Posts

Showing posts from May, 2021
Image
په اسلام کې د بندگانو حقوق: لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد اسلام انسان ته په ډير ستر عزت او اکرام قايل دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا [الإسراء : 70] ژباړه: {او یقینًا مونږ د آدم اولادې ته ډېر عزت وركړی دی او مونږ دوى (په سورلیو باندې) په وچه كې او په سمندر كې سواره كړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي. د نړۍ د هر مذهب او ملت تعلیمات د دې خبرې ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي چې د هغه پیروان په امن او سلامتي کې ژوند وکړي ترڅو د انساني پرمختګ سرچینې په سم لور رواني شي او د ټولو انسانانو هوساینه تامین شي. اسلام د ټولو انسانانو لپاره حقونه وړاندیز کړي دي چې بشپړول يې اسانه دي ، مګر قرباني ته اړتیا لري. په اسلام کې چې کوم حقوق انسان ته ورکړل شوي دي ، هغه د انسانانو او ټولو مخلوقاتو د خالق (جل جلاله ) له لورې ورکړل شوي دي چې د مخلو...

د ماشومانو لپاره په زړه پوری دینی رساله په پشتو ژبه/ لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد

Image
د ماشومانو لپاره په زړه پوری دینی رساله   په پشتو ژبه بسم الله الرحمن الرحیم   پوښته  :  ته څوک يې ؟ جواب : مسلمان پوښتنه : دمسلمانانو د مذهب  (دين) نوم څه دی ؟ جواب : اسلام پوښتنه : داسلام کلمه کومه ده ؟ جواب : د اسلام کلمه داده لااله الا الله محمدرسول الله ژبا‌ړه :له خدای تعالی پرته بل دعبادت وړ(معبود)نشته محمد صلی الله علیه وسلم دالله رسول دی ، دې کلمې ته کلمه طيبه اوکلمه توحيد وايي . پوښتنه : دشهادت کلمه کومه ده ؟ ج جواب : دشهادت کلمه داده   اشهدُانّ لا اله الا اللهُ وحْده لا شريک له واشهدان محمدًا عبدُه ورسوله ژباړه : زه شاهدي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل خدای دعبادت وړنشته هغه يودی سيال نه لری اودا شاهدی ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم يي بنده اورسول دی .     Dal ly Motivational ورځنی تحرک  پوښتنه : ايمان مجمل کوم دی ؟   جواب : ايمان مجمل داده آمنتُ بااللهِ کماهُوباسمائه وصفاته وقبلتُ جميع احکامه اقرارٌبِاللّسَانِ وتَصْدِيْق ٌ بِالْقَلْبِ ژباړه : ايمان مې راوړی (باور اويقين مې کړی ) پرالله باندې لکه څرنګه چې دی اود ه...

Popular posts from this blog

د اهل بیت دیني او سیاسي مقام د اهل سنت له نظره:

په اسلام کي د سولي ارزښت/The value of peace in Islam