِ الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ مِنْهُمْ
وَالْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ
وَالْمُقِيمِينَ الصَّلَاةَ وَالْمُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالْمُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ
وَالْيَوْمِ الْآخِرِ أُولَٰئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿النساء:
١٦٢﴾(ترجمه: خو د دوی له منځه، په پوهه کې ثابت قدمان، لمونځ کوونکي، زکات
ورکوونکي، پر الله او د قیامت په ورځ مومنان په هغه څه، چې پر تا او ستا څخه پر
مخکنیو [پیغمبرانو] نازل شوي دي رښتینی ایمان زاوړي، هغه دي، چې په یقیني ډول به
دوی ته ستره بدله عطا کړي.)
لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ
وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ
وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ
اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ
﴿الحديد: ٢٥﴾. (ترجمه:هماغه ډول مو خپل پیغمبران په روښانه دلایلو ولیږل او هغو ته
مو کتاب او تله [د له حق څخه باطل د تشخیص لپاره] نازل کړل تر څو خلک عدالت وکړي،
او اوسپنه، چې پکې د خلکو لپاره ډیر قوت او ځواک او ډیرې ګټې دي ورکړې او تر څو،
چې الله مشخصه کړي چې څوک هغه او د هغه پیغمبرانو ته مرسته ورکوي؛ په یقین سره، چې
الله پیاوړی او نه ماتیدونکی توانمن دی.
په لاندې کرښو کې به د علم په باب یو څو نبوي
حدیثونه سره ولولو چې له د ریاض الصالحین څخه اخیستل شوي دي:
وعنه قَالَ : قَالَ
رسول الله - صلى الله عليه وسلم - : (( إِذَا مَاتَ ابْنُ آدَمَ انْقَطَعَ
عَمَلُهُ إِلاَّ مِنْ ثَلاثٍ : صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ
، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ )). رواه مسلم . ژباړه: او له همدې ابوهریره –
رضي الله عنه – څخه روایت دی چې رسول الله - صلى الله عليه وسلم – فرمایلي: کله چې
د آدم زوی ومري، عمل ېې قطع شي مګر درې څیزونه لا دوام لري: روانه صدقه، علم چې
ګټه ورڅخه اخیستل کیږي او صالح اولاد چې ده ته دعا کوي.
وعنه ، قَالَ : سَمِعْتُ رسول الله - صلى الله عليه وسلم - يقول :
(( الدُّنْيَا مَلْعُونَةٌ ، مَلْعُونٌ مَا فِيهَا ، إِلاَّ ذِكْرَ الله تَعَالَى
، وَمَا وَالاهُ ، وَعَالِماً ، أَوْ مُتَعَلِّماً )) . رواه الترمذي ، وقال : ((
حديث حسن )) . ژباړه: او له همدې ابوهریره – رضي الله عنه – څخه روایت دی چې له
رسول الله - صلى الله عليه وسلم – څخه مې اوریدلي چې فرمایل ېې: دنیا لعنتي (بې
ارزښته) ده او هغه چې په دنیا کې دي لعنتي دي، مګر د الله یاد او هغه څه چې د الله
یاد ته ورنږدې وي او عالم او زده کوونکی.
وعن أنسٍ - رضي الله
عنه - قَالَ : قَالَ رسولُ الله - صلى الله عليه وسلم - : (( مَنْ خَرَجَ في
طَلَبِ العِلْمِ فَهُوَ في سَبيلِ اللهِ حَتَّى يَرْجِعَ )). رواه الترمذي ، وقال:
(( حديث حسن )) .ژباړه: له انس – رضي الله عنه – څخه روایت دی چې رسول الله - صلى
الله عليه وسلم – فرمایلي: څوک چې د علم په طلب کې ووزي؛ نو دی د الله په
لار کې ګڼل کېږي تر هغه پورې چې بېرته ګرځي.
وعن أَبي سعيدٍ
الخدري - رضي الله عنه -، عن رسول الله - صلى الله عليه وسلم - ، قَالَ : (( لَنْ
يَشْبَعَ مُؤْمِنٌ مِنْ خَيْرٍ حَتَّى يَكُونَ مُنْتَهَاهُ الجَنَّةَ )). رواه
الترمذي، وقال: (( حديث حسن )).ژباړه: له ابو سعید خدري – رضي الله عنه – څخه
روایت دی چې رسول الله - صلى الله عليه وسلم – فرمایلي: مؤمن به د خیر (له زده
کړې) نه موړ نه شي تر دې چې په پای کې جنت ته ورسیږي.
وعن أَبي أُمَامَة -
رضي الله عنه - : أنَّ رسول الله - صلى الله عليه وسلم - ، قَالَ : (( فَضْلُ
العَالِمِ عَلَى العَابِدِ كَفَضْلِي عَلَى أدْنَاكُمْ )) ثُمَّ قَالَ رسول الله -
صلى الله عليه وسلم - : (( إنَّ اللهَ وَمَلاَئِكَتَهُ وَأهْلَ السَّماوَاتِ
وَالأَرْضِ حَتَّى النَّمْلَةَ في جُحْرِهَا وَحَتَّى الحُوتَ لَيُصَلُّونَ عَلَى
مُعَلِّمِي النَّاسِ الخَيْرَ )) . رواه الترمذي ، وقال : (( حديث حسن )) .ژباړه: له ابو امامه –
رضي الله عنه – څخه روایت دی چې رسول الله - صلى الله عليه وسلم – فرمایلي: د عالم
غوره توب په عابد دومره دی لکه زما غوره توب، په تاسو کې په هغه ادنی شخص، بیا ېې
وفرمایل: بې شکه ملایکه او د اسمانونو او ځمکې اوسیدونکي ان میږیان په غارونو کې
او ان کبان، خلکو ته د خیر ښوونکي ته دعاوې کوي.
وعن أَبي الدرداء -
رضي الله عنه - ، قَالَ : سَمِعْتُ رسول الله - صلى الله عليه وسلم - ، يقول : ((
مَنْ سَلَكَ طَرِيقاً يَبْتَغِي فِيهِ عِلْماً سَهَّلَ اللهُ لَهُ طَريقاً إِلَى
الجَنَّةِ، وَإنَّ المَلاَئِكَةَ لَتَضَعُ أجْنِحَتَهَا لِطَالِبِ العِلْمِ رِضاً
بِمَا يَصْنَعُ ، وَإنَّ العَالِمَ لَيَسْتَغْفِرُ لَهُ مَنْ فِي السَّماوَاتِ
وَمَنْ فِي الأرْضِ حَتَّى الحيتَانُ في المَاءِ ، وَفضْلُ العَالِمِ عَلَى
العَابِدِ كَفَضْلِ القَمَرِ عَلَى سَائِرِ الكَوَاكِبِ ، وَإنَّ العُلَمَاءَ
وَرَثَةُ الأنْبِيَاءِ ، وَإنَّ الأنْبِيَاءَ لَمْ يَوَرِّثُوا دِينَاراً وَلاَ
دِرْهَماً وَإنَّمَا وَرَّثُوا العِلْمَ ، فَمَنْ أَخَذَهُ أَخَذَ بحَظٍّ وَافِرٍ
)) . رواه أَبُو داود والترمذي.له ابو درداء – رضي الله عنه – څخه روایت دی چې له
رسول الله - صلى الله عليه وسلم – څخه مې اوریدلي چې فرمایل ېې: څوک چې په کومه
لاره ولاړ، چې علم ېې په هغه لاره کې غوښت؛ الله تعالی به جنت لاره ورته آسانه کړي
او بې شکه ملایکه د علم طالب ته وزرې ږدي، د دې لپاره چې د ده له عمل څخه راضي دي،
عالم ته هغه څه چې په اسمانونو او په ځمکه کې دي ټول بښنه ورته غواړي، ان کبان په
اوبو کې، د عالم غوره توب په عابد باندې داسې دی لکه سپوږمۍ په نورو ستورو، او بې
شکه علما د انبیاوو وارثان دي، او انبیاوو دینار او درهم (سره او سپین زر) په
میراث نه دي پرې ایښي، بلکې یوازې علم ېې په میراث پرې ایښی دی. نو چا چې علم تر لاسه
کړ، ستره برخه ېې تر لاسه کړې ده.
وعن ابن مسعودٍ - رضي
الله عنه - قَالَ : سَمِعْتُ رسولَ اللهِ - صلى الله عليه وسلم - ، يقول : ((
نَضَّرَ اللهُ امْرَأً سَمِعَ مِنَّا شَيْئاً ، فَبَلَّغَهُ كَمَا سَمِعَهُ ،
فَرُبَّ مُبَلَّغٍ أوْعَى مِنْ سَامِعٍ )) . رواه الترمذي ، وقال : (( حديث حسن
صحيح )) . ژباړه: له ابن مسعود – رضي الله عنه – څخه روایت دی چې له رسول الله -
صلى الله عليه وسلم – څخه مې اورېدلي چې فرمایل ېې: الله دې هغه شخص تر او تازه
لري چې له مونږ نه یو څه واوري او داسې ېې ورسوي لکه څنګه ېې چې اورېدلی وي؛ ځکه
ډیر ځله زمونږ په خبره هغه څوک ښه پوهیږي چې خبره ورته رسیږي له هغه چا نه چې خبره
ېې اوریدلې وي.
وعن أَبي هريرة - رضي
الله عنه - قَالَ : قَالَ رسول الله - صلى الله عليه وسلم - : (( مَنْ سُئِلَ عن
عِلْمٍ فَكَتَمَهُ ، أُلْجِمَ يَوْمَ القِيَامَةِ بِلِجَامٍ مِنْ نَارٍ )) . رواه
أَبُو داود والترمذي. ژباړه: له ابو هریره – رضي الله عنه – څخه روایت دی چې رسول
الله - صلى الله عليه وسلم – فرمایلي: له چا نه چې د یوه علم پوښتنه وشوه او هغه
ېې پټ کړ د قیامت په ورځ په د اور په قیضه قیضه کړای شي.
وعنه ، قَالَ : قَالَ
رسول الله - صلى الله عليه وسلم - : (( مَنْ تَعَلَّمَ عِلْماً مِمَّا يُبْتَغَى
بِهِ وَجْهُ اللهِ - عز وجل - لا يَتَعَلَّمُهُ إِلاَّ لِيُصِيبَ بِهِ عَرَضاً
مِنَ الدُّنْيَا ، لَمْ يَجِدْ عَرْفَ الجَنَّةِ يَوْمَ القِيَامَةِ )) يَعْنِي :
رِيحَهَا . رواه أَبُو داود بإسناد صحيح .ژباړه: او له همدې ابوهریره – رضي الله
عنه – څخه روایت دی چې رسول الله - صلى الله عليه وسلم –فرمایلي: چا چې هغه علم چې
د الله – عز وجل – رضا ورباندې غوښتل کیږي، یوازې د دې لپاره زده کړ چې د دنیا یوه
متاع پرې تر لاسه کړي، د قیامت په ورځ به د جنت بوی هم و نه مومي.
وعن عبد الله بن عمرو
بن العاص رضي الله عنهما ، قَالَ : سَمِعْتُ رسولَ الله - صلى الله عليه وسلم -
يقول: ((إنَّ اللهَ لاَ يَقْبِضُ العِلْمَ انْتِزَاعاً يَنْتَزعهُ مِنَ
النَّاسِ،وَلكِنْ يَقْبِضُ العِلْمَ بِقَبْضِ العُلَمَاءِ ، حَتَّى إِذَا لَمْ
يُبْقِ عَالِماً ، اتَّخَذَ النَّاسُ رُؤُوساً جُهَّالاً ، فَسُئِلُوا فَأفْتوا
بِغَيْرِ عِلْمٍ ، فَضَلُّوا وَأضَلُّوا )) . متفقٌ عَلَيْهِ.ژباړه: له عبد الله
بن عمرو بن العاص – رضي الله عنهما – څخه روایت دی: له رسول الله – صلی الله علیه وسلم
– څخه مې اوریدلي فرمایل ېې: الله تعالی علم، له خلکو څخه په ویستلو نه قبض کوي،
مګر علم د علماوو په قبض قبضوي، ان تر دې چې هیڅ عالم ېې پرې نښود، خلک به جاهل
مشران ځانو ته وټاکي، نو چې پوښتنه ورڅخه کیدله، په ناپوهۍ به فتوا ورکوي؛ نو په
خپله به هم هلاک شي او نور خلک به هم هلاک کړي.
وعن معاوية - رضي
الله عنه - قَالَ : قَالَ رسول الله - صلى الله عليه وسلم - : (( مَنْ يُرِدِ
اللهُ بِهِ خَيْراً يُفَقِّهْهُ في الدِّينِ )) . متفقٌ عَلَيْهِ .ژباړه: له
معاویه - رضي الله عنه – څخه روایت دی چې رسول الله - صلى الله عليه وسلم –
فرمایلي: چا ته چې الله تعالی د خیر اراده وکړي په دین کې پوهه ورکړي.
وعن ابن مسعود - رضي
الله عنه - ، قَالَ : قَالَ رسول الله - صلى الله عليه وسلم - : (( لا حَسَدَ
إِلاَّ في اثْنَتَيْنِ : رَجُلٌ آتَاهُ اللهُ مَالاً ، فَسَلَّطَهُ عَلَى هَلَكَتِهِ
فِي الحَقِّ ، وَرَجُلٌ آتَاهُ اللهُ الحِكْمَةَ ، فَهُوَ يَقْضِي بِهَا
وَيُعَلِّمُهَا )) . متفقٌ عَلَيْهِ .له ابن مسعود – رضي الله عنه – څخه روایت دی
چې رسول الله - صلى الله عليه وسلم – فرمایلي: حسد نشته مګر په دوو څیزونو کې: یو
هغه سړی چې الله مال ورکړی وي، نو په حق کې ېې د هغه په مصرفولو برلاسی کړی
وي، او بل هغه سړی چې الله تعالی پوهه ورکړې وي، نو دی فیصلې پرې کوي، او نورو ته
ېې ورښيي. او له حسد نه مراد غبطه ده، هغه داسې چې یو څوک د یو نعمت په ډول هیله
وکړي.
وعن أَبي موسى - رضي الله عنه - ، قَالَ : قَالَ النبيُّ - صلى
الله عليه وسلم - : (( مَثَلُ مَا بَعَثَنِي الله بِهِ مِنَ الهُدَى وَالعِلْمِ
كَمَثَلِ غَيْثٍ أصَابَ أرْضاً ؛ فَكَانَتْ مِنْهَا طَائِفَةٌ طَيِّبةٌ قَبِلَتِ
المَاءَ فَأَنْبَتَتِ الكَلأَ ، وَالعُشْبَ الكَثِيرَ ، وَكَانَ مِنْهَا أجَادِبُ
أمْسَكَتِ المَاءَ ، فَنَفَعَ اللهُ بِهَا النَّاسَ ، فَشَرِبُوا مِنْهَا
وَسَقَوْا وَزَرَعُوا، وَأَصَابَ طَائِفَةً مِنْهَا أُخْرَى إنَّمَا هِيَ قِيعَانٌ
؛ لا تُمْسِكُ مَاءً وَلاَ تُنْبِتُ كلأً ، فَذلِكَ مَثَلُ مَنْ فَقُهَ في دِينِ
اللهِ ، وَنَفَعَهُ مَا بَعَثَنِي اللهُ بِهِ ، فَعَلِمَ وَعَلَّمَ ، وَمَثَلُ
مَنْ لَمْ يَرْفَعْ بِذلِكَ رَأسَاً ، وَلَمْ يَقْبَلْ هُدَى اللهِ الَّذِي
أُرْسِلْتُ بِهِ )) . متفقٌ عَلَيْهِ .له ابو موسی – رضي الله تعالی عنه – څخه
روایت دی چې نبی کریم - صلى الله عليه وسلم – فرمایلي: مثال د هغه څه چې الله
تعالی زه ورسره راستولی یم د باران په توګه دی چې په ځمکه راووریږي؛ نو له هغې څخه
ځینې ښکلې وي، اوبه ومني، نو دېر واښه او شنیلي راشنه کړي، او ځینې جبه زاره وي،
او به وساتي، الله په هغو اوبو خلکو ته ګټه ورسوي، څښاک هم ورڅخه وکړي، څاروي او
زراعتونه هم ترې اوبه کړي او ځینې ځمکه یوازې وچ کاڼی وي، نه اوبه ساتي او نه
شنیلي راټوکوي، نو دا د هغه چا مثال دی چې د الله په دین کې پوهه حاصله کړي، او
الله په هغه څه ګټه ورته ورسوي چې زه ېې ورسره راستولی یم؛ نو په خپله هم پوه شي
او نورو ته ېې هم ورښيي او د هغه چا مثال چې زما په لارښوونو هیڅ سر اوچت نکړي، او
د الله تعالی هغه هدایت چې زه ېې ورسره راستولی یم، هیڅ و نه مني.
وعن سهل بن سعد - رضي الله عنه - : أنَّ رسولَ اللهِ - صلى الله
عليه وسلم - ، قَالَ لِعَلِيٍّ - رضي الله عنه - :(( فَوَاللهِ لأَنْ يَهْدِيَ اللهُ
بِكَ رَجُلاً وَاحِداً خَيْرٌ لَكَ مِنْ أنْ يَكُونَ لَكَ حُمْرُ النَّعَمِ )) .
متفقٌ عَلَيْهِ.ژباړه: له سهل بن سعد – رضي الله عنه – څخه روایت دی چې رسول الله
- صلى الله عليه وسلم – علي – رضي الله عنه – ته ویلي: په الله مې دې قسم وي چې که
الله په تا یوه سړي ته لاره وښووله، ستا لپاره له سرو اوښانو غوره ده.
وعن عبد الله بن عمرو
بن العاص - رضي الله عنهما - : أنَّ النبيَّ - صلى الله عليه وسلم - ، قَالَ : ((
بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً ، وَحَدِّثُوا عَنْ بَنِي إسْرَائِيلَ وَلاَ حَرَجَ
، وَمَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّداً فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ))
. رواه البخاري.ژباړه: له عبد الله بن عمرو بن العاص – رضي الله عنهما – څخه روایت
دی چې نبي کریم - صلى الله عليه وسلم – فرمایلي: له ما څخه ېې ورسوئ که څه هم یو
آیت وي، او له بني اسرائیلو څخه هم روایت کوئ څه باک نه لري، او چا چې په ما پورې
په قصد سره دروغ وویل نو له اور څخه دې ځان ته د ناستې ځای خوښ کړي.
وعن أَبي هريرة - رضي
الله عنه - : أنَّ رسول الله - صلى الله عليه وسلم - ، قَالَ : (( وَمَنْ سَلَكَ
طَرِيقاً يَلْتَمِسُ فِيهِ عِلْماً ، سَهَّلَ اللهُ لَهُ طَرِيقاً إِلَى الجَنَّةِ
)) . رواه مسلم .ژباړه: له ابو هریره – رضي الله عنه – څخه روایت دی چې رسول الله
- صلى الله عليه وسلم – فرمایلي: چا چې یوه لاره د علم د طلب لپاره ووهله، الله به
د جنت لاره ورته آسانه کړي.
وعنه أَيضاً - رضي الله عنه - : أنَّ رسول الله - صلى الله عليه وسلم - ، قَالَ : (( مَنْ دَعَا إِلَى هُدىً كَانَ لَهُ مِنَ الأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ لاَ يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئاً )) . رواه مسلم .ژباړه: او له همدې ابوهریره – رضي الله عنه – څخه روایت دی چې رسول الله - صلى الله عليه وسلم – فرمایلي: چا چې د هدایت لور ته بلنه وکړه؛ ده ته به دومره اجر ورکول کیږي
څومره اجر چې د ده پیروانو ته ورکول کیږي، د ده اجر به د دوی له اجرونو څخه هیڅ شی راکم نکړي
Dally Motivational ورځنی تحرک /
یوازې پوهنه مو د ژوند لوري
بدلولای شي، پوهنه د ژوند اړينه برخه ده. هغه تورې تياری، چې په ژوند کې مو خورې
دي او مونږ نه پرېږي، چې د يوه روښانه سهار په لور ولاړ شو، تل مو دغه توری تياری
زوروي، بل ته مو احتياجوي، جنګ او فقر ته مو بيایي، لاسونه مو د نورو په وينو سره کوي او په خپل تور زندان کې مو
ساتي، چې هلته پرته د غم بل څه نه ليدل کيږي. په دې تور زندان کې انسان ړوند وي، د
ښو او بدو تر منځ توپير نه شي کولاي، د ژوند ټول خواږه په کې ترخه احساسيږي، هلته
د ګړۍ هره ثانيه چې تيريږي، لکه په ملاء دې چې د تبرګي ګوزارونه کيږي، داسي وي. د
دغه تور زندان او تور ماښام د خلاصون يوازېنۍ لار علم او پوهه ده، چې انسان تر
لوړو مرتبو رسوي او تل په کې د لمر زرينې شغلې وي. پوهنه د يوه داسي بڼ په څير ده،
چې هلته د سپينو اوبو چينې بهيږي او خپل محيط زرغونوي، هلته غوټۍ په ګلونو بديږي،
چې مرغان هم ورته د خوشحالۍ نه نڅيږي او په ښکلو آوازونو يې ويده هم راويښيږي.
پوهنه د انسان هغه ښکلې څيره رابرسيره کوي، چې د مينې، محبت او ورووګلوي معنا
ورکوي.
آيا دغه پوښتنې مو په ذهن کې نه راګرځي، چې ولې مو په
ګران هيواد کې تل د غمونو باران وي؟ ولې مو لاسونه په خپلو وينو سره دي؟ ولې مو
کورونه د کونډو، يتيمانو ډک دي؟ ولې د نورو د لاسو آله ګرځيدلي يو؟ ولې مو ګران
هيواد په کنډوالو بدل کړي؟ ولې مونږ انسانان نه يو او که د هوسا ژوند حق نه لرو؟
نو د دغو ټولو بدو او ناروا کړنو يوازېنی لامل بې علمي
ده، چې د هلاکت کندې ته يې غورځولي يو او خپلو کې يې يو بل ته بلاء کړي يو، نو آې
افغانانو رلځئ، چې دغه تياری په رڼا بدلې کړو او د پاي ټکي ورته کيږدو. راځئ چې يو
بل ته د مينې محبت لاسونه ورکړو، تر څو ژوند په ورووګلوي سره تير کړوږ راځئ چې يو
د بل په زخمونو د ملحم پټۍ کيږدو. راځئ چې خپل اولادونه په علم او پوهي سمبال کړو.
راځئ چې د علم او پوهې په ذريعه د يوه روښانه ژوند دروازې پرانيزو.
دغه هيواد، چې مونږ او تاسي جوړ نه کړو، نو آخر څوک به
يې جوړوي؟ نه يې امريکا درته جوړوي او نه يې همسايه هيوادونه جوړوي، د هر هيواد
وګړي، چې دلته راغلي خپل شخصي اهداف لري. دوي ستا د هيواد د آبادولو لپاره ندي راغلي
او نه ستا د غمه مړه دي، بلکې تر خپله وسه مو په خېټې پښې ږدي او همداسې په غفلت
او احتياج کې مو ساتي.
اې د وطن ګلاليو ځوانانو په تاسو غږ کوم، چې خپل وخت بې
ځايه په ټولنيزو ميډياو او فاحش سريالونو مه تيروئ، تاسو د هيواد د ملاء تير ياست،
راتلوونکی ستاسو په لاس کې ده. همدغه تاسو ياست، چې کولای شي د يوه درديدلي پلار
او مور په شونډو مسکا خوره کړي، خپلې ځوانۍ بل هيواد ته په تګ مه خاورې کوئ، په
خپل وطن کې دې چې قدر اوعزت و نه شي، په بل کې دې والله که وشي. هغه هيوادونه، چې
رسيدلي وګړو يې د هيواد د آبادولو لپاره مټي بډوهلي، په ځان يې شپه او ورځ يوه
کړې، نو هيواد يې تر دې ځايه ارسولی.
جنګ بس دی، جنګ بلاء ده
پوهه ژوند ده او رڼا ده
Dally Motivational ورځنی تحرک
د محمدیوسف صدیقی پیغام
پوهه د ټولنو د پرمختیا او ودې
لپاره ډېره اساسي او ارزښناکه برخه ګڼل کېږي او بې له شکه چې علم او پوهه د خلکو او
ټولنو د ښه بدلون لامل ګرځي . پرمختللی ولسونه وکولای شول د علم او پوهې له لارې ځانونه
د بریا او کامیابۍ څوکو ته ورسوي، او په مقابل کې که بل لورې ته پام وکړو هغه کسان
وینو چې د علم او پوهې پهارزښت تر اوسه پورې نه دي پوه شوي او د پرمختګ او ترقۍ له
کاروان څخه وروسته پاتې شوي دي ، د اوسنۍ پرمختللې نړۍ بنسټ هم د علم او پوهې پر اساس
ولاړ دی. هغه تلپاتې غږ چې په نړۍ کې د تل لپاره پاته کېږي هغه یوازې د پوهې او
عقل ښکلې غږ دی هغه غږونه چې د علم او پوهې څخه تش وي ، هېڅکله او په هیڅ ځای کې چاته
د منلو وړ به نه وي ددې موضوع درک او پوهېدنه ، موږ دې ته اړ کړی یو چې د یو منظم ،
خپلواک او بېطرف بنسټ اساس کېږدو چې د دغه بنسټ له لارې د دولتي چارواکو ترڅنګ د علم
او پوهې په عمومي کولو کې ونډه واخلو ، موږ ډېره خوشحاله یو چې د دغه بنسټ له پیل څخه
تر اوسه پورې د علم او پوهې د لا پراختیا لپاره ، تر ټولو لوی او اغېزناکه خدمتونو
ویاړ له ځانه سره لرو.
د پوهنې له وزارت او لیک لوست
د زده کولو له معینیت سره ، همدارنګه له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره د رسمي تړونونو
امضا کول ، د شاعرانو او د نظر له خاوندانو د څو هنري آثارو چاپول د ښوونځیو جوړول
، د لسګونو زرو بې وزلو زده کوونکو د مرستې تر پوښښ لاندې نیول ښوونځیوته په زرګونو
مېز او څوکي برابرول ، د ولسوالیو د ښوونځیو لپاره د څښلو اوبه چمتو کول، د علمي مرکزونو
له خدماتي کار کوونکو سره مرسته ، د لسګونو نندارتونونو په پرانیستلو کې مرسته ، د
ظرفیت د لوړوالی په موخه د ځانګړو سیمینارونو جوړول ، د ښوونځیو د کتابتونونو بیا
سمبالول ، ښوونځیو لپاره د ( پیک مؤفقیت ) په نامه په زرګونو توکو چاپول او توزیع کول
، د ښوونځیو د پاکوالي سرویسونو جوړول او معیاري کول، د ښوونځیو د درسي ټولګیو بیا
رنګول او د زده کړو په مدرنو وسایلو سره سمبالول، د ښوونځیو د ټولګیو لپاره غالۍ او
موکټونو برابرول ، له سلګونو بې وزلو محصلینو،زده کوونکو او ناروغانو سره مرسته کول
، دا ټول هغه خدمتونه دي چې د لیان امیري بنسټ له لوري زموږ ګران او عزتمنو خلکو ته
وړاندې شوي دي. زه دا ټولې لاسته راوړنې د خپلو هغو همکارانو او کارکوونکو د زیار او
کوښښ پایلې ګڼم چې د لیان امیري په بنسټ کې موږ سره کار کوي او له هغوی څخه د زړه له
کومې نه مننه کوم. لازمه ده چې د پوهنې له وزارت او په سر کې له ښاغلی وزیر صاحب څخه
د زړه له تل څخه مننه وکړو چې په دا دوو کلونو کې په رښتینې توګه موږ سره مرسته او
همکاري کړي او زموږ له ټولو پروګرامونو څخه ملاتړ کړي دي . له انصاف څخه به لېرې وي
چې د هرات ولایت دمقام له مهربانیو او همکاریو څخه سترګې پټې کړو ، له دوی څخه هم منندوی
یو. د هرات د پوهنې ریاست ، د ولسوالیو د پوهنې آمریتونه او د ښوونځیو له مدیرانو څخه
هم مننه کوو. که موږ له بېوزلو سره کومه همکاري او مرسته درلوده ، نو ټول د هغو ګرانو
د زیار پایلې دي چې د مرستو په لېږد او انتقالولو کې له موږ سره همکاري کړي دي . زه
ددې فرصت په استفادې سره له هغو ټولو ګرانو او عزتمنو څخه مننه کوم چې له موږ سره د
لیان امیري په بنسټ کې وو. د یادولو وړ دی چې د لیان امیري بنسټ تر اوسه پورې خپلو
هېوادوالو ته لوی خدمتونه وړاندې کړي او په راتلونکې هم د لویو کارونو سرته رسول په
خپل کاري پلان کې لري. بې له شکه چې موږ د دې بنسټ د کارونو او فعالیتونو د لا ښه کېدو
لپاره ستاسو نظرونو، وړاندیزونو او رغنده نیوکو ته سترګې په لاره یو ، هیله ده چې په
دغه ستونزمنه لاره موږ یوازې نپرېږدئ.
Comments
Post a Comment