Posts

Image
په اسلام کې د بندگانو حقوق: لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد اسلام انسان ته په ډير ستر عزت او اکرام قايل دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا [الإسراء : 70] ژباړه: {او یقینًا مونږ د آدم اولادې ته ډېر عزت وركړی دی او مونږ دوى (په سورلیو باندې) په وچه كې او په سمندر كې سواره كړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي. د نړۍ د هر مذهب او ملت تعلیمات د دې خبرې ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي چې د هغه پیروان په امن او سلامتي کې ژوند وکړي ترڅو د انساني پرمختګ سرچینې په سم لور رواني شي او د ټولو انسانانو هوساینه تامین شي. اسلام د ټولو انسانانو لپاره حقونه وړاندیز کړي دي چې بشپړول يې اسانه دي ، مګر قرباني ته اړتیا لري. په اسلام کې چې کوم حقوق انسان ته ورکړل شوي دي ، هغه د انسانانو او ټولو مخلوقاتو د خالق (جل جلاله ) له لورې ورکړل شوي دي چې د مخلو

د روژې روحاني او ټولنیزې ګټې او فضایل

Image
                                   ليکوال : محمديوسف صديقي د تدريب ائمه استاد الحمدُ لِلَّهِ وكَفَى، وصَلَوَاتُ اللهِ وسَلاَمُهُ على عَبْدِهِ المصْطَفَى، نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ وعَلَى آلِهِ وصَحْبِهِ أَهْلِ الْوَفَى، وسَلَّمَ تسليمًا كثيرًا.أمَّا بعدُ: د روژی روحانی او ټولنیزی ګټی او فضایل د عباداتو هدف چې رب تعالی يې خپلو بنده ګانو ته د ترسره کولو امر کوي ، يواز ې او يواز ې د يو څو ځانګړو حرکتونو ترسره کولو هدف او مرام نه دی بلکې په دې ټولو کې د انسان د بدن او روح د اصلاح او روزنې مفهوم پروت دی ، پدې سره د کائناتو خالق غواړي چې انسان د مراتبو په لحاظ سره په باطني او ظاهري بڼه روزلو سره لوړ مقام ته ورسوي ، همدا لامل دی چې رب لایزال د خپل تخلیقي قدرت دغه فلسفه د عبادت د نظام په بڼه يو داسي روزنیز نظام انسان ته ورکړی دی چې بل هيڅ مخلوق ته نه دی ورکړل شوی . روژه د عبادت د الهي نظام يو له مهمو عناصرو څخه دی   . د روژې ځيني معنوي او ټولنیزې اغیزې ستاسو حضور ته وړاندي کوم ، تر څو لوستونکي د روژې په مبارکه میاشت کې د فکر او عمل له لارې د روژې د ظاهري او باطني آدابو په ترسره کولو سره د ر

په اسلامي تمدن کی د پوهنې ارزښت او اغيزي/ لیکوال: استاد محمد یوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد

Image
  پوهني ته هڅول او د لاسته راوړلو لپاره يې د انسان روحیه او همت لوړول، هغه څه دي چي قرآن کریم په اولنیو آیتونو کي د دغي خبري اعلان وکړ او انسان ته يې داسي وفرمايل: اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ. (العلق: ۱- ۵) https://motivationaldally743.blogspot.com   ترجمه: د خپل هغه څيښتن په نامه لوستل پیل کړه چي (مخلوقات يې پیدا کړي) انسان يې د ویني له ټوټې پیدا کړی دی. لوستل کوه په داسي حال کي چي ستا څيښتن هغه سخاوت لرونکی څوک دی چي په قلم سره يې انسان ته ښوونه کړې، هغه څه   يې ور زده کړي دي چي دی نه پرې پوهېدی. د صحیح البخاري په شروع ۳ نمبر حدیث او د حدیثو په نورو کتابونو کي راغلی دي چي دغه پنځه آیتونه د قرآن کریم   تر ټولو مخکي نازل شوي آیتونه دي. په قرآني آیتونو او حدیثونو کې د علم څخه هدف پوهه او بصیرت دی . د علم کلیمې استعمال په قرآن کې مقید شوی ندی چې ګواکې هدف یې یوازې شرعي علوم دي – قرضاوي . دیني علماوو علم په دوه برخو ویشلی : 1- شرعي علوم:

Popular posts from this blog

د اهل بیت دیني او سیاسي مقام د اهل سنت له نظره:

د ماشومانو لپاره په زړه پوری دینی رساله په پشتو ژبه/ لیکوال : محمدیوسف صدیقي د تدریب ائمه استاد

د روژې روحاني او ټولنیزې ګټې او فضایل